د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د پاکستان الف لوبډلې پر وړاندې د لوبیدونکې افغان الف لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي الف لوبډلې لپاره د نړیوالو پرمختیایي زمینو برابرولو په موخه د پاکستان ملي الف لوبډلې سره یوه شل اوریزه سیالي چې د روان زیږدیز کال نومبر په ۱۵ نیټه به په پاکستان کې په لاره واچول شي برابره کړې ده. دغه سیالي چې د افغانستان له لوري به د الف لوبډلې لوبغاړي پکې ونډه اخلي او د پاکستان له لوري به هم د شاهد افریدي په مشرۍ ددوی الف لوبډلې لوبغاړي پکې ونډه ولري، په پاکستان او افغانستان کې به د ځایي تلویزیوني چینلونو له لوري په ژوندۍ بڼه نشر شي.

1د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د دغې سیالۍ په لاره اچول یو ګټور ګام بولي. نوموړی وایي چې ددغه سیالۍ په لاره اچول به د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکټ فضاء لوړولو ترڅنګ د ملي لوبغاړو پر وړتیا رغونې هم خورا مثبتې اغیزې ولري.

2 thoughts on “د پاکستان الف لوبډلې پر وړاندې افغان الف لوبډله اعلان کړه”
  1. د مقابل لوري تيم مو نه دي اعلان كري او بل نجيب تركي دي نجيب ميره كي نه دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *