څه باندې اوه شپېته کاله وړاندې د انګلیس په لاسونو جوړشوی پاکستان د نړۍ پرمخ راڅرګند شو.ننی پاکستان د خپل اوه شپیته کلن تاریخ څخه مخکې د افغانستان او هندوستان ېوه برخه وه ؛خو که لږ څه نور هم وړاندې فکر وکړو، دغه سیمه (ننی پاکستان) د لوی احمدشاه بابا د امپراتورۍ ېوه برخه وه چې مستقیمآ د کابل مرکزي دولت پوری تړلې وه.
خو په دې وروستیو کې د وخت مجبوریتونو د افغانستان پرسینه خیالي کرښه راښکله چې پاکستان پېدا او د ښکاره سیاستونو تر سېوري لاندې یې تر اټکه زیاته برخه سیمه تر دې دمه په درواغجنو پلمو تر خپلې ولکې لاندی نیولې چې د افغانانو او په ځانګړي ډول ستر پښتون قام په منځ کې یې د بېلتون کرښه کاږلې.
له همدې ورځې راهیسې چې تر اټکه ډېرې سیمی د څه مودې لپاره پاکستان ته ورغاړه شوې ؛نو همدا ېو ځل بیا افغان حکومت سره د جګړې او سرخوږۍ مسئله شوه چې پاکستان په همدې کرښه د واک ساتلو لپاره د افغان حکومت ړنګولو پسې راواخېسته او دا لړۍ یې د پښتون وژنې او ترهګرۍ له ېوې کړۍ شروع کړه چې لا هم روانه ده.
پاکستان په خپل هېواد کې د افغانستان د ویجاړولو او افغان وژنې په پار سترې ترورېستي شبکې فعالې کړې او د ترهګرو روزل یې پېل کړل، دې تر ډیره ادامه پېدا کړه او په افغانستان کې ظالمانه او وحشیانه بریدونه همداسې دوامداره وساتل شو.
په همدې لړ کې د سپټمبر د ېوېشتمې پېښه رامنځته شوه چې عامل��ن یې په پاکستان کې روزل شوي و. تر هغې وروسته د دې لپاره چې ګوندې ترهګري لمنځه ولاړه شي امریکا د پاکستان څخه د پوځي اډو په ترلاسه کیدو سره د ملګرو ملتونو د هوکړې له مخې یرغل وکړ او بالآخره د طالبانو حکومت یي ړنګ کړ او افغانان ېوه نوي بحران سره مخ شول، که چېرې پاکستان پوځي اډې نه وای ورکړی ؛نو ممکن د ډېرو ملکي وګړو وینه چې بې ګناه په تېرو دیارلسو کلونو کې تویه شوې نه وه ضایعه شوې.
بالآخره امریکا ته هم د بن لادن تر وژنې وروسته جوته شوه چې د یاغیانو ځالې په افغانستان کې نه، بلکې په پاکستان کې دي چې عملآ پاکستاني پوځ یې تر شاه ولاړ دی.
پاکستان بیا هم خپل کاذبانه سیاست ټینګ ونیوه او خپلو ناروا اعمالو ته یی ادامه ورکړه.
دوی نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امن راشی، دوی نه غواړي چې افغانستان پر خپلو ګټو بسیا هېواد وي. پاکستان په وران افغانستان کې د خپلې بقآ نښې ګوري او که چېرته افغان خاوره قوي نظام ولري ؛نو د ډيورنډ کرښه به ترې وغوښتل شي او اخوا که هند پوره واکمن حکومت ولري ؛نو د پنجاب او کشمیره ډېره برخه به ترې جلا شي چې په دې توګه به پاکستان د نړۍ له دایرې ووځي.
پاکستان دوه مخې پالېسي لري، مخامخ په ډیره خوږه لهجه ډیپلوماسي کوي او غولونکې الفاظ کاروي ؛خو د پردې تر شاه یې پلانونه دومره شوم دي چې د هېڅ افغان پر تنې ککرۍ نشي منلای.
له څلورو کلونو راهیسې پاکستان پر افغان خاوره د نړېوالو اصولو، قوانینو او مقرراتو خلاف او د نړېوال سازمان ملګرو ملتونو او دې ته ورته نورو نړېوالو بنسټونو د قوانینو خلافد ډیورنډ کرښې ته څېرمه توغندیز او هواېي بریدونه کوي چې ددغو بریدونو په پایله کې زمونږ ګڼ شمېر افغانان په شهادت ورسیدل او ګڼ نور یی د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شول ؛خو د کرزي ناکاره دولت یې هېڅکله ځواب ورنکړ.
که څه هم د اسلامي دایرې د کړۍ په توګه د پاکستان اسلامي جمهوریت نارې وهل کېږي ؛خو په اصل کې دغه هېواد د انګلېسي قانون تابع دی چې ډېر ځایونه او ادارې د اسلامي اصولو خلاف دي.
اوس بحث د افغانستان پر موجوده سیاست کوو:
په افغانستان کې له بده مرغه یوه نړېواله دیپلوماسي نه ده مطرح، او د نړېوالو پر وړاندې معلوم دریځ نه لري، یانې هېڅ بهرنۍ پالېسي شتون نه لري چې له مخې یې سیاسي او ډیپلوماتیک چلند وشي.
د پاکستان پر وړاندې افغان ډیپلوماتیک حرکتونه خورا کمزوري دي، که ووایو چې له صفر سره ضرب دي ؛نو مبالغه به نه وي چې دې چارې هم پاکستان خورا سپین سترګی کړی.
که د کرزي حکومت له پیله د پاکستان پر وړاندې له مضر احیتاطه کار نه وای اخېستی او له بېلابیلو لارو یې د هرې مداخلې ځواب ورکړی وای ؛نو نن به یې د پوځ ناکردۍ پر افغان خاوره دومره نه وې.
اوس هر څه نوي حکومت ته پاتې دي، د کرزي د حکومت تجربې یې په مخ کې دي، باید بهرنۍ پالېسي رامنځته کړي او د پاکستان د څارګرې ادارې او پوځ هغه شومو موخو پر وړاندې پوځي او ډيپلوماتیک حرکتونه پیاوړي او جدي کړي، تر څو یې دا خاوره له شره خلاصه او کوزه پښتونخوا ولکه کې راولي چې د لوی افغانستان پر لور به دا لوی ګام وي.
————————————————
ښاغلی مفکرد الفلاح پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل دی.
dear mufaker brothar salamualikm;you right.we have to be smart in front of pakistan .
thank you