په امريکا کې نوموتې جريدې « فوربس» په نړۍ کې د ځواکمنو افرادو نومونه خپاره کړي چې د روسيي ولسمشر « ولادي مير پوټين» پکې لومړی ځای لري.
په دغه جريده کې له ۲۵ هيوادونو څخه د ۷۲ تنو نومونه اخیستل شوي، چې لومړی ځای پکې د پوتین دی او د امریکا ولسمشر باراک اوباما دويم ځای لري.
د فوربس جريدې په دغه نومولړ کې د چين ولسمشر «شي جن پنګ» دريم ځای خپل کړی دی.
په نومولړ کې د داعش وسلوالې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي نوم هم شته.
همدارنګه د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي، د جرمني صدراعظمه انګیلا ميرکل، د سعودي پاچاعبدالله، او د فيسبوک مشر نومونه هم ليدل کيږي.