عزیز احمد تسل –

د هرات ولايت یو تن ۲۹ کلن خبريال سید مولاداد یعقوبي نن په ډيلي کې د ور پېښې ناروغۍ له امله له دې دنيا نه سترګې پټې کړې.اروا ښاد يعقوبي  له تيرو ۸ میاشتو راهیسې له سرطان ناروغۍ اخته و.

نوموړی تيره مياشت د ژورناليستانو د يو شمير ټولنو په مالي همکارۍ هندوستان هيواد ته وليږل شو، د يعقوبي ناروغي مغزي سرطان تشخیص شوې وه او د ډاګټرانو د مسلسلې درملنې سره سره نن په حق ورسيد.

يعقوبي په دې وروستیو کې له پژواک او اريانا ټلويزو سره په هرات ولايت کې د خبريال په توګه کار کا و.

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديه د يعقوبي مړينه د افغانستان د رسنیو لپاره لويه تشه بولي او مرحوم ته ددعا لاس پورته کوي.

د سيد مولاداد يعقوبي ژوند ليک

سید مولاداد يعقوبي د سيد امين کربلايي زوی دی چې په ۱۳۶۴ ه ل کال زیږېدلی و، مرحوم د هلمند ولايت د باغران ولسوالۍ اوسيدونکی و، تر ۱۲ ټولګي پورې يې په هرات ولايت کې زده کړې کړې وې.

يعقوبي له ۱۳۸۸ را په دېخوا د هرات ولايت له ملي ټلويزیون،او په همدې ولايت کې د پژواک خبري اژانس او اريانا ټلويزیون سره د عکساس او خبريال په توګه کار کاوه .

یعقوبي د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي اتحاديې د غړي توب تر څنګ د یو شمير نورو ټولنو غړيتوب هم درلود.صادق او په کار مين خبريال و.که څه هم د ژورناليزم په برخه کې يې زده کړې کمې وې خو کار يې ډير با مسوليته او چټک و.

له مولاداد یعقوبي نه ناروغه ميرمن ، يوه ماشومه لور ، ماشوم زوی او په سترګو معیوب ،په پښو شل پلار پاته شول، مور يې تير کال د ور پېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *