تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد له یوې پخوانۍ دیپلوماتې او د پاکستان د چارو له ماهرې فدرالي تحقیقاتي ادارې پوښتنې – ګروېږنې پیل کړي او د هغې کارت، چې په وسیله یې د پټو او حساسو اسنادو د لیدلو اجازه لرله، تېره میاشت لغوه شو.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت وویل چې له امنیتي چارواکو سره د رابین رافېل په باب په تحقیقاتو کې همکاري کوي.

نوموړې یو وخت په تونس کې د امریکا سفیره وه خو ډېر وخت یې له پاکستان سره د امریکا د ملکي سلاکارې په توګه کار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي وویل، د رافېل کار له تخنیکي پلوه د نوومبر په دوهمه پای ته رسېدلی، خو د کار کارت ورڅخه په اکتوبر کې واخیستل شو او په دې توګه د دې ماموریت عملاً پای ته ورسېد.

جین ساکي وویل:«د بهرنیو چارو وزارت د موضوع په اړه له خپلو امنیتي چارواکو سره همکاري کوي. د مېرمن رافېل وظیفه پای ته رسېدلې. دا نور د باندنیو چارو وزارت ماموره نه ده.»

د رابین رافېل خاوند په اتیایمه لسیزه کې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر و خو په یوه هوايي پېښه کې د پاکستان د هماغه وخت له دیکتاتور واکمن ضیا الحق سره ووژل شو.

پاکستاني ژورنالیست حامد میر له ملا عمر او بن لادن سره د کتنې په باب یوه پاکستاني تلویزیون ته په مرکه کې ویلي و چې له ملا عمر ته یې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیره رابین رافېل د ده ملاتړ کوي نو ملا عمر په ملنډو مخ ته لاس ونیوه چې یوه ښځه یې ملاتړ کوي.

ایف بي آی یا د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې د رافېل د تحقیقاتو په باب له څه ویلو ډډه کړې او تراوسه څرګنده نه ده چې له هغې څخه څه ډول پوښتنې شوي دي.

خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې، چې لومړی پلا یې له رافېل څخه د تحقیقاتو راپور خپور کړ، ویلي چې د مېرمن رافېل قضیه له جاسوسي ضد مسایلو سره تړاو لري او په واشنګټن کې د رافېل کور د اکتوبر په یوویشتمه تلاشي شوی دی. خو پر هغې رسمي تور نه دی لګول شوی.

رافېل، چې په تونس کې سفیره وه، وروسته د ولسمشر کلنټن د حکومت په مهال د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله وه. دا په ۲۰۰۵ میلادي کال له دېرش کلن ماموریت وروسته تقاعد شوه، خو په ۲۰۰۹ میلادي کال په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له لوري له پاکستان سره د امریکا د پرمختیايي او ملکي مرستو د څارنې لپاره په قراردادي ډول وګومارل شوه.

دوه کاله وروسته واشنګټن ته ستنه شوه او تر تېرې میاشتې پوري يې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان د خاص استازي په دفتر کې کار کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *