د کوچيانو استازي وايي، په بدخشان ولايت کې څو زورواکو د دوی ۴۴۰۰ څاروي نيولي دي او خپلو څړځايونو ته يې نه پرېږدي. کوچيان ادعا کوي، چې د بدخشان ځايي چارواکي له دغو زورواکانو سره يولاس دي.

د کوچيانو استازي وايي، بصير خالد، نظرمحمد، جمعه خان او د بهادر خان زامن هغه زورور دي، چې د دوی هر څړځای ورباند په ۱۰۰زره افغانۍ پلوري او چې پيسې ورنکړي، د څارويو ګلې ګرځوي.

کوچيان ګواښ کوي، که يې افغان دولت غږ وانه وري او د دوی د ژوند دا لويه ربړه ور هواره نکړي د بدخشان او کندوز لاره به وتړي.

په کندوز ولايت کې دېره کوچيان وايي، د بدخشان هغه څړځايونه ترې ځايي زورواکو ګرځولي، چې دوی يې له وختونو وختونو قوالې په لاس لري.

دوی وايي، په روان کال کې بدخشاني زورواکو له دوی ۴۴۰۰ څاروي ګرځولي او دا کار يې د ځايي چارواکو په ملاتړ تر سره کړی دی.

په کندوز کې د کوچيانو د افتخاري شورا مشر نصرت الله مندوخېل محور ته وويل، دا چاره له تېرو لسو کلونو روانه ده. د مندوخېل په وينا، د زور واکو له خوا د هر څړځاي پر سر له ۵۰ زرو تر ۱۰۰ زرو افغانۍ اخستل کېږي او چې پيسې ورنګړل شي، نو بيا د څارويو رمې ګرځوي. دی وايي، ددې ترڅنګ د هرې رمې پر سر چې ټولې ۲۵۰ کېږې، پنځه پنځه څاروي هم د کله پولي په ډول ورکوي: (( داسې ډېر پېښيږي، چې په لاره کې د همدې کسانو اړوند غله په نورو جامو کې را ووځي، په يوه ځای تر ۱۰۰۰ پورې ځاروي رانه وګرځوي او څوک ور سره زور نشي کولای.))

په بدخشان کې اوه څړ ځايونه دي، چې په کوچيانو پورې اړه لري، خو له تېرو لسو کلونو دوی د خپلو هغو څړ ځايونو صلاحيت نلري، چې قوالې يې پخوانيو حکومتونو ورکړې دي.

کوچی مندوخېل وايي، په بدخشان کې هره سيمه ځانته مشر لري او هرڅوک د خپل شخصي قانون له مخې در سره برخورد کوي، ته هم اړيې، چې د دوی شخصي قوانين ومنې، کنه د سر او مال وېره دې موجوده وي. دی وايي، دغه زورواکي له ځايي چارواکو سره شريکان دي او د هغوی په ملاتړ خپلو دې ډول کارونو ته ادامه ورکوي: (( د بدخشان له والي سره مو وليدل، داسې معلومېده، چې هغه هم پکې لاس لري، نو ځکه يې زموږ په ستونزه سر ونه ګرځاوه.))

بل لورته په کندوز کې د کوچيانو آمر عبدالباري بارکزی وايي، په شمال کې له کوچيانو سره له تېرو لسو کلونو لوی زياتی روان دی، خو دی نه پوهېږي، چې دا کار به سيستماتيک او طرحه شوی وي، که به بله کومه موضوع وي.

ښاغلي بارکزي محور ته وويل، بصير خالد، نظرمحمد، جمعه خان، د بهادر خان زامن او ځينې نور زورور هغه کسان دي، چې د کوچيانو قواله لرونکي څړ ځايونو پرې پلوري او ترڅنګ يې د هرې رمې پر سره بې شمېره څاروي د کله پولۍ په ډول اخلي: ((هر کال له کندوز نه تر۲۵۰ پورې د څارويو ګلې چې هره يوه يې له ۵۰۰ نيولې تر ۱۲۰۰پورې څاروي لري، د بدخشان ولايت هغو اوو څړځايونو ته بېول کېږي، چې له پخوا نه يې دوی ته شرعي قوالې ورکړل شوې دي.

دی وايي، د همدې ستونزې د اواري په هدف د بدخشان له چارواکو سره کېناستو، خو هغوی ويل، چې دوی نشي کولای ددې زورواکو مخه ونيسي او نورې بهانې يې کولې.

په کندوز کې د کوچيانو استازي وايي، که يې افغان حکومت غږ وانه وري، ګرځول شوي څاروي يې ورنه کړل شي، نو د بدخشان- کندوز لاره به د بدخشاني سوداګرو او ان عامو خلکو پرمخ وتړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کندوز د والي نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره يې په نظر په اخستلو ونه توانېدو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *