عاشق الله اخلاص يار / پکتيا –
دپکتيا امنيه قومدان پاسوال زلمي اورياخيل ملي راډيو تلويزيون ته وويل چې ددقيقو مالوماتو دلرلو په اساس يې يو کرولا ډوله موټر چې ټول په چاوديدونکو توکو باروو د پکتيا په مرکز ګرديز پورې اړوند ددولت زيو سره دخوست او ګرديز په نيغ سرک نيولی دی .
اورياخيل زياته کړه چې ددغه موټر موټروان په تيښته بريالی شوی دی خو موټر ترې ونيول شو .
امنيه قومندان پخپلو خبرو کې وويل چې په دغه موټر بريد کې به په زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وای خو خوشبختنا چې مخه يې ونيول شوه .
ده زياته کړه چې دې موټر چاودنې به دپکتيکا ولايت پيښه رامينځته کړی وای خو دپکتيا ګړندي پوليس او استخباراتي ادارې پدې وتوانيدې چې دچادلو نه مخکې دبحران مخه ونيسي چې دادی موټر يې ځای پرځای نيولی دی .
پاسوال زلمي اورياخيل زياته کړه چې دتيښتيدونکي موټروان په اړه جدي پلټنې روانې دي او پوليس لګيا دي چې زر تر زره يې ونيسي او په همدې اړه هم عمليات پيل شوي دي ،
نوموړي ډاډ ورکړ چې تيښتيدونکی به هم زر ونيسي او وروسته له هغې به تر پوښتنې او ګروږنې پيل شي .