ولسمشر اشرف غني احمدزي ژمنه کړې، چې د خپل حکومت د پیل له ورځې وروسته په یوه نیمه میاشت کې دننه به نوې کابینه رامنځته کړي او د باور رایې اخېستو لپاره به یې ولسې جرګې ته ور وپیژني.

ولسمشر غني تاکیداً او په وار، وار سره ویلي، چې په نوي کابینه کې به هغو څېرو ته ځای ورنکړي، چې لاسونه یې په فساد ککړ او یا هم په تېر دیارلس کلن بهیر کې ښه نه دي ثابت شوي.

که څه د ولسمشر له خوا د نوي کابېنې د ټاکلو لپاره تعین شوی وخت په رانږدېدو دی او لا هم د کابېنې پر جوړښت کار روان دی، خو د کابینې لپاره ټاکل شوې کمېټې تر اوسه په هغو معیارونو نه ده سلا شوې، چې غواړي، د ملي وحدت حکومت یې د یوه وزیر لپاره وټاکي.

دا چې نوی افغان حکومت د یوې سیاسې هوکړې له مخې د دوو اتنخاباتي لوريو نه رامنځته شویدی او د همدې سیاسې هوکړې له مخې یې څوکۍ هم سره ویشلي دي، هڅه کوي هر ډله د خپلو ګټو ساتونکي کسان وزارتونو ته وپېژني.

که څه هم دواړه ډلې لا د پراخو اصلاحاتو راوستو لپاره د خپلو ژمنو په تکرار ټينګار کوي، چې داسې یوه کابینه به رامنځته کوي، چې وکولای شي، د حکومت ژمنتیا افغانانو ته په ډاګه کړي، مګر وروستي راپورونه وایي، چې په حکومت کې شریک دواړه اړخونه په ځانګړې توګه یوه ډله چې وړاندې یې هم جوړښت سم نه برېښده او په شین زور یې ځان په حکومت کې دننه کړی، اوس له یو شمېر ستونزو سره مخ شوې، چې له امله یې د کابېنې ټاکل هم ځنډیدلي دي.

په ټاکنیزو منډو ترړو له دوی سره مله هغه کسان چې د تېرو ناخوالو زیږونکونکي شمېرل کیږي، اوس په جدیت ددې غوښتنه کوي، چې باید واک ورکړل شي. دا کسان یواځې په یوه ډله پورې محدود نه دي، بلکې هغه کسان دي، چې واک ته د خپل مشر په رسولو کې یې له هر ډول لارې ګټه اخېستل مشروع لاره بللې وه. آن په صدارت کې ناست کسان چې په بکسونو کې د دومره رایو غورځېدو اصلي لامل ځان بولي، پټه خوله نه دي پاته شوي او په زوره یې دا ټکی ویلی، چې په فلانکي وزارت کې مې فلانکی سړی غواړم او بس.

په داسې حال کې چې ولسمشر بیا په جدیت سره ویلي، د ملي وحدت حکومت سهامي شرکت نه دی او هغه کسان به په کې ځای ولري، چې پوهه، تخصص، ژمنتیا او له هېواد سره د زړه له تله مینه ولري. ملي ګټو ته د خپلو ګټو پر ځای ترجیح ورکړي او له ټولو مهمه یې لا دا چې باید په فساد کې هم ښکېل نه اوسي.

خو له دې ټولو سره، سره داسې ویره شته، چې د نوي کابېنې ځنډېدل د معيارونو د جوړښت لپاره نه او نه هم په افغانستان کې دومره قحط الرجال دی، چې په دومره موده کې دې تر شلو پوه، متخصص او ژمن کسان ونه موندل شي، بلکې له دې امله ځنډول شوي، چې ځينې کړۍ او ډلې پکې د ځان حق غواړي، خو ولسمشر له زړو څېرو سخت ستومانه شوی دی.

دا چې دواړو نوماندانو او اوس په واک شته کسانو خلکو ته زیات توقعات ورکړي او افغان ولس هم نوي حکومت ته ډېره زیاته هیله مندي لري، چې نوي کابینه باید متخصصه؛ متجربه او د دې ترڅنګ پاک خلک په کې اوسي، نو حکومت هم له دې وېرې چې د زړو څېرو په ښکاره کولو سره به افغانان ناهیلي کړي، ځان غلی نیولی او په ښکاره توګه چیغې وهي، چې ژر به نوي کابینه خلکو ته په ډاګه کړي. دوی هیله لري، چې په قرار سره به د ولس هیلې هم کمې او دوی به هم له وخت په استفادې سره زاړه په نوي رنګ کې پارلمان ته د رایو اخېستو لپاره ولېږي.

که رېښتیا هم نوی افغان حکومت د خپلو ژمنو صدق کول غواړي، نو له ټاکلې مودې سره دې سم هغه قومي او نور ټېکدران چې افغانان یې په نوم یادولو سره زړه بدي کیږي، د نوي پاکې کابېنې په پېژندلو سره په خوله کلک سوک ووهي او روښانه دې کړي، چې دوی رېښتیا هم مصلحتي او سهامي نظام نه دی رامنځته کړی، بلکه دملي وحدت په نوم یې یوه پاکه اراده رامنځته کړیده.

One thought on “نوم ورکې کابینه او د افغانانو لویې هیلې/ امید زهیرمل”
  1. ماته خو دا اجراییه رییس داسی معلومیږی لکه بی امته پیغمبر . کوم رییس چی وزیران نه لری او لا د ښاغلی کرزی د کابینی وزیرانو ته حاضری ورکوی نو هیواد ته یی خدمت هم همداسی درواخله.
    ترټولو مهمه داده چی په یوه واحد چوکاټ سره دواړه لوری توافق ته ورسیږی چی څو وزارتونه باید وجود ولری اوکوم نور حذف شی . تردی وروسته به هریو خپل متخصص او لایق کسان وزارت ته معرفی کړی. که کوم لوری لا دی ته تیار نه وی چی خپل وزیران معرفی کړی بل لوری چی پخوا تیار دی خپل وزیران د معرفی کړی او خلکو ته دی ثابته کړی چی په خپلو ژمنو کی صادق دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *