محمد عارف رسولي

لیکوال: محمد عارف رسولي

په بیوزله هیوادونو کې چې انساني، ټولنیزه، زیربنایي او نورې پانګې کمزورې وي حکومتونه د خپلو خلکو د هوساینې لپاره سیي پالیسۍ او کړنلارې نشي طرح او پلي کولئ. په داسې هیوادونو کې که ښه زعامتونه رانشي او په سيي حل لارو سوچ ونکړي بیوزلی پکې دوام کوي او دا هیوادونه همداسې کمزورئ پاته کیږي. دا ستونزه پخوا هم وه خو په وروستیو څو لسیزو کې د رسنیو او تکنالوژۍ د بدلونونو او نړیوال کیدو په اثر د هیوادونو خلک له بهرنۍ نړۍ سره زیات په اړیکه کې دي او زر له بهرنیو مداخلو متاثر کیږي او د ملکونو ثبات تر پخوا آسانه تهدیږي. خو غمیزه داده چې د دې ملکونو ډیرئ سیاستوال اوسنیو مسئلو ته په زړو عینکو ګوري او د حالاتو سیي ارزونه نشي کولئ او نه سیي پریکړي کولئ شي.

په داسې هیوادونو کې فساد، ظلم، ناپوهي او بیوزلي دوام کوي، ځینې خلک مزې او چړچې کوي او ځینې نور ورته ګوري او عقدې لري. په پایله کې داملکونه د شخړو ښکار شي، خپل یووالئ ښه نشي ساتلئ اود بهرنیو کړیو د دسیسو ښکار کیږي. دولتی نظام چې کمزورئ وي دوام نکوي ملک کلونه له موثر دولت او حکومت څخه بې برخې شي نو دولتونه یې ناکام او داسي هیوادونه په بحران کې پاته کیږي. د هیواد سیاستوال او خلک د ستونزو په ریښه اي لاملونو نه پوهیږي، سیي پریکړې نشي کولاي او یوازې یوبل ملامتوي او د خپل ملک او خلکو د پرمختګ مخه ډب کوي.

په افغانستان کې هم چې د لسیزو شخړو او بهرنيو لاس وهنو په اثرموږ له یوه موثر نظام څخه بې برخې شوو نو دولت مو د ناکامو دولتونو په کتار کې راغئ. کله چې په وروستۍ لسیزه کې په بیا رغونه پیل وشو او یو څه ښې لاسته راوړنې مو هم درلودې خو زموږ د دولت د ملي پالیسیو، ستراتیژیو، پلانونو، پروګرامونواو پروژو سم پلې کول ستونزمن کاروو. دا ځکه چې د پالیسیو په پایلو لرونکو فعالیتونو باندې بدلول ښو دولتي نهادونو، بیا بیا ارزونې، اصلاح او سیي پلي کولو ته اړتیا لري چې موږ نلرل او دولت مو د یوڅه لاسته راوړنو سره سره دا کار ښه ونشو کړلئ. ځکه چې زموږ د دولتي بنسټونو/نهادونو، علمي مرکزونو اوپه تیره بیا حکومتولي مو د اوږدو شخړو له امله کمزوري شوي ول. لکه چې پورته وویل شول دا ستونزه په نورو په بحران کې هیوادونو (Fragile States) کې همداسې وي.

د نظام د پالیسۍ، مدیریت او اکادیمیکي کړیو کمزورې اړیکې

دا پورته ستونزې کیدئ شی ډېرلاملونه ولري. خوزموږ په هیواد کې په تیره لسیزه کې د نورو ترڅنګ یو ستر لامل داوه چې د: (۱) پالیسۍ، (۲) مدیریت (آپریشن)، (۳) اکادیمیکي بنسټونو، او (۴) د خصوصي سکتور د حلقو ترمنځ کوم اړین او د غوره نیتجو لرونکئ دیالوګ، د ارزونې، زده کړې او اصلاح سیستم نه وو موجود. البته دا ستونزه په ټولو سکتورونو کې شتون لري خوپه دې لیکنه کې د زیربناوو، انجنیرۍ او مهندسۍ په ستونزو یو څه رڼا اچول کیږي.

د مثال په توګه که د ملک زعامت او د پالیسۍ حلقې د فقر ورکولو لپاره په اړینو سکتورونو کې ښه پایلې لرونکې پانګونه غوښته خو په کار وه چې ددې لپاره اړونده وزارتونو ښه ستراتیژیک پلانونه جوړ او سیي يې پلي کړئ وئ. مګر زموږ ډېر ستراتیژیک پلانونه تش په نامه ول، چا يې مالکیت نه درلود او په عمل کې نه پلي کیدل. زموږ په ملک او ورته شرایطو کې د ستراتیژیکو پلانونو نیمګرتیاوې:

(۱) لکه چې یو عالم وایي پلانونه هڅ شئ دي او پلان کول هرڅه دي. مانا داچې که کومه اداره په د خپلو کدرونو په سیي مشارکت سره پلان جوړ نکړي او ورباندې پوه نشي او مالکیت یې وانخلي نو ډېر موثر به نه وي. ترډېره زموږ د ادارو د پلانونو هم دا حال دئ. د اړینې ادارې رهبري او کارپوهان په کې ونډه نه اخلي او علاقه لرونکو خلکو ته سم نه تشریح کیږي، (۲) ډېر ځله له کوم سیي لرلید (Vision) سړه تړاو نلري، (۳) سیې او روښانه موخې نلري، (۴) د دې پلان د جوړولو پروسه، میتود او د پلي کولوسمه تګلاره کمه ترسترګو کیږي، (۵) او ترټولو مهم له جوړولو وروسته په الماریو کې پراته وي اونه پلي کیږي. په پایله کې دا پلانونه اړینه ګټه نلري.

په زیربناوو کې د پورته ستونزو روښانتیا

لمړئ مثال، له تمویل کوونکو غوښتل کیږي چې لوي بندونه تمویل کړي خو د خپلو نهادونو، پالیسیو، ظرفیت، تګلارو، د مرزي اوبو مدیریت اونورو اړینو ظرفیت جوړونو ته پوره پاملرنه نه کیږي. په خواشینۍ سره دا ستونزه د پالیسۍ د لوړې کچې او د مدیریت د حلقو ترمنځ دا څو کلونه حل نشوه او په پای کې په دې ساحه کې موږ کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

دوهم مثال، په پوهنتونونو کې زاړه درسونه ورکول کیږي خو په وزارتونو کې مو اړتیا معاصر او مسلکی منجمنت، د اوبو د زیرمو هر اړخیز مدیریت، د ځمکو د مسلکي آبیارۍ (Irrigation)، د ښاري پراختیا، د ټولنیزو، اقتصادي او محیط زیستي ارزونو او نورو ورته څیزونو ته ده. د پروژو تمویلوونکي دا غواړي او د سیمې د هیوادونو دوهمه او دریمه درجه کارپوهان په پورته کارونو له موږ نه د ټیټ کیفیت په مشورو ډېرې پیسې وړي او زموږ د کارپوهانو ظرفیت هم نه لوړیږي. خو زموږ له اکادیمیکي حلقي سره په دې څوک بحث نکوي چې څه باید درس ورکړل شي او څنګه.

دریم مثال، زموږ د زیربناوو د بیا رغونې او انکشاف کیفیت د اړینو قوانینو، مقرراتو، نورمونو او ستندردونو د کمزورتیا، نشتون، یا نه پلي کیدو او د تخنیکي کمښتونو له کبله خورا ټیټ دئ. په دې اړه د پورته حلقو ترمنځ کوم سم دیالوګ ونشو، لاملونه په ګوته نشول او دحل لارې و نه موندل شوې.

څلورم مثال، زموږ د ملک په یوه سکتور کې دوه یا درئ ارګانونه کارکوي او طبیعي خبره ده چې دهغوی په منځ کې کاري تداخل شته او اړینه همکاري او همغږي ستونزمنه او بیخي کمه ده. خو زموږ د پالیسۍ او مدیریت کړیو ونشو کړلئ چې دا ستونزه حل کړي. اړینه ده چې موازي ادارې ختمې او کاري تداخل پای ته ورسوي. په ځینو وزارتونو کې دولتي کارمندان یوازې په شعبو کې ناست وي او شین چای څکي خو کارونه ورته موقتی اجرائیوي واحدونه یاPIUs کوي. د دوي تشکیلات متورم، معاشونه یې کم، مورال یې ټیټ، تخنیکي او مسلکي پوهه یې کمه ده او نه زیاتیږي. دې کار د دولت د کارکوونکو په رول او وړتیا سخت ګزار کړئ دئ اولایق خلق دولتي ادارې خوشې کوي. دلته چالشونه شته او حل کول یې آسانه خبره نده خود پالیسۍ او مدیریت حلقې دیوه مرحله ایز پلان په مټ دا ستونزه باید حل کړي.

پنځم مثال، وایو چې زموږ اقتصادي وده د سکتور خصوصي په لارښونه (Private Sector Lead) ده خو د خصوصي سکتور له کمپنیو سره د کاري پلان (Business Plan) ، یا ستراتیژیک پلان د جوړولو او دیوه سم کاري چاپیریال رامنځ ته کول اړین دي. په خواشینۍ سره زموږ ساختماني شرکتونه یوازې دریم او څلورم لاس قرار دادونه په بدو شرایطو ترلاسه کوي.

په مالیزیا کې د ډېرو نوښتونو پیل د صنعتکارانو او د پوهنتون د استادانو له ګډو ناستو او بحثونو څخه وشو او اوس په امریکا کې له سلیکان valley سره مسابقه کوي. خو زموږ د اکادیمیکي او کاروباري خلکو ترمنځ د داسې تړاو لا تراوسه فکر هم ندئ شوئ.

په پای کې، کمزوره حکومتولي لکه د ساختماني پروژو په قرار دادونو کې کم روڼوالئ، سم حساب نه ورکول او د قانون نه پلی کیدل زموږ د ملک د زیربناوو د کیفیت د خرابوالي او زر خرابیدو لمړۍ لامل دئ. که دا سیي نشي نو هره بله هڅه به له ماتې سره مخ وی.

وړاندیزونه

  1. د هیواد د نوي زعامت او د ملي یو والي د حکومت لپاره اړینه ده ترڅو په دې پورته مسئله پوره غور وکړي او د هیواد د پالیسۍ، مدیریت، اکادیمیکي او خصوصي سکتور د کړیو ترمنځ یو دوامداره او ګټور دیالوګ رامنځ ته کړي.
  2. په کار ده کله کله د دې حلقو ترمنځ د ستونزو د څیړلو او حل لارو د موندلو لپاره یو سیي میکانیزم رامنځ ته او کارپوه کسان یې د انسجام لپاره وګوماري.

د یوه سړلوړي، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *