د هجرت او جهاد د وخت وتلی داعی او مخکښ لیکوال مرحوم استاد زمرک عابد فاتحه، د مرحوم د وروڼو (حاجي بسم الله عادل او حاجی غلام حضرت) زامنو (محمد ذبیر عادبد، عمیر عابد، نعمان عابد) خپلوانو(محمد اختیار، حاجي راز محمد فدايي، حاجي میرباز، حاجي نیاز محمد سلطاني، هدایت الله وردګ، محمد حلیم فدايي، محمد خالد فدايي، انجنیر حبیب الرحمن شفق، انجنیر حسیب الله کلیمزی، محمد ناصر حبیب، انجنیر محمد شفیق احمدي، حفیظ الله عظیمي، ولي محمد، انجنیر محمد خلیل)، حزب اسلامي افغانستان، وردګو قومي شورا او د وردګو د ټول ولس له خوا سبا (چهار شنبه) د لړم په ۱۴ نېټه د ماسپښین له ۱:۳۰ بجې څخه تر ۳:۳۰ بجو پورې د شېر شاه سورې په جامع جومات کې اخیستل کېږي او د ښځينه وو فاتحه هم د شیر شاه سوري جومات د ښځينه وو په صالون کې اخیستل کېږي.

د وتلی لیکوال او داعی زمرک عابد ژوند لیک

د هجرت او جهاد د وخت وتلی داعی او مخکښ لیکوال استاد زمرک عابد د ورپېښي ناروغۍ له امله د۱۳۹۳ لمریز کال ددوشنبی په ورځ دلړم په پنځمه د کوزې پښتونخوا د بلوچستان ولایت د دکویټې په ښار کې د ۶۵ کالونو په عمر له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټي کړي. انالله وانا الیه راجعون

نوموړې له ۱۳۵۵ لمریز کال راهیسي د مجاهدینو په لیکو کې ددعوت، فرهنګ او ځوانانو د روزنې هڅي ګړندي وساتلي. نوموړی باورمند وو چې جهاد باید هدفمند او په نهایت کې د متعهد او روزل شویو وګړیو په لاس خپل هدف لاسته راوړي چې هغه په افغانستان کې د افغانانو د خوښې دولت وو.

مرحوم عابد د هجرت ددوران په ګڼو ورځپاڼو، مجلو او مهالنیو کې دخپلو لیکنو تر څنګ لاندې مهم کتابونه هم لیکلي او چاپ کړیدي:

1. حالات وزندګی امام اعظم ابوحنیفه
2. له مومن څخه دقرآن غوښتنه
3. دغه ډول مبارزه
4. نشنلیزم هم باید وپیژنو
5. مبانی نظم اسلامی

مرحوم عابد د المسلمون د اخبار موسس او چلوونکی او دشعار مبارز او شهادت ورځپاڼو وتلی لیکوال وو. مرحوم زمرک عابد په ۱۳۲۸ لمریز کال د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د لویې آبدرې د ګدایې خیلو په کلې کې زېږدلی وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *