سید اصغر هاشمي

ځواني د انسان د هلوځلو هغه مرحله ده، چې مغز یې د کار او د بدن غړي یې د زحمت لپاره اماده وي.

که دځوانۍ په قدر پوه نه شو، په زړښت کې به ډېر ارمانونه وکړو، دا دوره د کار، تحصیل،خدمت،عبادت او نورو …… لپاره یو ښه وخت دی.

سړي چې زوړ شي د نورو محتاجه شي، ډېر وخت مریض او د نورو د اوږو بار شي.

له انسانانو سربېره په حیوانات، نباتات، جمادات کې هم ځوان اوزوړ شته.

ونه چې ځوانه وي، ښه سیوری کوي، ښا خونه یې په خپل وخت له میوو ډک وي او ښکلا ورسره وي، همدا ونه چې زړه شي، چینجي یې ووهي، مریضه شي او بلاخره تنه یې ورسته له لرګیو یې هم استفاده نه کېږي، د یوې ونې د خدمت وخت هم د ځوانۍمرحله ده.

حیواناتو کې ځوان غویه ښه قلبه کوي اوښه مځکه اړوي، د دهقان د مځکې د کرلو او تخم اچولو وسیله ګرځي، خو برعکس یو زوړ غویه دا کار نه شي کولای او قصاب یې د حلالې لپاره اخلي، د زوړ مال غوښه خلک نه خوښوي او په مقابل کې د ځوان مال غوښه په لوړه بیه اخلي.

یو باز په ځوانۍ کې خپل مالک ته ښه ښکار کولای شي، چې زوړ شي له کاره ولویږي.

په جماداتو کې که غرونه وګورو، ځوان غر ښکلی وي او له تیګو یې استفاده کیدای شي او د زوړ غره تېږې یو ډول پکه او خوړل شوې وي او د استفادې نه وي.

د ټولنې د پرمختګ واګي د ویښو ځوانانو په لاس کې دي او له دوی سره نوی او ځوان فکر وي.

اصلي او حقیقي ځوان هماغه دی، چې د ځوانۍ په مفهوم پوه وي،که دی ځوان او کارونه دزړو کوي، دې ته بیا د ځوان په قواره او جسامت زوړ ویلای شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *