رحمت الله حکیمي

د پوهنتون استاد رحمت الله حکیمي

کله چې دنورولیکنې لولم یا خپله لیکنه کوم ،دا دوې غوښتنې مې نیغ په نیغه سترګو ته دریږي تر هغې مې نه پریږدي ترڅو چې د دادوه غوښتنو کومې چې دیوې لیکنې  اډانه جوړوي حق ادانه کړم ، اوکله چې مې داقبال وزیري دادبیاتوتیوري کتاب کتلو نو په دې کلمو مې بیا سترګې ورګیدې غواړم چې څه مې په ذهن کې دي رابرسیره یې کړم مخکې له دې ، چې په نوموړوغوښتنو غور وکړو دهنري ادب نه پیل کوو .

هنري ادب : هغه ادب ته ویل کیږي ، چې هنري تومنه ولري اودتاثر زړي په کې راټوکېدلي وي او دارواښاد الفت په خبره : (( ادب دښو الفاظو په وسیله دخپلو احساساتو او ادراکاتو یا دزړه دخبرو ښکاره کول او داوریدونکي په ذهن کې کښنول دي  ))روهي صیب وایي: (( ادبیات یو ژبنی هنر دی چې واقیعتونه په ښکلي اوجذباتي رنګ کې وړاندې کوي .))

کله چې ادبیات تعریفوو ، داسې وایو : هغه لیکنۍ یا کړنۍ وینا چې هنري ارزښت ولري ادبیات بلل کیږي هدف داچې ادبي لیکنه باید هنري لیکنه وبلل شي ، ځکه چې په هنري معیارونوولاړه وي .

هنري ادب دوه بعدونه لري ۱  – دهنري ادب منظومه برخه ۲ –  دهنري ادب منثوره برخه

مخکې ددې چې  په نوموړو برخو کې د( څه او څنګه ) په کلمو وغږیږو راځو دې ته چې په یوه اثر کې څه اوڅنګه څه ته وايي :

څه  : په یوه اثر کې دلوستونکي یا اوریدونکي دپاره هغه غوښتنه ده ، چې دیوه اثر دمنځپانګې اومحتوا په اړه یې کوي ،  دامنځپانګه په یوه لیکنه یا اثر کې دبشري ژوند په بیلا بیلو برخو جوړیږي دهرې ټولنې اثر دخپلې ټولنې دټولنیزوګډوارزښتونو او انساني فطري غوښتونو په واسطه  خپله منځپانګه ټاکي کوم چې په ټولنه کې په خپل تاثر سره ځان ومني اوټولنه په سم لوري رهبري کړي .

څنګه : داپه یوه اثرکې دلوستونکي یا اوریدونکي دپاره داپوښتنه راولاړوي ، چې  داپنځونه دې په کوم ډول کړې؟ الفاظ دې په کوم قسم ترکیب کړې ؟ دکوموتخنیکي مهارتونو نه دې کاراخیستئ  ځکه هره لیکنه یوقالب لري ، دخپل قالب دمعیارونو سره سمه لیکنه ښکلې ښکاري دبېلګې په ډول خښته هغه وخت خښته بلل کیږي ، چې له قالبه راوتلي وي که نه نو همغه خټه ده خو شکل یې تغیر موندلی اوهمدغه دقالب وړتیا ده ، چې په موږ یې دخښتې مفهوم پېژندلی دی ، همدغه شان په یوه لیکنه کې باید داڅرګنده شي چې په کوم فورم اوکومو تخنیکي مهارتونو لیکل شوې ده اوساختماني رغښت په څه ډول دی .

دڅه او څنګه دغوښتنوبیلګې په نظم اونثر کې :

که دپښتو ادب لومړی لنډې کیسې په پام وکړو ، ګورو چې دکونډې نجلی په کیسه کې ټولنیز وناوړه کړنو اوبدمرغیو ته ګوته نیول شوې ده اومرغۍ دناوړه دودونو په تنورکې سوځي داپیغام له ځانه سره وړي چې دودونه باید داسلامي اوبشري ارزښتونو تابع کړونه اسلام اوبشري ارزښتونه ددودونو چې دلوستونکي دپاره دکونډې نجلۍ په کیسه کې دڅه پوښتنه ځوابیږي اوکه دهمدغه کیسي ساختماني جوړښت ته پام وکړو ، تخینکي اوساختماني مهارتونو اوبرخو داراباندې پېژندلې چې لنډه کیسه ده ځکه چې موږ تر ډېره بریده دلنډې کیسې دپاره دجوړښت ټولمنلي توکي  لکه ( پلاټ ، سسپنس ، کرکټر ، منظرکښنې ،مکالمې اودنوم ټاکل ) په یاده کیسه کې وینو چې داوریدونکي اولوستونکي دپاره دڅنګه پوښتنه حلوي .

په نظم کې

څومره په اسان زړه ته راغلی دی   – وینه کې انسان زړه ته راغلی دی

نوم مې دجانان چې په خوله ډېر راشي   ـــ پوه شم چې قرآن زړه ته راغلی دی

(حکیمي )

که پورته بیتونو پام وکړو چې څه په کې موجود دي انساني عاطفه په کې دپوخوالي حدته رسیدلې اودخپل محبوب جناب محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) سره مینه په کې تردې بریده ښکاره شوې چې دهغه مبارک نوم په خوله راتګ سره الهي کلام قرآن عظیم الشان ټول دسړي دسترګو اوزړه دروازې ټکوي ځکه همدغه سپیڅلی کتاب په جناب محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) نازل شوی دی ، نوا دامفهوم اومنځپانګه داوریدونکي دپاره دڅه غوښتنه پوره کوي اوکه دې ته فکر وکړو چې په کوم تخنیک اومهارت سره داکلمې پیل شوې ، ګورو چې پورتني بیتونه دڅلوریزې په شکل دی ځکله اول نیم بیته اودویمه نیم بیته هم قافیه دریمه یې دقافيې له مهاره وتې اوڅلورمه نیم بیته بیا دلومړي بیت سره هم قافیه شوې ده اوپه نوموړو بیتونو کې ( راغلی دی ) ردیف دی ، ( قرآن اوانسان ) دقافیې کلمې دي نودې ځانګړتیاوداپه ډاکه کړه چې دغه فورم دڅلوریزې دي نو دلوستونکي یا اوریدونکي دپاره دڅنګه ځواب پیداشو داسې ورته ویلی شو چې په دې ډول مې دامفهوم ارایه کړی دی .

نو دهر لیکوال دپاره لازمه ده چې په خپله لیکنه کې دلوستونکي د(څنګه اوڅه ) غوښتنو ته ځواب ووایي او ددغه دووکلمو نه شلیدونکي اړیکي دهنر په وریښمین مزي کې وساتي ترڅو چې لیکنه مو دحال ،مکان اوعمل دغوښتنو مطابق په وګړو دتاثر اوبه وڅښي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *