تاند- افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایې په بیلابیلو برخو کې د ښځو ونډې زیاتول د افغان حکومت یوه مهمه دنده ده.

ښاغلي غني، چې نن د افغان میرمنو د ځواکمنتیا د لوړولو پروژې د پرانستې په غونډه کې وینا کوله، وویل چې افغان حکومت هوډ لري چې د ښځو په ژوند کې ژور بدلونونه راشي او په هره برخه کې د هغوی د فعالیتونه زیات کړي.

دا پروژه چې د امریکا د نړیوالې پراختیایې ادارې یا یو ایس ای ډي لخوا یې ملاتړ کیږي د افغان ښځو د روزنې او ملاتړ په برخه کې ‍۲۱۶ ملیونه ډالره پانګونه کوي.

ده وویل، د ملي وحدت حکومت هوډمن دی چې د افغانستان د ښځو د مشارکت لپاره یو لړ بنیادي بدلونونه رامنځته کړي ترڅو هغوی وکولای شي د ژوند په ټولو برخوکې ونډه ولري.

په دغو مراسموکې د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ناروې د بهرنیو چارو وزیر بیرګې برنډې او د امریکا د متحده ایالاتو د انکشافي ادارې رئیس راجیو شاه، هم حضور درلود، ولسمشرغني د امریکا له ولسمشربارک اوباما، د امریکا له حکومت او د هغه هېواد د انکشافي ادارې له رئیس څخه له دغې حیاتې موضوع سره د مرستې له امله د مننې په ترڅ کې وویل: هیله لرم چې موږ ټول د افغان مېرمنو د تحصیل او مدیریت په ارزښت پوه شو.

محمد اشرف غني زیاته کړه چې د اسلام سپیڅلي دین هم ښځو ته زیات ارزښت ورکړی دی او د اسلام له لومړیو څخه ښځو د پام وړ او لارښوونکی رول لری دی.

ولسمشرڅرګنده کړه : هغه پروګرامونه چې د ملي وحدت حکومت د ښځو لپاره ترلاس لاندې نیولي دي، بدعت نه دی، بلکې هغه په اسلامي فرهنګ او تمدن کې ژوره ریښه لري. ده د اسلام په صدرکې د نومیالیو مېرمنو او همدا راز د افغان مېرمنو له مبارزو او په بېلابېلو برخوکې د هغوی له اغېزمن رول څخه هم یادونه وکړه.

ولسمشرغني په دې باندې په ټینګار سره چې د ښځو ونډه د ملي وحدت د حکومت لپاره حیاتي ارزښت لري، وویل چې ” د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا په پروګرام” کې چي په کومو څلورو مواردو تمرکزکیږي، نه یوازې زموږ لخوا د تائید وړ دی، بلکې د ملي وحدت د حکومت د پاملرنې وړ هم دی.

محمد اشرف غني وویل چې زموږ لپاره د ښځو د مشارکت کچه د منلو وړ نه ده او باید زیاتوالی ومومي او موږ د افغانستان په ستره محکمه کې د لومړنۍ مېرمنې د انتصاب لپاره پر خپلې ژمنې ولاړ یو.

ولسمشرغني دې ته په اشارې سره چې د نوي حکومت معیار وړتیا ده، وویل، موږ غواړو د سترې محکمې عالي شورا ته داسې یوه مېرمن انتصاب کړو چې له هیڅ اړخه له هغو نارینه وو څخه چې دغې څوکۍ ته انتصابیږي، کمه نه وي، موږ په قضایي او عدلي او د حکومت په نورو بنسټونوکې له دې اړخه بنیادي پانګونې ته اړتیا لرو.

همدا راز محمد اشرف غني د ښځو د بنسټونو پیاوړتیا مهمه وبلله، وې ویل چې په دې کار سره ښځې کولای شي له خپلو هغو حقوقو څخه چې اسلام او اساسي قانون ورکړي دي، دفاع وکړي.

د دغو مراسمو په بهیرکې ” د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا” د پروګرام په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما ویدیویي پیغام خپور شو. نوموړي د دغه پروګرام د پیل کېدو له امله د مبارکۍ په ترڅ کې وویل، موږ له یو بل سره په همکارۍ کې کولای شو په ټول افغانستان کې له افغان نجونو او مېرمنو سره مرسته وکړو چې خپل استعدادونه و روزي، خپل غږونه اوچت کړي او خپله ټولنه پیاوړې کړي.

د افغانستان د ښځو د پیاوړتیا پروګرام به د کابل، ننګرهار، کندهار، هرات او د بلخ ولایتونو په مرکزونوکې پیل شي او ۷۵۰۰۰ ښځې به تر خپل پوښښ لاندې ونیسي چې په پلي کېدو سره به یې افغان مېرمنې وکولای شي د تصمیم نیونې او د هېواد د رهبري کولو موقفونو ته ارتقا وکړي.

د دغه پروګرام د پلي کېدو لپاره چې په نړیواله کچه د امریکا د متحده ایالاتو د انکشافي ادارې د جندر تر ټولو لوی پروګرام دی، د امریکا د متحده ایالاتو لخوا د ۲۱۶ میلیونو ډالرو ژمنه شوې ده او نور مرسته کوونکي هېوادونه هم کولای شي چې تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو پورې په دغه پروګرام پانګونه وکړي.

له بلې خوا د ولسمشر محمد اشرف غني میرمن بي بي ګل غني د شنبې په ورځ په دغه هیواد کې د افغان میرمنو لپاره د (USAID) د تر ټولو ستر پروګرام د پیلیدو هر کلی وکړ.

د افغان ولسمشر میرمني په کابل کې د امریکا په سفارت کې په دې اړه جوړي شوي غونډې ته د وینا پر مهال هیله څرګنده کړه چې، د دې پروګرام مثبت اغیز د افغانستان ټولو ولایتونو ته وغځيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *