د ادارې فساد زړه بدنامه کلیمه مو له رسنیو ،ملګرو… اونورو له خولې ډیره اوریدلې، زموږ په ګران هېوادکې دځوانې دیموکراسۍ په دې کم عمر کې ددې بدنامې کلیمې له نوم سره واړه او لویان ټول پوره بلد شول او په دې باوري دي چې په ادارو کې ادارې فساد دومره پراخ او بربنډ شوی دی چې هیڅ کار پرته له پېسونه ترسره کیږي،مقررۍ په پېسو،بستونه په پېسو،په ښوونځیو او پوهنتونونوکې کامیابیدل په پېسو او ان په انتخاباتوکې بریا هم دپېسو پورې کلکه تړلې شوې پروسه ده، یعنې که پېسې ولري نو بیادې ته اړتیا نشته چې دټاکنو له ترسره کیدو وړاندې منډې ترړې ووهې ،کمپاین وکړي، ډیر مصارف وکړي،کلیو او بانډوتا سفرونه وکړي،دخلکو سره غونډې وکړي او خپلې برنامې ورته بیان کړي.

که یوکس وغواړي چې دولس د وکیل په توګه مخکې راشي، ولایتي شورا او پارلمان ته لاره پیدا کړی، مجبور نه دی چې تبلیغات وکړي،دفترونه ونیسي ،خپلې برنامي خلکوته بیان کړي.لنډه لاره یوازې دي په سرای شهزاده کې یو څو ډالره دټاکنو کمیسیون د دلالانو په لاس ورکړي پرته له دې چې رایه ولري،صندوق يې ډک وي او ستړی شي بریالی کیږي.

د لويې پکتیا یو کس چې دنوم له اخیستلو يې ډډه کوم ویل يې ومي غوښتل دولایتي شورا وکیل شم، منډوترړو ، تبلیغاتو، غونډو،دفتر نیولو اونورو مصارفو ته ډیر په تشویش کې ؤم،ویل مې که مصارف دې هم وشي او بریالی نه شي نوبیا؟ همدې اندېښتې ته کتو مې یو ملګري راته وویل ایا په رښتیا غواړي چې دولایتي شورا وکیل شی ؟ ما ورته وویل هو په رښتیا غواړم، ملګري مې راته وویل ډیره اسانه ده، دټاکنو دکمیسیونونو دلالان په سرای شهزاده کې ناست دي،کولی شو چې دهغوی سره خبرې وکړو، درايو پسې مه ګرځه، هسې بې فایدي به دې پېسې له لاسه ورکړي،دهمدې کس په وینا چې اوس بریالی شوی دی، ویل دملګري سره مې سرای شهزاده ته لاړم ،دیو کس سره چې دټاکنو دکمیسیون دلال ؤ خبرې وکړي،خبره مو ورسره دڅو ډالرو په بدل کې خلاصه کړه،دادی اوس بریالی یم.

ډیری هغه چې اوس بریالی دي په درغلیو يې صندوقو ډکونه ډک کړي وه،دحوزو ساحوي ناظمین يې په پېسو اخیستي وه، هلته چې مرکز ته ښځې په نوم هم نه وي تللي کارتونه وړل شوي او صندوقونه پرې ډک شوي دي، دې کړنو ټول هغه کسان له بریا پاتې کړل چې په رښتیا هم اهلیت او وړتیا يې لرله او موخه يې یوازې او یوازې دې خاوري ته خدمت کول ؤ، هغه بریالی شول چې پېسې يې لرلې، په درغلیو يې صندوقونه ډک کړي وه… اونور.

دا کسان چې دلکونو ډالرو په ورکولو سره ، په پراخو درغلیو او نورو غیر قانوني کړنو سره دبري تر بریده رسیدلي څه فکر کوئ چې دوی به په اینده کې خدمت وکړي او که دخپلو ورکړل شویو پېسو څو برابره ددې خوار او مظلوم ولس دوینو په څکلو سره ترلاسه کړي.

بریالیو نوماندانو چې ولایتي شورا ګانو ته يې په همدې ناروا او غیر قانوني کړنو ځان رسولی او په ډیرو ولایتونوکې يې دلوړې مراسم هم ترسره شوي، سنا ته دلار موندنې په موخه هڅه کوي یو ځل بیا د ډالرې معاملو په مټ ځان ورسوي ایا په رښتیا هم دغه کسان همدا دشان د خدمت لیوني دي او که نه خبر بل څه ده؟

بیا همدغه کسان په ټلویزیونونوکې کښېنې او دقانون او بشر حقونوخبرې کوي،هغه خبره رایاده شي غل هم چیغي وهي چې غل دی او کور واله هم چیغي وهي چې غل دی،موږ حیران یو چې اوس قانون ماتونکي څوک دي چې دوی دومره ښه خلک دي .

که نوی ولسمشر یادو ستونزو ته جدي پاملرنه ونکړي او دټاکنو په کمیسیونونوکې پراخ اصلاحات رانولې دخلکو شته هیلې به چې له نوي حکومت څخه يې لري له خاورو سره برابرې شي، نو دې ته په کتو له ولسمشر څخه مو هیله ده چې دټاکنو کمیسیونونوکې پراخ اصلاحات راولي،د ادارې فساد روانه بدنامه پروسه چې زموږ دهېواد باور يې په نړیواله کچه زیانمن کړی جدي مبارزه وکړي،په اداري فساد او بې عدالتیوکې ښکیل کسان ونیسي او دقان��ن په رڼاکې يې په سزا ورسوي.

په همدې لوی هېله

2 thoughts on “عجیبه ولسواکي بې له رایو کامیابي/ ایمل افغان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *