۱۳۹۳ د لړم ۱۴
د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت له لوري « انسان په بې وزلۍ کې» په نوم موسسې په همکارۍ د کرنې نړیوال نندارتون پرانېستل شوی دی.
دغه نندارتون نن چهارشنبې او سبا د پنجشنبې په ورځو ( د عقرب په ۱۴ مه او ۱۵ نیټه ) د کابل په بادام باغ کې د خلکو په مخ پرانیستی دی.
ددې نندارتون له پرانیستې څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت موخه داده، چې په هیواد کې د ۱۵۰ بابه تخنیکي او مسلکي مرکزونو له ډلې د کرنې د ښوونځیو او انستیتیوتونو د زده کوونکو د کړنو ستاینه وشي او له دې لارې نور ځوانان مسلکي زده کړو ته وهڅوي. د دوی په باور چې د افغانستان اقتصاد د کرنې له لارې پراختیا او پیاوړتیا پیدا کولای شي.
د پوهنې وزارت غواړي، چې ددغه ډول نندارتونونو له لارې د کرنې د ښوونځيو او انستیتیتونو لپاره عملي پروګرامونه وړاندې کړي.
افغانستان یو کرنیز هیواد بلل کیږي، چې د کرنې په عصري کیدو او مسلکي کیدو سره به ددغه هیواد اقتصاد ژر وده وکړي او دغه هیواد به د کرنیزو محصولاتو له اړخه په ځان بسیا شي.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست