سید اختیار سباوون –

دافغانستان او هندوستان ترمنځ د اړیکپالنې مسئلې، داسلام اباد او کابل اړیکي اغېزمن کړي دي، چې دبریدونو زياتوالی یې ښه بېلګه ده.

دا چې اسلام اباد دافغانستان په کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي او په سرحدونو مو تېری کوي، ځانمرګي رالیږي او د کلدارو په ورکړه یې د نا امنیو تنور تود ساتلی دی، د هېچا ملي مسایل ورسره نه دي مطرح، خو چې هند له افغانستان سره مرسته کوي، پاکستان یې خپلو ملي منافعو ته د خطر په بهانه مخالفت کوي.

پوښتنه داده، چې ایا د پاکستان ملي منافع په دې کې دي، چې افغانستان سره دې څوک مرسته نه کوي؟ او دلته دې امن نه راځي؟ او…..؟

که دا د پاکستان ملي منافع وي نو، د همدې تعریف له مخې دافغانستان ملي منافع هم باید ومني، پداسې حال کې چې د دومره سپین سترګو مداخلو باوجود زموږ یوشمېر پلورل شوي او بلیک میل شوي خلک خپل ملي منافع نه پیژني او دنورو چوپړ ته مټې بډوهلي ناست دي … دکفر او اسلام په نامه مو وژلو پسې پردي بارود او پردۍ کرنیسۍ راوړي او دلته د ویر او ماتم ټغر غوړیدلی ساتي، مګر بیا هم له وجدانه او وقار څخه کنګال مخونه د بادارانو مخې ته دریږي او د ذلت لاس ور اوږدوي…

که چېرته زموږ خلک د پردیو د چوپړولۍ پر ځای د خپل هېواد چوپړ ته زړه ښه کړي، ښایي چې ژوند یې با وقاره هم شي او بې احتیاجه هم.

له بده مرغه نه یوازې دا چې زموږ په يوشمېر خلکو کې دا شعور کمزوری دی، بلکې ورځ تر بلې دا هېوا او هېوادوال د نویو نویو ازمېښتونو ډګر ګرځي.

په دغو ازمېښتونو کې د پاکستان استخباراتي ادارې، هوډ کړی، چې اوس د ملایانو ترمنځ دنوي غوبل د رامنځ ته کېدو له لارې دجګړې درېیم محاذ پرانیزي او دا محاذ دوه لوري لري، چې یو یې د پاکستان مخالف وسله وال طالبان دي او بل د پاکستان ملاتړي وسله وال طالبان دي، چې په حقیقت کې دواړه داستخباراتي کړیو غړي دي. لومړۍ دله یې غیر مستقیمه او دویمه ډله يې بيا مستقیمه کاته ده.

دغه جګړه اوسمهال پاکستان په غزني، وردګو، زابل، پکتیکا او نورو سیمو کې پېل کړې ده، چې دوی یې دهند سره جنګ بولي اما پاکستانۍ ملېشه ده او طالبي لباس ….

اوس چې د پاکستان دپوځ مشر راحیل شریف کابل ته راغی او د افغان نوي حکومت سره یې د مرستو ټټر وډباوه، چې ګواکې پولیس او اردو به را وروزي دا ژمنې او دا مرستې یې افغانانو ته منظورې نه دي، ځکه دوی په کراتو کراتو په داسې ژمنو سره له ځانه د اعتراض مخه اړولې او بیرته په زړو لارو را روان شوي دي.

داځل د راحیل شریف راتګ داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان پخپله په کور دننه د بلواګانو ښکار شوی او په ختیځ پاکستان کې د هند سره ښکر په ښکر شوی دی، نو ددې له پاره چې دهند مخه یې په ختیځ کې نیولي وي، دلته د مرستې او ملاتړ شعاری سیاست پر مخ وړي، چې هرګز په داسې مداریتوبونو افغانان نه غولیږي.

که دپاکستان دپوځ مشر رښتیا غواړي، چې دلته مرسته وکړي، نو دپوځ له روزلو موږ ته دا غوره خدمت دی، چې ددې خپلو قصابانو مخه رانه وګرځوي او دلته نور داسلام تر نامه لاندې دمسلمان د وژلو طرحې تطبیق نکړي.

که چېرې دافغانستان پر کرښو او پولو د پاکستان روزل شوي ګوریلاګان د طالب او ملا په نامه راتېریږي او دلته زموږ ویني بهوي، خو راحیل شریف بيا د پوځ د روزلو لطف کوي، نو دا مداریتوب یې د افغانانو باور نشي کسب کولای، ځکه چې دوی اوس ټولې نړۍ پېژندلي دي او که د امریکا او برتانیې اهداف تر سره شي، نو بیا به همدا راحیل جان او دده ملګري د ډله ییزو وژنو د رهبرۍ په تور محاکمه او هېواد به یې د یو متنازع هېواد په توګه محوه شي، چې موجوديت یې ټوله اسیا له ډاډه ایستلې ده.

زموږ چارواکي، ولسي مشران، سیاستوال او با شعوره خلک باید دغو سترو ننګونو سره مقابله وکړي او ددې له پاره، چې دهر سیلاب ښکار نشو، پکار ده، چې له مادي او سطحي معاملو تېر شو او د خپلو نیکونو غیور تاریخ ته په کتو سره هر یرغلګر او بلوسګر پسې واخلو او خپلو خلکو ته په خپله ځمکه دخپل اختیار زمینه برابره کړو او په دغه ګرده نړۍ کې داسې باوقاره ژوند ولرو، چې نړۍ راته په ټول انساني درنښت او ظرفیت قایله شي.

موږ د شرایطو حساسیته په کتو سره پر چارواکو او سیاستوالو ټینګار کوو، چې راځئ د ایران او پاکستان پر ځای له خپلو ګرېوانونو سرونه راوباسو او خپل افغانی وجدان ته مراجعه وکړو، نور پردي پالیو ته دپای ټکی کېږدو او هېواد مو له روان ذلته وژغورو.

که داسې یو ستر افغاني سیاسي عزم او اراده ونکړو، نو پر دې باید باوري اوسو، چې دوی نا سمې ارادې د خدای پاک ارادې نشي بدلولای او خدای به یې سبا همدې ملت ته مختوري او شرمنده کړي، بیا به خپل حقیقت په خروار صابون نشي مینځلای…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *