تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل په مرکزي برخه کې په امنیه قومندانۍ کې چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي وویل چې دا چاودنه نن سهار ۹ بجې وشوه او تراوسه د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه څه نه شي ویلی خو د چاودنې په مهال په امنیه قومندانۍ کې ګڼه ګوڼه وه.

راپورونه وايي چې چاوده د امنیه قومندانۍ په درېم پوړ کې شوې او په نتیجه کې یې د امنیه قومندانۍ د دفتر امر ډګروال محمد یاسین خان وژل شوی او لږترلږه ۸ تنه نور، چې ګومان کېږي ټول به پولیس وي، ټپیان شوي دي.

تر دې دوه ساعته مخکې د کابل په شاه شهید مېنه کې د سړک په یوه ګلدانۍ کې چاودېدونکي مواد وچاودېدل.

د دفاع وزارت ویندوی ظاهر عظیمي رسنیو ته وویل چې د چاودنې هدف د ملي اردو د ځواکونو نقلیه وسیلې وې چې د چادنې په وخت له سیمې تېرېدې.

عظیمي وايي چې د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو شاهدان وايي چې دوه ټپیان یې لیدلي خو په دې نه دي پوی چې ټپیان عام خلک ول که امنیتي ځوکونه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *