موږ شاهد یو چی خلک په ډيره میړانه راووتل او خپلي رایی یی وکارولی. په ځانګړی توګه په هلمند کی چی د امنیتي ګواښونو څخه پکی لوی خطرونه احساسیدل. د هلمند ولایتي شورا ته څه کم سلو کسانو ځانونه نوماندان کړي وه چی پکی پنځلسو یی ولایتي شورا ته لاره پیدا کړه. دا کسان چی ورځی وړاندي یی د لوړی مراسیم ترسره سول. تر هغه وړاندي څرګنده سوی وه چی دا کسان په دوو ډلو ویشل یوي چی یوې ډلی یی په خپلو کي معاملې کړي.

له تیرو لسو ورځو راهیسی د ولایت مقامر مرستیال مسعود بختور په کور کی ولایتی شوراته د بریالیو استازو له لوری غونډی کیدی چی په پایله کی دی نتیجي ته ورسیدل چی محمد کریم اتل، د رییس په توګه، محمد هاشم الکوزی د سناتور په توګه، سیف الملوک نوري هم د سناتور په توګه، عبادلله علیزی د معاون په توګه، او حیات الله مایار د منشي په توګه سر له اوسه ټاکلی، ولایتی شورا ته کامیابو وکیلانو په خپلو کي معاملی وکړلی. ددوی معامله داسی ده:

د محمد کریم اتل، محمد هاشم الکوزی، سیف الملوک نوري، حیات الله مایار، عبادالله علیزی له خوا لاندي کسانو ته ورکړي.

راضیه بلوچ ته دیرش لکه کالری ورکول سوی

نبیه رسولی ته ۲۳۰۰۰ ډالر ورکول سوی

اته لکه افغانی او پنځه زره ډالر نرګسی رخشانی ته ورکول سوی

۲۵۰۰۰ ډالر یی میرزاحسین علیزاده ته ورکړی دی

دا سو د هلمند د ولایتی شورا پیل په دومره لوړ فساد باندی بیا به خلک له دی ناروا او مفسدینو څخه د خدمت څه توقع کوي؟ ددی فساد په منځ کی د ولایت مقام معاون مسعود بختور ډیر منډی وکړی. د یادولو ده چی دا وکیلان اوس په خپلو کی تر ټاکنو د یو او بل په کور کی ملمستیاوی کوی چی د ځینو ملمستیاوی خلاصی شوی او د ځینو ده لا پاته دی. د نوي ولایتی شورا په ستازو کی داسی کسان هم سته چی سر له اوسه یی د ځمکو په عصب او له لښکرګاه ښاروال سره معلی پیل کړی.

——————————–

تاند د لیکوالو د ادعاوو مسوولیت په غاړه نه اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *