د سيداباد ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو دغه ‌څرګندونې نن په دې ولسوالۍ کې په هغه غونډه کې وکړې ، چې والي ، امنيه قوماندان ، د ملي امنيت رييس ، د علماوو شورا رييس او نورو امنيتي او ملکي چارواکو برخه اخيستې وه.

د وردګو د قومي شورا مشر وحيد کليمزي راغليو چارواکو ته وويل چې د حکومت نه پاملرنه او د وسله والو مخالفينو شوم هدفونه د دې لامل شوي، چې سيداباد ولسوالي له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شي .

نوموړي زياته کړه، په دغه ولسوالۍ کې ټول وسله وال مخالفين د همدغې سيمې دي،چې په خپله يې په سيمه کې نا امني رامنځته کړې او که اولس وغواړي دغې ستونزې ته د پای ټکی اېښودلی شي .

کليمزى وايي چې حکومت هم دغې ولسوالۍ ته هغه ډول پاملرنه نه ده کړې،څرنګه چې لازمه ده او غوښتنه يې وکړه،چې نور دې ورته د امنيتي ستونزو ترڅنګ په نورو برخو کې هم پاملرنه وشي .

د سيداباد ولسوالۍ يو تن قومي مشر محمد زاده وويل چې په دغه ولسوالۍ کې د پوهنې کچه ډېره ټيټه ده،ګڼ شمېر ښوونځې ودانۍ نه لري،ښوونځيو ته يې درسي کتابونه نه دي رسېدلي او ګڼ شمېر ښوونکي يې غير مسلکي وګړي دي.

د قوماندان يعقوب په نامه يوه بل قومي مشر بيا غوښتنه وکړه،چې د عملياتو پر مهال دې د مسجدونو ارزښت ته ځانګړې پاملرنه وشي او هم دې ولسي وګړي د مخالفينو په نوم نه وژل کېږي .

د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي او د ملي امنيت رييس انجنير طاوس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی شته ستونزې له ځان سره ياداشت او د يوې بلې غونډې په ترڅ کې،چې په ياده ولسوالۍ کې به ترسره شي،د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړي .

والي د غونډې ګډونوالو ته وويل چې د سولې پروسه د ولس له ملاتړ پرته نه شي بريالی کېدای او په دغه برخه کې دې ولس له حکومت سره ګډ کار وکړي .

هغه زياته کړه، چې دغې ولسوالۍ ته يې د راتګ موخه د ولسونو ستونزې له نږدې اورېدل دي، چې ټول نظامي مسوولين به ورته ځای پرځای ځواب وايي.

دى وايي چې په دغه ولسوالۍ کې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين د همدې ولسوالۍ اړوند کسان دي او بايد د دغې سيمې د مشرانو له خوا ور سره د خبرو اترو زمينه برابره شي .

خوږياڼي وويل ، که وسله وال مخالفين وغواړي چې د سولې پروسې سره يو ځای شي،نو په هره سيمه کې چې دوی وغواړي ورسره به خبرې اترې وکړي.

ده زياته کړه : ((که چېرې موږ په دې بريالي شو،چې په دې سيمه کې بشپړ امنيت تامين کړو،نو زموږ او ستاسې ګڼ شمېر پانګوال لېوالتيا لري،چې د سيداباد ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې فابريکې جوړې کړي،چې په دې کار سره به کاري زمينې هم برابره شي.))

د ميدان وردګو امنيه قوماندان خليل الله اندرابي د سيداباد خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د کابل ـ غزني پر لويه لاره د ملي اردو د پوستو اچولو پروسه پيل شوې او د دې کار له بشپړېدو وروسته به د سيداباد په کليو کې سيمه ييز پوليس ځای پر ځای کړي .

په دې ولايت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق بيا له ولسونو څخه غوښتنه وکړه،چې د مخالفينو د پټنځايونو په ښودلو کې له دوی سره همکاري وکړي .

هغه زياته کړه، ولسونه دې په خپلو سيمو کې مخالفينو ته ځای نه ورکوي او همدا راز خپل اولادونه دې هم د دوی په ليکو کې له يو ځای کېدو وژغوري .

درنښت

د میدان وردګو مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *