تاند- د پاکستان د پوځ عامه اړیکو نن په ټویټر کې ولیکل چې د دغه هیواد لوی درستیز جنرال راحل شریف سبا /پنجشنبه/ کابل ته سفر کوي.

په خبر کې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز به د افغانستان په دې یو ورځني سفر کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، اجراییه رييس عبدالله عبدالله، دفاع وزیر بسم الله محمدي، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او یو شمېر نورو جګپوړو پوځي چارواکو سره وویني.

دا به په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز لومړنی سفر وي.

دا سفر پاکستان ته د ولسمشر غني تر سفر مخکې کېږي.

ولسمشر غني تېره میاست (سپټمبر) په کابل کې د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سرتاج عزیز سره په کتنه کې اسلام اباد ته د سفر لپاره د پاکستان د صدراعظم بلنه ومنله خو ویې ویل چې تر دې سفر مخکې باید یو لړ مسایل روښانه شي.

ښاغلي غني د سعودي عربستان او چین له سفره وروسته روانه اوونۍ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له پاکستان سره ډېرې خبرې شوي، اوس د عمل وخت دی او باید لومړی وګوري چې پاکستان عملاً څه کوي.

ښايي راحیل شرف له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان پر رول او همکارۍ خبرې وکړي.

له ځینو نښو داسي ښکاري چې پاکستان د افغان طالبانو د ملاتړ په برخه کې د خپلې پالیسۍ پر بدلولو غور کوي. نو ناشونې نه ده چې جنرال راحیل شریف افغان چارواکو ته ډاډ ورکړي چې طالبان به د پخلاینې بهیر ته حاضر کړي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد لوی درستیز به ښايي په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د ځالو په اړه هم خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *