همایون بابر – که څه هم چې د کندوز غالۍ د هېواد اوحتی نړۍ په کڅه له ښه کیفیت اونوم څخه برخمنې  دی، خوویل کیږي چې د تېروکلونو په پرتله په دې وروستیوکې د دغه غاليو بهرني بازارونه کمزوري او  بې خونده شويدي او مینه وال او اخیستونکې  يي ورځ تربلې مخ په کمیدو دی.

د کندوز دغالۍ ابدونکود ټولنې مشر عبدالله کلانتري وایې تراوسه پورې دکور دننه  د کندزي غالیوبازار لا اوس هم ګرم دی هغه زیاتوي: «له ۱۳۸۵او ۱۳۸۶ کال نه راپدې خوا هرکال زمونږ دغالیوبهرنې بازارونه مخ پرسړېدودي،زمونږ د غالیو پېرودونکو شمېر مخ پرکمېدو دي خو شکر دی چې زمونږ کورنۍ پېرودل  ښه شوي او مخ پرښه کېدو دي، زمونږ د کندوز څه دپاسه ۴۰ سلنه غالۍ دافغانستان کورنۍ مصارف کیږي.»

د کندوز دغالۍ اوبدونکود ټولنې مسؤل همدارانګه وایې چې سره له دې چې د کندوز غالۍ پخپله دافغانستان کورنۍ لګښت پوره کوي خو بیاهم په دې ولایت کې  دغالیو د بهرني بازارونو بې خونده کېدل د هغو پرتولیداتوهم اغیزه کړي نوموړی وایې:

«کوم ارقام چې له مونږ سره وه، مونږ هرکال خپل راپورونه راټولول، په  ۱۳۸۵ او ۱۳۸۶ کلونوکې مونږ په کال کې څه دپاسه ۱۰۰ زره مترمربع غالۍ تولیدات درلود خو کوم ارقام چې په ۱۳۹۲ اوله هغه وروسته زمونږلخوا راټول شوي، زمونږ تولیدات ۳۲ زره مترمربع غالیوته رسیږي.»

پخوا په کندزولایت کې غالۍ اوبدونکویوازې د ډول ډول غالیو د اوبدولوتوان درلوده خو اوس په دې ولایت کې وروسته دغالۍ له اوبدلوڅخه دهغه د پروسیس امکانات هم شته دی، دغالۍ اوبدونکو د ټولنې مشر عبدالله کلانتري وایې چې  په یاده څانګه کې لازم امکانات دآلمان هېواد لخوا هغوته برابرشوي ډي نوموړی زیاتوي:

«مخکې مونږ په کندوزکې دغالیود پروسیس مرکز نه درلوده، دا مونشوای کولاي چې غالیوته ټکان ورکړو، قیچي یې کړو، ومینځو، داسې موارد هم مونږ درلودل چي غالۍ به موله دې ځاي څخه پاکستان ته یووړ، هلته به مو پرېمنته اوبېرته به مو افغانستان ته راوړاو دلته به مو وپلوره، دآلمان هېواد دجې آی زیډ نوي دفتر لخوا مونږ ته دغالیود پروسیس مرکز ورغول شو، له ۲۰۱۰ میلادې کال نه چې جوړشوی تروسه الحمدالله دټول کندزغالۍ خو نشم ویلي خو ۵۰ سلنه غالۍ یې په همدې مرکزکې پروسیس کیږي.»

له بلې خوا بیا د کندوزولایت یوشمېر غالۍ اوبدونکي په دې باور دې چې په دې ورستیوکلونوکې د بهرني تولیداتو وارېدېدل په کورنۍ بازار هم د هغوپرتولیداتوناوړه اغیزه کړې ده کندوز ښارله غالۍ پلورونکوڅخه یوتن محمدنعیم په دې اړه داسې وویل:

«کله چې دغالیو پیر اوپلور نه وي نوخلک یې هم نه اوبدي، ځکه بهرني غالۍ اوس ارزانه دي، ماشیني غالۍ دي چې ټول ګازي دي نوډیری خلک هماغه غالۍ خوښوي او اخلي یې ځکه ظاهرې بڼه يي هم ترکورنیو ښه ده .»

همدغه راز بیلتون چې په کندوزښار کې  د غالیو پلورنځۍ لری وايي، که دولت د بهرنیو غالیو را واردیدو مخه ونه نیسي او کورنۍ غالۍ باندی پانګونه ونکړي نو ددی احتمال شته چې دغه د پیړیو پیړیو لاسې صنعت له منځه لاړ شي هغه زیاته کړه (( اوس اوس زمونږ ډیری خلک د کورنیو غالیو پرځای بهرنیو ته ترجیح ورکوي، ځکه هغه ارزانه او ظاهريي ښکلې دی خو ترڅنګ يي ددی ویره موجود ده چې دغه صنعت له هیواده خپله لمنه ټوله کړی، ځکه دولت دغه او نورو لاسې صنایعو ته پاملرنه نه کوي کسبه کاران يي نه حمایه کوي په بهرنیو بازارونو کنټرول نشته دی نوځکه دغه حال دی.))

اوس مهال  په کندوز ولایت کې د غالیو اوبدونکولخوا بیلابیل ډوله غالۍ اوبدل کیږي خو ویل کیږي کوم غالۍ چې د خال محمدي غالۍ په نوم یادیږی ترنورو غالیو باندي دی او قیمت يي هم تر نورو لوړ دی.

د کندوز دغالۍ اوبدونکو د ټولنې د چارواکوپه وینا په تېروکلونوکې په دې ولایت کې د غالۍ اوبدونکوکسانو شمېرکابو ۱۵ زروتنوته رسېده خو سږکال  کې د ټولنې  د سروي له مخې  شمېريي  ۱۰ زره کسانوته راټیټ شوی، او ډیری کارګران هڅه کوي چې د غالیود کسب پرځاي نور کسبونه ځانته خپل کړي.

همایون بابر / کندوز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *