تاند- د پاکستان په جنوب لویدیځ کې څو سوو هزاره ګانو د یوې شپږ کلنې د نجلۍ د قتل په عکس العمل کې اعتراض وکړ.
دوی پرون د بلوچستان ایالت په کوټې ښار کې د پولیسو له دفتره بهر د اعتراض په دود راغونډ شول.
د سحر بتول په نوم د دې شپږ کلنې نجلۍ مړی د نومبر په پنځمه په کوټه کې پیدا شو چې د خځلو په یوه ډېران کې غورځول شوی وو .
د پاکستان لویو سیاسي او مذهبي ګوندونو دا وژنه غندلې ده .
په پاکستان کې هم هزاره ګان د افغانستان په شان منظم دي او د خپلې ټولنې پر هر غړي د حملې په وړاندې په مدني ډول اوزا اوچتوي.
په وروستیو کلونو کې د کوټې پر هزاره ګانو د سخت دریځو سني ډلو له لوري پر له پسې حملې کېږي.
د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وايي، تاوتریخوالی د دې سبب شوی دی چې په تېرو لسو کلونو کې له بلوچستان ایالته د هزاره قوم دوه لکه کسان نورو سیمو ته ولېږدي.
تېره میاشت (اکتوبر) وسله والو کسانو په کوټه کې پر یوه بس، چې هزاره ګان پکې سپاره ول، د وسله والو په ډزو ۸ تنه ووژل شول.