نن د ارزګان ولایتي شورا درېمې دورې ته د بریالیو غړو د لوړې او پخوانیو غړو ته د مخه ښې ځانګړې مراسم د دغه ولایت په احمدشاه ابدالي تالار کې ترسره شول.

په یادو مراسمو کې د شورا د نویو او پخوانیو غړو سربیره د ارزګان والي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي مسؤلینو، د ملکې او نظامې ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو، د مدنې ټولنو استازو، ځوانانو، د بشري حقونو د ولایتي اداري استازو، او لسګونو نورو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د ارزګان والي ښاغلي امان الله خان (تیموري) د ولایتي شورا نویو غړو ته د خپلي وینا په ترڅ کې مبارکې وویله او د دي ترڅنګ ئي د پخوانیو غړو د کار او فعالیت ستاینه وکړه. هغه زیاته کړه، د یادې شورا غړو هر مهال د ولایت مقام، د مشرانو او ولسي جرګي غړو سره یو ځاي د دې ولایت لپاره د پرمختیایي پروژو د ترلاسه کولو په موخه بېلابېلو وزارتونو او نورو ادارو ته تللي .

والي وویل د شورا پخوانیو غړو هر مهال د ولسونو ستونزې له دوي سره شریکې کړي او تر بشپړ تعقیب وروسته د حل لارو ته یې ځانونه رسولي. د ارزګان والي له نویو غړو هم غوښتنه وکړه، چې په جدي ډول دې د قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تعصب څخه ډډه وکړي او د دغه ولایت هرې ستونزې ته دې د حل لارو چارو په لټولو کې له اړونده ادارو سره همغږي وکړي او پدي برخه کې دی د ولایت مقام ته نیکې او سالمي مشوري ورکړي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت د خلکو استازۍ او د نوموړي جرګي د شکایتونو کمیسیون رئیس الحاج عبید الله بارکزي په خپله وینا کې وویل چې په ارزګان کې د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو ټاکني په پوره روڼوالي سره سرته ورسیدي او د ارزګان ولسونه ئي د نتیجي څخه پوره ډاډمن او خوښ دي. د ارزګان ولایت ارشاد، حج او اوقافو رئیس مولوي حمدالله هم خبري وکړي او نوي غړي ئي د اسلام له نظره خپلو مسؤلیتونو ته متؤجه کړل.

د ولایتي شورا پخواني او دریمي دوري ته بریالي غړۍ ښاغلۍ عبدالعلي حقبین د پخوانۍ شورا په استازیتوب خبري وکړي او د خپلو لاسته راوړنو په اړه یې د مراسمو ګډونوالو ته مالومات ورکړل، ده زیاته کړه هغه مهال چې دوي دنده پیل کړه، ولایتي شورا اداري ودانۍ نه درلوده، چې د دغه شورا په هلو ځلو یوه مجهزه ودانۍ په اساسي ډول او د ښه کیفیت سره جوړه شوه، د خپلو مؤکلینو ستونزي ئي په خپل وخت د اړونده مسؤلینو سره شریکې کړي او د حل لاري چاري ئي ورته لټولي، د دي ترڅنګ ئي د ستؤنزو د حل په برخه کې د پلازمیني کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي چې ښي لاسته راوړنې ئي درلودي.

ولایتي شورا ته د نویو بریالیو غړو په استازیتوب د ارزګان ولایت پخوانې سناتور او د ولایتي شورا د دریمي دوري غړۍ ښاغلي محمد حنیف خان (حنیفي) خبري وکړي او د دغه ولایت له ټولو هغه کسانو څخه ئي مننه وکړه،چې دوي ته یې رایې ورکړي، ده ژمنه وکړه چې لکه څنګه مو اوس سوګند یاد کړ نو د خپل خدمت په قانونې موده کې به تل د خپل ولس په چوپړ کې پاتې کیږو، د فساد څخه به لیري یو او پخپل ټول وس او توان سره به د دغه ولایت د خلکو ستونزو ته د ولایتي ادارې په همکارۍ د حل لارې چارې لټوو، د یادو مراسمو په پای کې د ولایت مقام له لورې د ولایتي شورا پخوانیو غړو ته د دوي د ښوو کړنو له امله ستاینلیکونه ورکړل شو او غونډه په دعا سره پائ ته ورسیده.

دوست محمد نایاب
د ارزګان ولایت مقام ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *