درې کاله وړاندې د کابل پوهنتون په لیلیه کې اوسیدم، یوه شپه ترناوخته ویښ وم زمونږ د بلاک ترمخې ښکلی ځای وه د ناستې او مطالعې لپاره له خونې بیرون شوم د درس ویلو لپاره دغه ښکلي ځای ته راغلم په درس ویلو مې پیل وکړ.

یوه ګړۍ وروسته له کتاب سره ډیر ستړی شوم، کتاب مې بند کړ د اسمان په لوري مې هرستوري ته په ځیر کتل، غوښتل مې د خپلې معشوقې د مخ انځور په ستورو کې ولټوم ترسهاره ویښ پاتې شوم کامیاب نه شوم نه مې د معشوقي مخ ولید او نه زما سترګو د ستړیا احساس وکړ سهار شو د پوهنتون محصلین یو په بل پسي روان وو هرڅوک خپل صنف ته روان و زما په زړه کې یوازې د خپلې معشوقې خیالونه او انځورونه میلمانه وو هره شیبه یې د تیر وخت یوه یوه کیسه یادوله له ډیرو فکرونو وروسته مې ناڅاپه له زړه نه یو اواز پورته شو چې هغه به ستا په تمه وي درې میاشتې وشوې چې یو له بله لري یاست ما هم د دغه اواز ځواب نه درلوده یوڅه کتابونه مې ترڅنګ کړل د میرویس میدان په لوري روان شوم په لاره یوه دوکان ته وردننه شوم یو څه د مینې تحفې مې واخستې، روان شوم د وطن د موټرو تم ځای ته ورسیدم د موټر یوه سورلۍ کمه وه زما په ورتلو سورلي پوره شوه د کلی په لور مو حرکت وکړ په لاره د خپلې معشوقي د لیدو او خبرو سوچونه مې په سر کې ګرزیدل هره شیبه په ساعتونو بدلیده درې ساعته مو مزل وکړ د عمومي سرک نه موټر زمونږ د کلي په لوري مخ وګرځوه څو شیبې وروسته کلی ته څو سوه متره فاصله پاتې وه چې د هغه لوري د دریا اواز زموږ په غوږونو کې انګازې وکړې موږ هم یوه او بل ته وکتل چې دا دریا څوک وهې څه خبره ده چا ته یې واده کړی، ټوله سورلۍ په همدې سوچونو کې ډوبه وه زما سوچ بل لوري ته پرواز وکړ د واده او خپلې مینې په اړه یې په هوا کې لوړ لوړ پروازونه کول چې زموږ د موټر په طرف یو هلک په منډه منډه راغی د موټر ډریور ورنه پوښتنه وکړه چې دا اواز د څه دی، چا ته یې واده کړی که بله کومه د خوښۍ خبره ده؟ هلک په موټر کې یوې او بلي خوا ته وکتل خپل مسافر پلار یې، چې له ښاره د کلی په لوري روان، لټاوه. په لوړ اواز یې وویل د پلانې د لور دسمال وړي په هغه بل کلي کې يې ورکړې اوس راغلي دسمال وړي د هلک د دې بد خبر په اوریدو مې لاس او پښو په لړزه شروع وکړه رنګ مې زیړ، په سر مې درد شو هغه د خیالونو مرغه چې په هوا کې يې د خپلې معشوقي د لیدو او ښایست کیسې کولي په ځمکه راوغورځېد، د تل لپاره رانه ورک شو ما هم هغه تحفي له ځان سره یوړي يه ابو کې مې د خپل زړه سره یوځای واچولي چې تر نن ورځې یې په خوبونو کې وینم اوبس .

One thought on “ناکامه مینه / خالد احمدي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *