عبدالحق سمون

تراوسه پورې به مو د بې پېلوټه الوتکو په باره کې اورېدلي وي چې يوازې د جاسوسي او په جنګي سيمو کې د خلکو د وژنې لپاره کارېږي، خو په ورته وخت کې يوتن نوی فارغ شوی هالنډي محصل د دې الوتکو د يوې نوې بڼې کارونې په هڅه کې دی چې د زرګونو خلکو ژوند به وژغوري.

د امریکا “د زړه ناروغيو اداره” اټکل کوي چې تېرکال شاوخوا 360000 کسان د زړه په ناروغۍ اخته وو، چې د دې ډلې، يوازې د 10 سلنې څخه کم يې ژغورل شوي او د نه ژغورنې يو دليل يې روغتون ته د ناروغانو پروخت نه رسېدنه وه.

“الېک مومونټ” د ډلفټ ټکنالوجۍ په پوهنتون کې د انجنيري يو تن محصل غواړي چې د بې پېلوټه الوتکو څخه په ګټه اخېستنې داسې يو هوايي امبولانس جوړ کړي، چې پرته له پيلوټه به د زړه ناروغانو سره مرسته کوي او په ټاکلي وخت به يې روغتون ته رسوي. نوموړی وايي: ياد شوی بې پېلوټه هوايي امبولانس به هغه واټن چې پخوا به په 10 دقيقو کې سرته رسېده، يوې دقيقې ته راټيټ کړي. دغه امبولانس يوه کمره، يو غږلېږدوونکی (مايکروفون)، يو لوړغږی (لاوډ سپيکر) او همداشان يوه د زړه ناروغيو کنترولوونکې آله (Defibrillator) لري.

يادشوی امبولانس به د زړه ناروغيو يو تن مرسته کوونکي په واسطه چې له ياد امبولانس څخه به ورته په بېړنۍ توګه زنګ راځي، کنترولېږي. د GPS په مرسته به دغه هوايي امبولانس په يو ساعت کې 97 کېلومتره واټن وهي.

دغه هوايي امبولانس د لوړغږي (لاوډ سپيکر) او کمرو په مرسته وکولی شي، د پېښې په ځای کې خلکو ته لارښوونه وکړي او د زړه ناروغيو اړونده ځای پرځای شوو آلو په مرسته، چې د ناروغ شخص په سينه به اېښودل کېږي، د زړه ناروغ سره مرسته کوي.

هالنډي ورځپاڼه (Algemeen Dagblad) راپور ورکوي چې ياد شوي امبولانس سره وارترمخه د “هالنډ د بېړنيو مرستو” او “د زړه نارغيو بنسټ” له خوا علاقه پيدا شوې ده. ورځپاڼه زياتوي چې ياد بې پېلوټه امبولانس يوڅه تخنيکي او حقوقي ستونزې لري چې بايد حل شي، خو هېله کوي، امبولانس به (چې ارزښت يې 20 زرو ډالرو څخه کم دی) راتلونکو پنځوو کلونو کې چوپړتيا ته وړاندې شي.

اوس مهال “الېک مومنټ” ددغه امبولانس د لاپراختيا په حال کې چې د هغې ډلې څخه يو يې هم د اوروژنې پروخت ځپلو خلکو ته د ماسک لېږدول دي.

سرچينه:

http://www.forbes.com/sites/larryhusten/2014/10/29/grad-student-invents-flying-ambulance-drone-to-deliver-emergency-shocks/

اړوند مطالب:

امریکا په ۴ ایالتونو کې د بې پېلوټه الوتکو کارولو ته اجازه ورکړه
له بې پېلوټو الوتکو څخه د پوست رسونکي کار اخیستل کېږي

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *