راپور / جاويد واک –

د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د بلخ ادبي خوځښت، مومند بابا ادبي بهير اونيزه غونډه د هيواد د فرهنګي شخصيت او کندهار ولايت مقام د مرستيال شهيد عبدالقديم پتيال ياد ته ځانګړې شوې وه، چې د نوموړي د ژوند او کارونو په اړه د خبرو تر څنګ د شهيد روح ته د دعا لاسونه لپه شول.

په دغه وير ناسته کې د بلخ ادبي خوځښت د درې ګونو بهيرونو غړو او د بلخ پوهنتون يو شمېر محصلينو ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د قرانکريم اياتونه ولوستل شول، ورپسې د شهيد پتيال فاتحه واخيستل شوه او له هغه وروسته د نوموړي په ژوند او کارکردګيو خبرې وشوې.

د بلخ ادبي خوځښت د مشرتابه غړي ډاکټر غلام رسول ملکزي په خپلو خبرو کې د پتيال شهادت د هيواد فرهنګي کړۍ ته يوه ستره ضايعه وبلله او زياته يې کړه، چې په راتلونکي کې بايد د دا ډول پېښو مخنيوی وشي.

نوموړي وويل، چې د هيواد دښمنان د افغانانو پرمختګ نشي زغملی، نو ځکه يې په ناځوانمردانه ډول ارواښاد پتيال په شهادت ورساوه.

هغه له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چې د هيواد د دښمنانو د شومونو اهدافو پر ضد خپله مبارزه روانه وساتي.

1نوموړي له افغان دولت څخه هم په ټينګه غوښتنه وکړه، چې د پتيال قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د خوځښت غړي توريالي جلالزي د شهيد پتيال ژوند ليک ولوست، چې په يوه برخه کې يې راغلي وو:

(( ښاغلی پتيال د نظم او نثر، شعر او شاعرۍ د ډګر قهرمان وو، په دغه عرصه کې يې تر نورو ډېر څه کړي، د تحقيق او څېړنې د عرصې نامي وو، پر شاعرۍ يې ډېرو لويو پوهانو ژبې ټکولي دي او د ترجمې په برخه کې يې د خپلې ژبې لمنه نه ده بې برخې کړې. له نوموړي څخه د ترجمې په برخه کې د زرپاڼې په نوم يو چاپي ناول پاتې دی، لومړۍ شعري ټولګه يې د انکار په نوم خپره کړه. د ارواښاد بېنوا پر ژوند او اثارو يې لومړی مستقل اثر د پرديس بېنوا پر نوم وليکه. پتيال څو بعديز شخصت درلود. ليکوال وو، شاعر وو، محقق وو، مترجم وو او بلاخره يو رهنما او لارښود وو. هغه زمونږ لپاره د ويلو ډېر څه درلودل خو د مرګ بدمرغه نامه د هغه ټول ارمانونه او ويل له هغه سره يو ځای دفن کړل. خدای دې يې شهادت قبول کړي)).

جاويد واک په ټولنيزو رسنيو کې د پتيال پر شهادت د نوموړي د خواخوږو تاثرات ولوستل، چې دغه بريد يې په کلکه غندلی وو.

ارواښاد عبدالقديم پتيال تېره اونۍ د کندهار ولايت په پوهنتون کې د يوه وسلوال ترهګر لخوا په شهادت ورسېد.

نوموړی څه موده د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور د ريس په توګه پاتی شوی و، چې له تېرو دوه کلونو راهيسي يې د دغه ولايت د والي د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *