ژباړه: اسدالله خان امرخېل

نيويارک: کيدای شي تاسو يقين ونکړئ مګر ساينس دا ثابته کړې چې ماشوم په ۷ میاشتنۍ کې په شعوري ډول د نورو خلکو په پرتله په سترګو کې پټه حيرانوونکې وېره ژر احساسولی شي .

په جرمني کې د پلانګ انستیتیوت د څيړنې له مخې ۷ مياشتنی ماشوم د هر سړي د سترګو د سپينو په کتو د هغه جذبات په چټکه احساسولی شي.

څيړونکي وايي، کله چې د خوشالۍ پر ځای د وېرې احساس وکړي عکسل العمل ښکاره کوي.

د تجربې لپاره ماشومانو ته برېښنايي خولۍ ورپرسرکوي اوهغوی ته د سترګو انځورونه ورښکاره کوي چې په دې ډول د جذباتو بېلابېل انځورونه ورته وښيي.

له تجربې وروسته دغه خبره څرګنده شوې چې د سترګو د خوشالۍ په مقابله کې وېره وويني نو دماغي يا رواني حرکاتو کې ښکاره بدلون راځي.

دا څرګنده شوې ده چې سترګې د روح کړکۍ دي، او په ټولنيزو اړيکو کې يې مهم رول لوبولی دی.

دا لومړی ځل دی چې کوچني ماشومان هم د مشرانو جذبات په خپلو سترګو کې ليدای شي.

دغه مسايل د هغوی په راتلونکو ټولنيزو اړيکو پورې اړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *