تاند- د افغانستان بانک ريیس وايي چې د کابل بانک قضیه، چې پر اساس یې د دغه بانک د ونډه والو له لوري نژدې یو ملیارد ډالره غلا شوي وو، حل شوه.

د افغانستان بانک رييس نور الله دلاوري نن /چهارشنبه/ وویل، تر ۳۳۰ ملیون ډالره ترلاسه شول او د پنځه سوه او شپږ سوه ملیون ډالرو په ارزښت جایدادونه موندل شوي دي.

کابل بانک په ۲۰۱۰ میلادي کال سقوط وکړ او د افغانستان بانک کنټرول ته وسپارل شو.

نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي له واک ته رسېدا وروسته د دولت خزانې ته د کابل بانک د لوټ شویو پیسو د سپارلو او د دې قضیې د حل کولو لپاره یوه نیمه میاشت ضرب الاجل وټاکه.

اشرف غني له فساد سره مبارزه د خپل کار یو لومړیتوب بللی دی او له ځکه چې له واک ته رسېدا سمدستي وروسته د کابل بانک د قضیې د څېړلو امر وکړ.

ښاغلي دلاوري په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ۵۰۰ سوه ملیونه او ۶ سوه ملیون ډالرو ترمنځ شتمنۍ او جایدادونه تشخیص شوي او اوس د محکمې او د امریکا د متحدو ایالتونو په شان د نورو هیوادونو له لارې تعقیبېږي.

د افغانستان بانک رييس وویل:«دا قضیه نوره معما نه ده. څه چې شوي، شوي دي. موږ مسووله یوو، چا چې پیسې ایستلي مسوولیت لري او کوم کارونه چې نه دي شوي هغه محکمې ته حواله شوي، اوس دا په محکمې پوري اړه لري چې پرېکړه وکړي.»

د کابل بانک قضیې د افغانستان پر مالي سیستم د نړیوالو اعبار له منځه یووړ. له دغه بانک څخه د ۸۳۵ ملیون ډالرو ورکېدا د افغانستان د ټول کالني ناخالص تولید له پنځو فیصدو سره برابر و.

4 thoughts on “د افغانستان بانک ريیس وايي، د کابل بانک قضیه حل شوه”
  1. تمام مردم وطندوست افغانستان از رییس جمهور میخواهند که مجرمین قضیه کابل بانک را به پنجه قانون بسپارد و واقعا به مردم نشان بدهد که قانون را اول بالای زورمندان تطبیق میکند . و اگر نه مردم فکر خواهد کردند که زور دولت بالای آنها نمیرسد.

  2. تر اوسه لا د قضيې اصلي موخه تر بړستن لاندې ده. دا چې محکمه به څه کوي او کله به دا جايدادونه دولت ته حواله کيږي خدای ترې خبر خو دا هم ماته سياسې معامله ښکاري. ځکه زمونږ مشران لا تر اوسه ه خلکو ته رښتيا نه وايي

  3. دغه ته باید تر هغی د حل شوه ټکی ونه ویل شی چه تر څو پوری پیسی د بانک اکاونټ ته نه وی راغلي. مجکمی لا فیصله نه ده کړی او بهرنی هیوادو کی شتمنی باید کنګل شی حرص شی او بیا پیسی کابل بانک ته انتقال شی. چه هره برحه کی یی حنډ پیدا کیدای شی او پیسی ورکیدلای شی. نو ښاغلی دلاوری صاجب څرنګه حل شوه؟ هفه د چا حبره چه غوایا حلال لا نه دی او حانک یی محی ته ایشودل شوی دی.

  4. محترم دلاوری صاحب ‘ دا څه ستا د مور حکومت ندی چه قضیه ختمه شوه کوم مجرمین چه خارج ته تختیدلی وو ایا هغه ګرفتار شوی او که نه که چیرته ګرفتار شوی وی ولی پری قانون نه تطبیقیږی ؟ ته هم یوتاریخی غل یی کوشش مه کوه چه د ملت په سترګو کی خاوری واچوی او نور پدی نوی دولت کی مداخله
    مه کوه.
    په درنښت فهیم الله هدایت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *