د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز شننه

ولسمشر اشرف غني د چين له سفر وروسته، پاکستان ته د سفر د تيارۍ خبره وکړه او ښايي په راتلونکو ورځو کې به اسلام آباد ته په يوه رسمي سفر ولاړ شي. دا سفر د ولسمشر په توګه د ښاغلي غني له ټاکل کېدو وروسته، سعودي عربستان او چين ته د نوموړي له سفرونو وروسته دی او له همدې امله دا سفر نه يوازې دا چې ارزښتناک دی، بلکې د سولې لپاره د نوي حکومت د فعالې ديپلوماسۍ هنداره بلل کېږي.

د دغه سفر په اړه په افغاني او نړيوالو رسنيو کې تاوده بحثونه روان دي. پاکستانيان او په تېره بيا ځينې مهم پاکستاني ديپلوماتان دغه سفر ته ډېر هيله من دي او اسلام آباد ته يې د اشرف غني سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه کېدو په نېک فال نيولی. په افغانستان کې هم د دغه سفر د اجنډا په اړه بحثونه کېږي چې د بېلګې په توګه، د ملي شورا ځينې غړو د افغانستان پر ختيزو سيمو د پاکستاني پوځ د راکټي بريدونو پر مسئلې، له پاکستان سره پر جدي خبرو کولو ټينګار کړی.

له بلې خوا د امريکا پنټاګون هم د افغانستان د امنيت په تړاو په خپل شپږ مياشتني راپور کې دواړه لوري (پاکستان او افغانستان) هڅولي، چې د امنيت د ښه کېدو لپاره دې د اړيکو د رغولو او د همکاريو د زياتولو لپاره جدي اقدامات وکړي. خو پوښتنه دا ده، چې ولسمشر غني ولې د سعودي او چين له سفرونو وروسته اسلام اباد انتخاب کړ؟ او ايا دا سفر به د دواړو لورو ترمنځ د اړيکو په ښه کولو کې رغنده رول ولوبوي؟ همدا راز د ولسمشر کرزي د واکمنۍ اړيکې به ترکومه له نوي افغان حکومت سره د پاکستان پر اړيکو اغېز ولري؟

د حامد کرزي د دورې اړيکې:

په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې د افغانستان په تړاو د پاکستان پاليسي تر ډېره پر ستراتېژيک عمق راڅرخېده، ترڅو د پاکستان پرخلاف د کابل-ډهلي اتحاد مات کړي؛ مګر هند که څه هم د افغانستان په کورنۍ جګړه کې هم له ښکېلو نړیوالو لوبغاړو څخه و، خو د سپتامبر د ۱۱مې له پېښې او پر افغانستان د امريکا له يرغل وروسته یې د اقتصادي-تجارتي اړیکو او پانګونو له امله، په افغانستان کې خپل مسخه شوی نرم ځواک بیا راژوندی کړ او د بی بی سي د یوې سروې له مخې، په افغانستان کې یې یو منلی حیثیت راخپل کړ. همدا لامل و، چې د هند بهرنیو چارو وزیر جسونت سنګ يو وخت ويلي وو، چې په کابل کې د هندو لفظ په خپله پاسپورت دی.

پاکستان هم د هند له همدغه زیاتېدونکي رول څخه وېره لري او د هندي کونسلګریو، په تېره بیا د جلال اباد او کندهار پر کونسلګریو يې ډېرې نیوکې هم وکړې، چې د دوی په ګمان دا پاکستان ته جوړې شوې دي. له همدې امله د کرزي په دوره کې پاکستان له افغانستان سره نېژدې اړیکې نه درلودې؛ که څه هم حامد کرزي په خپلو ويناوو کې ويل چې: «پاکستان زمونږ ورور دی خو هند زموږ ستر ملګری دی[1]»

کرزي که څه هم پاکستان ته ګڼ سفرونه وکړل؛ خو پای یې بیا پر داسې ځای وشو چې حامد کرزي پخپله وروستۍ وینا کې وویل، چې د افغانستان د سولې کیلي له پاکستان سره ده او پاکستان غواړي چې د افغانستان بهرنۍ چارې په تېره بیا له هند سره اړیکې تر خپل کنټرول لاندې ولري. په داسې حال کې، چې په ۲۰۱۱ کال کې يې د پاکستان له مشهور ژورنالېست سلیم صافي سره په يوه مرکه کې ويلي وو، چې که پر پاکستان برید وشي نو کابل به د اسلام اباد ترڅنګ درېږي. له همدې امله پاکستاني ډيپلوماتانو حامد کرزی تل يو ناباوره کس باله.

په ټوليز ډول د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پر مهال د لاندې فکتورونو له امله له پاکستان سره اړيکې ډېرې خرابې شوې:

۱- د پاکستان خاوره د افغانستان پرخلاف استعمالېدل.

۲ – په پاکستان کې د افغان دولت د وسله والو مخالفينو پټنځایونه.

۳ – په افغانستان کې د هند زیاتېدونکی رول.

۴ – پر پاکستان دا تور چې هغه طالبان چې له افغان حکومت سره خبرې کول غواړي یا ترور کوي او یا یې په بندیخانو کې ساتي.

۵ – له هند سره د افغانستان ستراتېژيک تړون او له هغه هېواد څخه افغان اردو ته نه یوازې دا چې وسلې رانیول بلکې د هغوی له خوا د افغان اردو روزنه.

۶ – د پاکستان له خوا د افغانستان پر ختيزو سيمو توغنديز بريدونه.

۷ – د ډېورنډ کرښې د مسئلې راپورته کېدل او داسې نور.

دا چې په افغانستان او پاکستان کې هم مهاله، په یو کال کې دننه حکومتي جوړښتونه نوي شول؛ په اسلام اباد کې نواز شریف او په کابل کې اشرف غني واک ته ورسېدل، اوس داسې هڅې روانې دي چې دواړه لوري له یو بل سره اړیکې ورغوي. پاکستاني ډيپلوماتان هم په خپلو لیکنو کې همدې خبرې ته اشاره کوي، چې د دوی په وینا د ناباوره حامد کرزي له تللو سره اوس د اشرف غني له راتګ سره د ښو اړیکو جوړولو یو نوی فرصت زیږېدلی او باید دواړه لوري ګټه ترې واخلي. البته د اړیکو ښه کولو لپاره به له شعار، بیانونو، او ګډو اعلامیو هاخوا عملي ګامونه ډېر رول ولوبوي؛ ځکه که دغسې اقداماتو دا اړيکې رغولی شوی، نو د حامد کرزي په سفرونو به رغېدلې وې.

سیمه ییز ګواښونه او ګډې همکارۍ:

د افغانستان او پاکستان تاريخي، جغرافيوي، کلتوري او ديني اشتراکات او له اقتصادي پلوه پر يو بل تکيه، هغه عوامل دي چې دواړه هېوادونه له يو بل سره ژورو او صادقانه اړيکو درلودلو ته اړباسي. همدا لاملونه دي، چې که دغو دواړو هېوادونو غوښتي يا نه، له يو بل سره يې پراخې اړيکې درلودلې او لري به يې.

کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سړې جګړې پر مهال اړيکې تر ډېره خرابې وې، بيا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې روانې وې.[2] د حامد کرزي د واکمنۍ په 13 کلنه دوره کې هم دواړو هېوادونو تر ډېره کړکېچنې اړيکې درلودې؛ خو تجارتي اړيکې يې بيا هم له دوه ميليارده ډالرو پورته وې. دغو ټکو ته په کتو سره، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ ښو اړيکو ته اړتيا ده او بالعکس د سيمې او پاکستان ثبات هم د افغانستان په سولې او ثبات پورې تړلی دی. هرڅومره چې پاکستان په افغانستان کې مثبت رول ولري، هومره به پاکستان د منځنۍ اسيا له حياتي پروژو څخه مثبته ګټه پورته کړي.

د سيمې په کچه د ډېری هېوادونو پر وړاندې شته ګواښونه هم سره تړلي دي. له منځنۍ آسیا رانیولې تر سوېلي اسیا پورې او بیا له چین څخه نیولې تر منځني ختیځ پورې ډېری هېوادونه ورته ګواښونه لري، چې پر وړاندې يې مبارزه په هر هېواد کې له ګاونډیانو څخه ګډه همکاري غواړي. د نشه يي توکو او د انسانانو قاچاق، د اوبو په سر شخړې (د پاکستان او افغانستان ترمنځ، د هند او پاکستان ترمنځ، يا د منځنۍ اسيا ځينې نور هېوادونه) د سخت دريځۍ پر وړاندې مبارزه او داسې نور يې د بېلګې په ډول يادولی شو.

داسې برېښي چې ولسمشر اشرف غني هم، دې ټکي ته پام اړولی او ښايي د سيمې په کچه په دا ډول همکاريو تمرکز وکړي. څو ورځې وړاندې د پاکستان لاهور ښار ته څېرمه په واګه بندر کې د يوه ځانوژونکي بريد په تړاو، چې لسګونه تنه پکې ووژل شول، د ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه ويناپاڼه کې د ولسمشر له قوله ويل شوي وو، چې د سيمې په کچه د دغه راز ګواښونو مخنيوی ګډو هڅو او جدي همغږۍ ته اړتيا لري.

په ټوله کې د سيمې د ټولو هېوادونو او په تېره بيا د پاکستان-هند-افغانستان په ګټه ده، چې په اوږدمهالو ګډو ګټو لرونکو پروژو کار وکړي او د يو بل د ملي ګټو وروستۍ سرې کرښې هم وپېژني.

د سولې لپاره د کابل فعاله ديپلوماسي:

دا چې ولسمشر اشرف غني سوله د خپل هېواد لومړيتوب بولي؛ نو د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو سره سم يې، د سولې په تړاو له سيمه ييزو لوبغاړو (ترکيې، سعودي، چين او اوس پاکستان) سره د اړيکو د پراختيا هلې ځلې پيل کړې دي.

ښاغلي غني په بيجينګ کې هم د اسیا زړه (استانبول پروسې) په څلورمه غونډه کې، چې د ايران، پاکستان او هنډ په ګډون د ۱۴ هېوادونو استازو ګډون پکې کړی و، وویل: «سوله زمونږ اساسي لومړیتوب دی، له سیاسي مخالفینو په تېره بیا طالبانو غواړو، چې په بین الافغاني تفاهم کې ونډه واخلي او له نړیوالو څخه غواړم، چې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.»

که څه هم اشرف غني تراوسه د سولې په تړاو د کوم پلان د جزئياتو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو د ډېری شنونکو په اند، نوموړي د سولې د ټينګښت لپاره فعاله ديپلوماسي خپله کړې او له نويو لارو به د سولې بهير د بريا هڅه وکړي. د سولې لپاره د نوموړي د تګلارې په اړه تر اوسه قوي نظر دا دی، چې ترکيې، سعودي او چين په دې برخه کې د جدي همکارۍ ژمنې ورکړې او له همدې امله يې د دولت وسله والو مخالفينو ته د خطاب ډول هم متفاوت دی. نوموړی د نورو افغان چارواکو او پخواني ولسمشر خلاف، طالبانو ته د سياسي مخالفينو او خفه وروڼو خطاب کوي.

د همدغو هېوادونو د ملاتړ اغېز د چين له سفر وروسته په يوه خبري کنفرانس کې د نوموړي له خبرو څرګند و. ښاغلي غني وويل، چې د سولې د بهير په اړه د دولت نظر “پراخ” شوی؛ که څه هم څرګنده نه ده چې له پراخېدو د ولسمشر موخه څه ده؟ خو د چين د نوم په اخېستو سره يې وويل، چې کله ستونزه درې اړخيزه شي، نو ښکاري چې قضيه يوازې د دوو لورو ترمنځ نه ده (چينايي چارواکي هم په افغانستان کې د روان حالت په اړه د سينګيانګ ايالت په تړاو اندېښنه لري او چوپ نه پاتې کېږي.)

ځینې شنونکي پر دې باور دي، چې چین د خپل سنکیانک ايالت لپاره پر پاکستان فشار نه واردوي، په داسې حال کې چې د پاکستان پر لاسوهنو پوهېږي هم، نو د افغانستان لپاره به ولې پر پاکستان فشار وارد کړي؟

که څه هم دا یو منطقي او تاریخي استدلال دی؛ خو چین د افغانستان د سولې بهیر د بريا لپاره ځکه تر پخوا زياته لېوالتيا لري، چې:

لومړی: د دغه هېواد د اوسنيو واکمنانو په بهرنۍ پاليسۍ کې د “لوېديځ په لور تګ” او په تېره بيا د ورېښمو د نوې لارې نقشې ترسترګو کېږي.

دويم: په بدخشان ولايت کې امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی، چې دا بيا د چين لپاره د سينګيانګ ايالت د موضوع په تړاو ډېره د اندېښنې وړ ده.

دريم: د القاعدې شبکې مشر ايمن الظواهري هم د چین پرضد د جګړې اعلان کړی. ځکه نو همدا درې لاملونه د دې باعث شوي، چې چین د افغانستان په سوله او ثبات کې لیوالتیا وښيي.

پاکستان ته د اشرف غني د سفر مهم اړخونه

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ۱۳ کلنه دوره کې پاکستان ګڼ سفرونه وکړل؛ خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بالآخره پر یوه داسې ځای ودرېدې، چې حامد کرزي د ولسمشر په توګه په خپله وروستۍ وینا وويل، چې پاکستان غواړي د افغانستان بهرنۍ پاليسي تر خپل کنټرول لاندې وساتي. له همدې خبرې څرګنده ده، چې پاکستان ته د نوموړي سفرونو څومره رغنده پایله درلوده!

که اسلام آباد ته د اشرف غني سفر هم، هماغو پخوانیو سفرونو ته ورته وي؛ نو نه به په افغانستان کې له سولې او ثبات سره څه مرسته وکړای شي او نه به په سیمه کې څه پرمختګ ولیدل شي. ځکه نو له پ��کستان سره د رغنده خبرو اترو لپاره، په لومړي ګام کې لاندې نکتې د بحث د اجنډا مهم اړخونه کېدای شي:

سوله:

داسې ښکاري چې ولسمشر اشرف غني خپل د سولې پلان ګام په ګام تعقیبوي. د اشرف غني له سفرونو څرګنده ده، چې دی د افغانستان د سولې لپاره د ترکیې، سعودي، چین او پاکستان رول ته ارزښت ورکوي.

د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پاکستان خورا مهم هېواد دی، له همدې امله اشرف غني غواړي، چې په دې قضیه کې له داسې هېوادونو مرسته وغواړي، چې د افغانستان سوله او ثبات یې په ګټه وي او همدغه هېوادونه بیا نه یوازې دا چې پر پاکستان يې د فشار لپاره وکاروي، بلکې د پاکستان د ژمنو تضمین هم وکړای شي!

د اشرف غني له واک ته رسېدو سره د پاکستان په ديپلوماسۍ کې هم د بدلون څرک ترسترګو شو. کابل ته د دغه هېواد د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو د سلاکار سرتاج عزيز او بيا اوس د پاکستان د لوی درستيز راحل شريف له سفرونو او د هغوی له څرګندونو ښکاري، چې هغوی هم د بدلون په تمه دي. کابل ته د سرتاج عزيز د سفر پر مهال دواړو لورو ژمنه وکړه، چې د یو بل پرضد به بیانونه نه ورکوي؛ ځکه دا کار دوه اړخيزې اړیکې له بې باورۍ سره مخ کوي او ترڅنګ يې دا ژمنه هم وشوه، چې دواړه لوري به خپله خاوره د یو بل پرخلاف نه استعمالوي. که څه هم دا خبرې د تشريفاتو په کچه کې وې؛ خو لږترلږه د پاکستان د لېوالتيا څرګندونه کوي.

د پاکستاني چارواکو پرله پسې سفرونه او د راحل شريف له خوا په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيک هوکړه ليک وړانديز، د دې ښکارندوی دي چې غواړي له افغانستان سره د اړيکو يو نوی فصل پرانيزي. په دې توګه به د سولې د ټينګښت په موخه د ولسمشر غني دا سفر د راروانو سفرونو لپاره پيلامه شي.

د پاکستان راکټي بریدونه:

له تېرو څلورو کلونو راهیسې پاکستان د افغانستان پر ختيزو سيمو له ۵۰۰۰ زیات راکټونه توغولي دي[3]. په دغو بريدونو کې تراوسه سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ډېری خلک د کونړ له سرحدي سیمو څخه نورو خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.

په افغانستان کې دا قضیه په تېره بيا د ولسمشر کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې ډېره توده شوه، چې په اوسني وخت کې د پاکستان د “ستراتيژیک عمق” تګلارې د تعقيبولو ترڅنګ، په نړيواله کچه د پاکستان د دوه مخي سیاست يو ستر ثبوت بلل کېږي.

د افغانستان د مشرانو جرګې ځینو غړو له اشرف غني څخه وغوښتل چې پاکستان ته په سفر کې دې، د خبرو اترو په اجنډا کې په دې قضیې ټينګار وشي. داسې تمې شته دي، چې د اشرف غني له دغه سفر سره بايد لږترلږه پاکستان په خپلو ديپلوماتيکو خبرو کې د ریښتیني اوسېدو لپاره دا بریدونه ودروي، کنه په افغانستان کې د پاکستان په تړاو شته افکارو ته په کتو سره به، دلته د هغوی مخ پر ځوړ نرم ځواک د ګړنګ ترغاړې ورسېږي.

ستراتېژيک عمق:

ډېری افغان شنونکي په دې اند دي، چې پاکستان په یو ډول د انګریزانو د مهال پالیسي تعقیبوي، چې دوی (انګریزانو) پکې د خپلې فارورډ پالیسۍ له مخې غوښتل، په افغانستان کې یو حايل (Buffer State) حکومت ولري. اوس د همدغې پالیسۍ په تعقیب اسلام آباد غواړي، چې په کابل کې یو ملګری حکومت ولري، ترڅو نه یوازې دا چې ځان د هند-افغانستان ترمنځ له راګير کېدلو څخه وژغوري، بلکې له هند سره په جګړه کې له خپلې لوېدیزې پولې څخه هم بې غمه شي.

اسلام آباد د همدې تګلارې -ستراتېژيک عمق- لپاره له ډېرو کلونو راهيسې کار کوي، چې همدې چارې بیا په کابل او ډهلي کې د پاکستان پرخلاف بې باوري زیږولې ده. د دې ترڅنګ اسلام آباد په افغانستان کې د ډهلي د زیاتېدونکي رول په اړه هم اندېښمن دی او په تېره بیا په امنیتي او نظامي ډګر کې له هند سره د کابل نېژدې والي سخت اندېښمن کړي دي.

دا چې د امریکا د دفاع وزارت په شپږ میاشتني راپور کې راغلي، چې پاکستان اوسمهال هم اورپکي د افغانستان او هند پرخلاف استعمالول غواړي، د همدغه ستراتېژيک عمق په لور يې يوه اشاره ده.

همدغه ټکي ته په پام سره، د افغانستان نوی حکومت هم بايد له يوې خوا پاکستان دې ته وهڅوي، چې په افغانستان کې پر طفلانه هیلو ولاړه “د ستراتيژيک عمق” تګلاره پرېږدي او له بلې خوا هڅه وکړي، چې د هند په اړه د پاکستان ډېری اندېښنې هم لرې کړل شي؛ ځکه کابل ته چې څومره له اسلام آباد سره اړیکې مهمې دي، هغومره له ډهلي سره هم ارزښتناکې دي.

پاکستان هم بايد له کابل سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ملګرتوب او همکارۍ شنه څراغونه ورکړي، چې دا به یې په کابل کې نرم ځواک بیا ورغوي؛ د بېلګې په ډول په لومړي ګام کې، له افغانستان څخه واردات زياتول، په ترانزیټي لاره کې نرم والی، پر تازه مېوو ټکس کمول[4]، په افغانستان کې پانګه اچونه زیاتول او په امنیتي ډګر کې د پولې له هغې غاړې توغنديز بريدونه بندول.

[1] Hindustan Times, Pakistan our twin brother, India a friend: Karzai, October 5 2011, <http://www.hindustantimes.com/india-news/newdelhi/pakistan-our-twin-brother-india-a-friend-karzai/article1-753826.aspx>

[2] د طارق رحیم د دکتورا رساله:
Tariq Rahim, Pak-afghan trade relations 1970-1990, Ph.D Thesis, Peshawar University.

[3] Rafi Sidiqi, Afghanistan to Call on UN to Help Stop Pakistani Rocket Attacks, tolo news, 27th august 2014, see the link <http://www.tolonews.com/en/afghanistan/16125-afghanistan-to-call-on-un-to-help-stop-pakistani-rocket-attacks>

[4] پاکستان اوسمهال له افغاني تازه مېوو څخه ۳۵سلنه ټکس اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *