راپور: ابوبکر علیزی
ټولنه څوک جوړوي؟ اتباع څوک دي؟ خلک په دولت څه حقونه لري؟ د وګړو یا افرادو اساسي او فردي حقونه څه دي؟ او اتباع د ټولنې او هیواد پر وړاندې کوم وجایب لري.
د ختیځ ادبي بهیر په ۱۱۵ مه اونیزه ناسته کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسیي علومو پوهنځي استاد هجرت الله اختیار د بهیر برخوالو ته په همدې موضوعاتو خبرې وکړې او د هغوی پوښتنو ته يې ځوابونه وویل.
ختیځ ادبې بهیر خپله دا اونیزه ناسته د ( ۱۳۹۳ ) هجري لمریز کال د عقرب میاشتي په ( ۹ ) مه د جمعې په مبارکه ورځ د تل په څېرد جلال اباد ښار د میدیوتیک د علمي او کلتوري مرکز په انګړ کې وکړه
د دریځ چارې انیس حلیم مخکې وړلې، غونډه دیدار ساپي د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت پرانیستله او د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي استادې خدای بښلې معزیزه عزیز چې موده وړاندي وفات شوي وه، بهیروالو ورته د معفرت د دعا لپاره لاسونه پورته کړل، اروښادې ته يې د جنتونو دعا وکړه او کورنۍ ته يې د زړه صبر وغوښتلو.
دا اوونۍ د غونډې مشري د ننګرهارپوهنتون د اقتصاد پوهنځې ځوان استاد عبدالرحمن درد کوله، مېلمه يې زلمی شاعر دوست محمد عارف و او کوربتوب یې شفیع الله مصور کاوه.
د تېرې ناستې ګزارش ابوبکر علیزي ولوستلو.
پر ګزارش بحث ضیاالدین همت مل پیل کړ، هغه زیاته کړه سره ددې چې علیزی په دې برخه کې نوی دی، خو دا ګزارش يې په تول پوره او ډېر زیات ښه لیکلی ، همت مل ګزارشګر ته داد ورکړ او د ښه ګزارش لیکنې له امله يې د خپل جیب قلم ورته ته ډالۍ ورکړ.
عرفان الله بیدار هم د ګزارش ستاینه وکړه، خو په ګزارش کې يې ځينې تکراري کلیمو ته اشاره وکړه، هغه د بېلګې په توګه د ( د ترمیم ) کلیمه یاده کړه چې څو ځله راغلې ده، بیدار ویل که په ګزارش لیکنه کې کلیمې او لفظونه بدل رابدل شي لاخوندور کیږي.
ایمل مړوند علیزي ته له دې امله د ښه ګزارش لیکنې شاباسی ورکړ چې پرته د کوم ټایپ یا ریکارډر څخه يې دومره په تفصیل او پوره ګزارش لیکلی، د مړوند په خبره کله چې ګزارش دومره اوږد شي ختمن په کې ځينې تکراري لفظونه او کلیمې راځي، خو سپارښتنه يې کزارشکر ته کوله چې د کزارش لیکنې پر وخت دې لنډون ته پام کوي، هغه ویل د ښه ګزارشګر کمال همدا دی چې د یو کس ډېرې خبرې په لنډو جملو او کلیمو کې ولیکي.
ضمیر احمد احمدي بیا د ګزارش لیکنې په برخه کې د علیزي مینه او هڅه وستایله او د هغه د ښه ګزارش لیکنې لامل يې د ګزارش سره د هغه مینه او خواري یاده کړه.
شفیع الله مصور بیا د ځينو ملګرو له دې خبرې سره همغږی نه و چې علیزی د ګزارش لیکنې په برخه کې نوی دی، هغه ویل د علیزي د ګزارشونو شمېر تر لسو اوړي او په دې برخه کې پوره تجربه لري، نوموړي زیاته کړه کله چې يې ګزارش واوریدلو سره ددې چې په تېره ناسته کې نه و، ولې داسې يې احساس کړه چې د تېرې ناستې ګډونوال و، په خبره يې د یو ادبي ګزارش یوه ځانګړنه همدا ده چې سړی له ځان سره وګرځوي او په دې ګزارش کې دا ځانګړنه ولیدله.
پر ګزارش له دې امله د ملګرو ترمنځ اوږد بحث وشو چې، ځينې ملګرو د ګزارش د لنډون خبره کوله او ځينو نورو بیا ویل چې باید ګزارشګر په غونډه کې ټولې خبرې په تفصیل سره رانقل کړي.
حمد الله ارباب بیا په دې باور و، چې د فیسبوک لپاره دې لنډ ګزارش ولیکل شي او د بهیر د ارشیف لپاره دي په پوره تفصیل سره لیکل کیږي چې راتلونکې ته پاتې کیږي.
ضیاالدین زلمي ویل چې په ګزارش کې باید د خلکو پام لرونکي جملي راواخیستل شي، او جملي باید اختصار شي، او په ښه ډول اوریدونکو ته د پوهیدو وړ وي.
سعید شینواري دا منله چې ګزارش ښه لیکل شوي و، خو د ګزارش د اوږد والي خبره يې کوله، شینواري ویل چې ګزارش باید له ۱۰۰۰ جملو ډیر نه شي، او په اخیره کې د ګزارش ستایني تر څنګ ګزارشګر هم په ګزاش لیکنه کې نور تجربه لرونکي یاد کړ.
ایمل مړوند د خپلې تېرې خبرې ملاتړله او په ګزارش کې يې د تورو او کلیمو پر لنډون ټينګار، وینا يې د ګزارش لیکنې پرمهال دې ګزارشګر هڅه وکړي چې په لنډو جمعلو او لفظونو کې د یو وینا کونکي اوږدې خبرې راوخلي، مړوند دا نه منله چې ادبي ګزارش دې لنډ او محدود شي هغه ویل موږ خپل راپور او د خپلو اونیزو چارو معلومات په تفصیل سره نورو ته ورکوو نو باید د ګزارش لیکنې د اصولو له مخې خبرې بشپړ خو د لیکنې په وخت کې یې باید د تورو اصراف سره پام وشي.
انجینر ستانه میر زهیر شینواري هم په ګزارس کې د لنډون پلوي و، ویل ګزارشګر باید مهمې او اوږدې خبرې په لنډو جملو کې وړاندې کړي، هغه ویل مهمه نه چې یو کس څومره خبرې کړي وي ټولې دې ولیکل شي ولې مهمې او د مضوع اړوند خبرې يې باید نقل شي.
استاد عبدالرحمن درد هم د ګزارش او رپوټ تر منځ په توپیر وغږیده او ویل چې ګزارش د رپوټ تفصیلي پړاوو ته ویل کیږي ، ویل چې ګزارش کې باید ډیر جزیات راواخیستل شي.
پر ګزارش له بحث وروسته، د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځې استاد هجرت الله اختیار د ((افغانستان د اتباعو په اساسي حقوقو او وجایبو)) وغږیده او ناست ګډونوال یې د اساسي قانون د مادو په رڼا کې د افغانستان د اتباعو په اساسي حقوقو او وجایبو پوه کړل.
استاد درس له دي پیل کړ چې حقوق او وجایب په ټولنه کې صورت نیسي .
دا چې حقوق د حق جمعه ده نو د حق لپاره یې بیلابیلي مانا ګانې وکړي :
حق د الله ج نوم دي ، ریښتیا ته هم وایې ، د باطل ضد دي ، د برخي او سهم په مانا هم راځي، د عدالت په مانا هم استعمالیږي ، نیکۍ ته هم وایې او یو شمیر نورې مانا ګاني یې ورته وکړي.
وجایب هم د وجیبه جمعه ده نو په لاندي ډول یې تعریف کړ:
د دوو اشخاصو تر منځ ټینګ عهد او د هغې له مخې یو شخص د بل شخص په وړاندی په یو څه مکلف ګرځې او یا کوم کار کولو ته اړ کیږي، په خبره یې وجیبه د حق زیږنده ده .
د حق اصطلاحي تعریفونه یې هم وکړل.
له قوله یې حق د دوه مراجعینو له امله راځي ـــ چې دلته يې په دوه برخو ویشو:
۱) ټولینزو قرارداتونو له مخې ۲) د قوانینو د وضعه کیدو له لاري
دغه دواړه ډولونه یې بیل بیل واضح کړل، له دي وروسته د افغانستان د خلکو په اساسي حقوقو او وجایبو وغږیده.
ویل یې په دري ډوله دي .
۱) جنائې حقوق
۲) مدنې یا ملکې حقوق
۳) ټولینز او سیاسي حقوق
په دي دري واړه ډولونو یې ګډونوال ته پوره خبري وکړی.
د افغانستان د اتباعو په جنایئ حقوقو او وجایبو هم په تفصیل سره وکړیدو چې په کې یې د اساسي قانون د ۲۲ مادي نه نیولې ان تر ۳۱ مادي پورې تشریح کړلې.
د دي مادو له مخي یې د مساواتو حق ، د ژوند حق ، د ازادۍ حق، د جرم په وخت کې د مجرم یا تورن حقوق او د همدې مادو په رڼا کې په نورو ټونلیزو او فردي حقونو اوږدې خبرې وکړې.
استاد اختیار د ملکي او مدنې حقونو تر سرلیک لاندې مضوع هم بحث کړه.
نوموړي د افغانستان د اساسي قانون په ۳۸، ۳۹ ، ۴۳او ۴۶، او ۴۸ مادو په پام کې نیولو سره وویل په مدني او ملکي حقونو کې وګړي د شحصي استوګنځي حق لري چې د هر ډول تیري خوندی دي، همدارنګه يې د ملکیت په خوندیتوب او د همدې مادو په نظر کې نیولو سره د افرادو د زده کړو په حقونو هم خبرې وکړې، وې ویل دولت محبور دی چې باید ټولو وکړو ته تر لیسانسه پورې د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي.
استاد د درس په اوږدو کې د اتباعو په ټولنیزو او سیاسي حقونو هم خبرې وکړې، په دې برخه کې يې د بیان په ازادي هم رڼا واچواله، وې ویل خلک حق لري چې ټولنه جوړه کړي، ګوند جوړ کړي او نور بېلا بېل مدني، ټولینز او سیاسیي خرکتونه وکړي، خو ددې لپاره په قانون کې خپل اصول او شرطونه دي چې باید ددې چارو د تر سراوي په وخت کې ورته پام وشي او سرغړونه ترینه ونه شي.
د ( اتباعو حقوق او وجایبو ) تر سرلیک لاندې استاد اختیار، په تولنه کې د اتباعو په ټولو سیاسیي، ټولنیزو، فردي، اقتصادي، مدني او نورو حقونو په تفصیل سره خبرې وکړې او د ناستې برخوالو سره یې پرې بحث وکړ.
نوموړي د خپل درس په پای کې په ټولنه کې د اتباعو په وجایبو خبرې وکړې، چې په دې برخه کې دهیواد څخه دفاع ، د قوانینو اطاعت، د بهرنیو اتباعو مکلفیت د قانون ساتلو او د ازادې څخه د ناوړې استفادې او ځینو نورو برخو کې اوږدې او خوږې خبرې وکړې، هغه برخوال په دې پوه کړل چې په ټولنه کې د افرادو حقونه کوم دي او ټولنیزې اړیکي څه دي، ددوی وجایب کوم دي او همدارنګه پر دوی بد هیواد او قانون پر وړاندې کوم وجایب لري.
د درس په پای کې يې بیا هم د ځينو ملګرو پوښتونو ته ځوابونه وویل او په دې سره ددې اوونۍ درس پای ته ورسیدو.
تر تدریس وروسته ازاده مشاعره پیل شوه.
چې دوست محمد عارف، ودان مینوال شینواری، ایملیار ساجد، ضمیر احمد احمدي ، دیدار صافی، بختي جان مراد، سعید شینواري ، شفیع الله مصور، ایمل مړوند، باز محمد عابد، وحیدالله سعیدي، کریم باور ، زاهد الله زهیر، خالد بیچاره، جمال ثاقب، خاوري منت بار، حمدالله ارباب، عبدالله هوډ، بشرمل کاموال، ضیاء الدین همت مل، ضیاالدین زلمي، قسیم ځير، قسیم سالارزي، ابوبکر علیزي، سلیمان ځاځې،اسرار الله امین زي په کې خپل شعرونه وویل.
د ناستې ارزونه انجنیر ستانه میر زهیر شینواري داسې وکړه.
ویاړو چې ختیځ ادبې بهیر په لنډه موده کې ټولني ته ډیر څه وړاندي کړی، په خبره یې ننې لکچر یې ښه بیلګه کیدلي شي ، چې داسي لکچرونه ځوانانو ته نوي فکر او نوي خیالات وربښي، زهیر د بهیر د مشرتابه څخه مننه وکړه چې تر دمه یې د بهیر کارونه په منظم ډول پرمخ بیولي دي.
ناسته شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې پای ته ورسیده .