خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٢، ٠٤،١٢
کندهار افغانستان – د پوهني رياست له خوا د دوولسم ټولګيو څخه ٣٠٠ تنو هغو فارغينو ته ستاينليکونه ورکول سول چي په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کي په لومړۍ، دويمه او درېيمه درجه فارغ سوي وو.
هغه غونډه چي د کندهار ولايت مقام په نوښت او د پوهني رياست په هڅو د تاج محل سالون په تالار کي جوړه سوې وه پکي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ګډون مرستيال والي، عبدالقيوم پتيال، د ولايتي شورا يو شمېر غړو، دولتي رئيسانو، قومي مشرانو او د سلګونو شاګردانو والدينو برخه اخيستې وه.
د کندهار د پوهني رئيس شير اغا صافي يادې غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، ١٣٩١ او ١٣٩٢ يم کلونه د معارف په برخه کي له پرمختګونو او لاسته راوړونو ډک وو چي ښه بېلګه يې د همدې کلونو په اوږدو کي د کندهار او يو شمېر ولسواليو په کچه د ٣٦٠٠ تنو ښځينه او نارينه شاګردانو فارغه کېدل دي.
صافي يادونه وکړه که څه هم تېر کال د نورو کلونو په پرتله له دوولسم ټولګيو څخه د فارغينو شمېره زياته وه خو د نوموړي په خبره سږ کال يې ياده شمېره چي تېر کال ٢٠١٩ تنه وه پنځوس سلنه نوره هم لوړه سوې. او هيله يې وښوده، که چيري د معارف په برخه کي هلې ځلې نورې هم ګړندۍ سي په دې برخه کي به نور پرمختګونه هم رامنځته سي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا يادې غونډي ته د خبرو پر مهال وويل، ” تاسي پوهېږئ، چي يوه ټولنه د خپل تعريف له مخي هغه وخت کامله او مکمله ګڼل کېږي، څو په يوې لويي اجتماع بدله سي. کوچني سازمانونه کور، مسجد او مکتب دي او دغه واړه سازمانونه دي، چي نور کوچني سازمانونه هم په ځان کي را نغاړي. هر وخت چي کور، مسجد او مکتب سره وصل سول، په دې پوه سئ، چي د يوه اجتماعي نظام ستني او اساس په وجود راځي. د دغو وړو سازمانو په وصلولو کي والدين، علما کرام او معلم او متعلم ډېر لوى رول ادا کولای سي “.
اوسمهال د کندهار ښار او ولسواليو په کچه ٤٣١ بابه ښوونځي په بشپړ ډول فعاليت لري چي د ٥٣٠٠٠ ښځينه شاګردانو په ګډون ١٧٧٤٦٦ تنه پکي زده کړي کوي