کوټه (صالح محمد مرجان) وسله والو طالبانو د ملامحمد حسن د ګوښه کیدا په تعقيب یو بل مهم قومندان هم له دندي ګوښه کړی دی.
تاند ته باخبره سرچينو وويل چې د طالبانو د مشرتابه له لوري په وروستیو وختونو کي د کابل د قول اردو پخوانی قومندان ملا عبدالروف خادم له دندي ګوښه شوی دی.
خادم د طالبانو د واک په وخت د کابل د قول اردو قومندان وو چی د شمالي په جګړو کي نیول شوی او امریکایانو ته سپارل شوی وو. نوموړی وروسته په ګوانټانامو کی شپږ کاله قید تیر کړ او په ۲۰۰۹ کي له هغه ځایه راخلاص او کابل ته راوړل شو.
په کابل کي د دولت تر څارنه لاندي میشت شو خو څه موده وروسته وتښتید او بیرته له طالبانو سره یو ځای شو. کوټي ته له رسیدا سره سم د کوټي د شورا غړی او د نظامي کمیسون مشر وټاکل شو.
د سرچينې له قوله ملا عبدالرووف خادم سلفي فکر درلود او د خپلې دندې په وخت کي یې طالبان هم دغه فکر ته مايله کول.
د سرچينې له قوله ملا خادم تر دې وړاندي هم له کاره ګوښه شوی وو خو په ۲۰۱۲ کال کي بیرته پخلا کړای شو او په نظامي کمیسون کي ورته دنده وسپارل شوه.
د سرچينې له قوله په طالبانو کي دا خبره مشهوره ده چي نوموړي د عراق د دولت اسلامي له مشر ابوبکر البغدادي سره بیعت کړی دی او د برکنارۍ لوی سبب يې هم دغه بیعت دی.
طابانو تيره اونۍ خپل بل مشر ملا محمدحسن اخند هم له کاره ګوښه کړی و. تر اوسه په دې اړوند د طالبانو د رسمي سرچینو له خوا څه ندي ويل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *