تاند- رابرټ اونیل هغه امریکايي کومانډو دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال یې د پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن پر کور په حملې کې برخه لرله. دی وايي چې په خپله یې پر اسامه بن لادن ډز کړی او د ده په مرمۍ ووژل شو.
رابرټ اونیل پخوا د بن لادن د وژلو د عملیاتو جزییات څرګند کړي ول خو خپل هویت یې پټ ساتلی و.
ده واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه یې د نړۍ تر ټولو خطرناک سړی په ډزو وویشت.
د اونیل پلار د بن لادن په وژلو کې د خپل زوی رول تایید کړی.
رابرټ اونیل، چې د امریکا د نیوي سیل د ځانګړې کوماندو ځواک غړی و او اوس تقاعد دی، د امریکا د مونتانا ایالت اوسېدونکی دی.
ده په خپل ۳۸ کلن عمر کې د امریکا په پوځ کې ۱۶ کاله خدمت کړی او څلور میډالونه یې ګټلي دي.
اونیل په ۲۰۱۳ میلادي کال د امریکا له مشهورې مجلې (سکوایر) سره په یوه اوږده مرکه کې په ایبټ اباد کې د بن لادن پر کور د حملې جزییات څرګند کړل، خو هماغه وخت یې له اسلامپالو څخه د وېرې له کبله خپل نوم نه و ښوولی.
ده وویل چې اوس هم دوه ډوله احساس لري. له یوې خوا خوښ دی چې د بن لادن په وژلو یې خپل هیواد او د نیویارک اوسېدونکو ته لوی خدمت کړی او له بلې خوا د اسلامي سخت دریځو له لوري خپل سر ته خطر ویني.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې رابرټ اونیل د روان نوومبر په ۱۱ مه او ۱۲ مه د فاکس نیوز خبري شبکې په یوه تلویزیوني خپرونه کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژلو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي.
اونیل د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د کور په درېم پوړ کې د هغه د وژلو کیسه داسي بیان کړه:«بن لادن ولاړ و. په اوله شېبه کې مې د ده ډنګروالي، لوړې ونې او لنډې ږیرې ته پام واوښت. دا ټولې نښې مې یو ناببره ذهن ته راغلې. بن لادن یو ډول سپینه خولۍ پر سر کړې وه، خو د سر وېښتان یې پاک خرېیلي ول.»
ده همداراز وویل:«ما فوراً پرې ډزې وکړې. دوه مرمۍ مې پر تندي وویشت، ټک ټک… په دوهمه مرمۍ ولوېد، د خپل تخت ترڅنګ لوېدلی و او ما درېم ډز پرې وکړ، بیا هم پر تندي. وژل شوی و، شور یې نه خوړ، ژبه یې له خولې راوتلې وه، ما یې د ژوند وروستۍ شېبې څارلې.»
امریکايي چارواکو تراوسه پوري د رابرټ اونیل د څرګندونو یا دې افشاګرۍ په اړه څه نه دي ویلي. تر دې مخکې په ۲۰۱۳ میلادي کال د امریکا د پوځ یوه بل کومانډو هم د بن لادن د وژلو په عملیاتو کې د ګډون ادعا کړې وه.
څنګه موږ باور وکړو چی بن لادن د په رښتیا وژل شوی وی؟. امریکا یان وایی چی د بن لادن مړی باندی یی دروند وزن وتړه بیا یی په اوبو کی واچوه. زما عقل خو یی نه منی چی په رښتا د بن لادن دوی وړ کړی وی. دا ځکه چی بن لادن خو امریکا ته ډیر خد مت کړی نو د خدمت په مقابل کی یی ولی مړه کاوه. بل دا چی دوی خو به عقلآ یوه ویډیو یا نور داسی شواهد نړۍ ته ښودلی چی موږ اوس باور کړی وای چی دغه قهرمان دا کار کړی دی.
ګرانو دوستانو ،ژورنا ليستانو بن لادن په 2006کال دجون په مياشت کی دخپلی ناروغی له کبله مړشوی ،که چيری دوی وژلی نو ولی يي هغه صحنه او مړی خلکو ته ښکاره نکړ؟
da drogh de balkol drogh
لکه نن چی یو کس راپیداشو او دا ادعا یی وکړه چی اسامه ما مړ کړ او په تندی می دری مرمی وویشت نو ویدیو به هم یو کال وروسته جوړه کړی او بازار ته به یی راوړاندی کړی خو څوګ به پری باور وکړی. داټول دروغ دی، دوی ته دا د ټولی دنیا خلک لیونیان او کم عقل ښکاری، دوی فکر کوی چی سه وایی نو ټول خلک یی قبلوی.
ګرانو دوستانو
ترکومه چی زه معلومات لرم دطالبانواوالقاعده لوی قومندانان تر ډیره نه غواړی چی له امریکایانو سره بندیان شی اوژوندی ونیول شی له یوچاد خولی می اوریدلی چی داسامه په اړه یی ویل چی هغه دامریکایانو لخواونیول شواوهغه وخت چی هلیکپټر ته پورته شوځان ته یی انفجارورکړځان اوپکی ټول سپاره یی له منځه یووړه اودعینی شاهدانوپه اساس دهلیکپټر توکړی اودفوځیانو لباسونه لیدل شوی وه اودوهم داچی دوهم هلیکپټر خپله دامریکایانوپه واسطه وویشتل شومطلب داچی هیڅ امریکایی فوځی چی پدی عملیاتوکی یی برخه درلوده ژوندی نه دی پاتی