محب الله آرمل

د اوسني داستاني ادب يو ستوري استاد سعدالدين شپون دی ، ستوری يې ځکه بولي چې په نثر کې هغه څه په ډېر خوند وايې او ليکي چې د بل ليکوال ګوتې يې د ليکلو وس او توان نلري ، د استاد نثر چې لولئ ګمان به کوئ چې ګويا د ژمي پېتاو ته يوه ډله وګړي را غونډ دي او استاد شپون ورته کيسې کوي ، استاد په خپلو نثرونو کې د سختو لغاتو شوکي ندی او داسې هم ندی چې يوه څه دې په زړه ور وګرځي خوپه ليکلو کې يې دې دوه زړی شي . د استاد اسدالله غضنفر يوه مقاله مې ولوسته چې اوستاد شپون ته د قالبي فکر بوت شکن او د استبداد پر وړاندې ولاړ کس ويلي ول تاسې د دې مقالې يوبر خه ولولئ : ((مونږ وخت په وخت بت شکن ادیبان لرلي دي خو په افغانستان کې په پښتو ادب کې د کلیشو او قالبي طرز په خلاف ډېر اصیل بغاوت استاد سعدالدین شپون وکړ. ده مونږ ته ازادي راوبخښله او د ځان د اظهارولو جرات یې راکړ .استاد شپون دغه کار د خپل سبک په ذریعه وکاوه.))

چې مطلب ګونګ پاتې نشي د استاد غضنفر دوه درې جملې نورې هم را اخلم :

((کېدای شي یو څوک په استاد باندې اعتراض وکړي چې د ژبې قالبي معیار یې په نظر کې نه دی نیولی. یو بل شاید ووایي چې کله کله د ژانرونو اصول په نظر کې نه نیسي. یو بل یې ممکن له هغو فکرونو سره په مخالفت تورن کړي چې مصلحت پکې دی. دغه اعتراضونه به یا په حقه وي یا په ناحقه خو زما په ګومان د دې خبرې په حقیقت کې شک نشته چې په افغانستان کې د قالبي او کلیشه شویو ادبیاتو په مقابل کې تر بل هر چا پیاوړی بغاوت ده کړی دی.))

استاد غضنفر په شپون صيب زياتې مقالې ليکلې دي او د ده دنثر ځانګړنې يې واضح کړې، زه نه غواړم چې د استاد شپون د نثر په تخنيکونو کرښې وليکم ، زه يوازې يوه خبره کول غواړم او د همدې خبرې لپاره پکارده چې لږ د استاد نثر ته اشاره وشي .

د استاد شپون لومړی ناول (شين ټاغی) نوميږي چې د جهاد دوخت خوږه کيسه او د سالنګ د واورو ننداره … پکې کولی شئ. دويم يې (ګټيالی) دی، د دې داستان کيسه نيمه په افغانستان او نيمه نوره په امريکاکې ده مانا دا چې د ( ګټيالي ) اتل امريکاته ځي او هلته بلا عجيب و غريب کارونه کوي ، درېيم يې د ( سمڅې ياران ) نوميږي پدې ناول کې هم د روسان د وحشت عکاسي ، مينه … او د استاد شپون د قلم جادو ليدلی شئ ، ورپسې يې د لنډو کيسو يوه ټولګه هم شته ( د بنګي غاړه ) نوم ورته خوښ کړی . دا ټولګه يې په ريښتيا هغه څه راته وايې چې موږ يې په اورېدو مضطرب کيږو ، استاد شپون په دې اثر کې خپلې خاطرې په ډېره تصويري او اصلي ژبه کښلې دي، ده هغه څه ليکلي چې بل ليکوال يې نه ليکي او يايې د ليکلو لپاره داسې زمينه سازي نشي کولی . دې ټولګې او په ټوله کې د سعدالدين شپون نثر ته وتلي شاعر پير محمد کاروان داسې اشاره کړې ده : (( ارواښاد الفت مرحوم د غني خان په هکله ويلي وو : غني خان په شعرکې هغه څه وايې چې د بل شاعر شونډې پرې سوزي .

خوزه د استاد شپون په باب وايم :

شپون په نثر کې هغه څه وايې چې د بل ليکوال ژبه او شونډوې پرې لولپه کيږي ))

کاروان خبره غزوي او شپون صيب د قوي هنري ايمان څښتن بولي ، د شپون نثر ستايې او دده له کتابونو ځينې پاراګرفونه را اخلي او شاعرانه نثر پرې ليکي .

وايې پلانی داسې سړی دی چې نه د چا مخ ګوري نه څټ ، مګر زه بيا د کاروان صيب په تقليد وايم چې شپون صيب داسې ليکوال دی چې د چانوم يې په خپل نثر کې راوړ هغه ليکوال يا شاعر دې پدې و ډارشي چې ګويا په يوه روپۍ يې کړی ، شپوصيب چې کله هم په چاکې د خو ځای پيداکړي بيا دا نه ګوري چې ولسمشر يې تر بمبارد لاندې دی که جيلاني جلان ، دا ويره آن له استاد غضنفرسره هم موجوده ده دی وايې: ((ما چې کله هم د استاد په لیکنو کې خپل نوم لیدلی دی، یو څه وارخطا شوی یم، ځکه د ده لیکنه د مچۍ ځاله وي او مچۍ که شات لري، چیچل هم کوي)).

(د مچې ځاله) د استاد شپون خاطرې دي، يوځای مې پکې وليدل چې په اوسني ولسمشر غني يې هم يوه کلکه ټوکه کړې وه ، جاناقا الکوزي يې هم نه وپرېښی.

د شپون صيب له شاعرۍ سره چندان نده جوړه دی وايې : (شاعري کاروان او جلان ته پرېږدئ او نثر وليکئ ) مګر شعرونه يې ليکلي (پرخه په ترخه) او (شين خالۍ پيدا شوه ) دده شعري مجموعي دي دلته يې د شعر يوه نمونه هم راوړم تاسې يې داسې فرض کړی لکه تفريح، لکه په هندي فلم کې يوه د مينې په ظرافت پوښل شوې سندره .

استاد شپون وايې :

ستا د سترګو شوبلې راغلې

د زړه کلـــــــــــــــي ورانوي

کـږې وروځــې نرۍ ملا دې

پښتانه روســـــــــــــــانوي

غالبا درې کاله وړاندې مې د شپون صيب وروستی ناول ( ښايستو ) ولوست [ د شپون صيب يو بل ناول اوس د چاپ لار څاري خو تر اوسه لکه چې چاپ ندی ] په ښايستو ناول کې يې هم په زړه پوره تصويري و ظنزي ژبه کارولې وه … په همدې ناول کې يې په ځوان شاعر او ژورنالېست جيلاني جلان يو د توپ ګزار کړی وو ، جلان خوارکي په کومه مشاعره که بهير کې شعر لوستی وو خو اندازه يې د شپون صيب نه وو خوښ شوی نويې ويښتان د شلاوو سره ورته تشبه کړي ول … نور يې هم ښه څنلی وو ، له هماغه ورځې له شپون صيب وورېدم ماوېل هسې نه کله پداسې مشاعر ورپېښ شم چې دی هم پکې وي .

دا ټوله خبره مې تر دې پورې وکړه چې استاد شپون خو جلان ښه وهلی او ټکولی وو مګر جلان چې عالي فطرت او پراخه سينه لري استاد شپون ته يې داسې له مينې او هنر ډک نظم ليکلئ ، جلان وايې : ((د پښتو ژبې دروند استاد سعدالدین شپون صیب ته ډالۍ !))

غر هنر/ سید جیلاني جلان

واه واه د شپیلۍ په سرُ خوږه سندره اورمه

مړ یې کړم په کیف ، څه جانانه خبره اورمه

اور کوي منې ؟ چې   مینه ناکې فضا اور کوي

غږ د خواږه زړه د طبعیت له دره اورمه

***

شورپه لوړو تاړو کې د ښکلیو اوازونو دی

مست د غره محیط د ناز او نیاز په سرودونو دی

زنګ د زړونو مینځي دغه غږ د هغه زړه بوله

چرته چې دمینې سمندر په غورځنګونو دی

څه دانه باران مې د پښتو په ګلڅونو دی

ته وا دا موسم مې د جنت له موسمونو دی

واه واه د شپیلۍ په سرُ خوږه سندره اورمه

مړ یې کړم په کیف ، څه جانانه خبره اورمه

اور کوي منې ؟ چې   مینه ناکې فضا اور کوي

غږ د خواږه زړه د طبعیت له دره اورمه

***

درومم دشپیلۍ په خواږه رګ پسې په ونو کې

ډوب یم د فطرت د لذتونو په لمنو کې

مخ ته را روانې غیږې غیږې د ګلونو دي

څه خوږې وږمې مې بدرګه د قدمونو دي

ټول وجود مې مینه مینه ټول وجود ارمان ارمان

تږی د ذوق تږی یم په تنده کې روان روان

واه واه د شپیلۍ په سرُ خوږه سندره اورمه

مړ یې کړم په کیف ، څه جانانه خبره اورمه

اور کوي منې ؟ چې   مینه ناکې فضا اور کوي

غږ د خواږه زړه د طبعیت له دره اورمه

***

اه هۍ کنه ستوری مې د بخت شو رابیدار شکر

دغه دی اوبه مې شولو اور د انتظار شکر

زه له ګل مزله ګل منزله پورې راغلمه

دادی د سندرې تر درشله پورې راغلمه

دغه ده په لاس کې یې شپیلۍ دجادوګرهنر

غرونه په سندرو غږوي دا لکه غـــــر هنر

شنه ګل ګل شړۍ مې دشپانه بابا په غاړه ده

ته وا زمانه په هنرونو کې ولاړه ده

واه واه د شپیلۍ په سرُ خوږه سندره اورمه

مړ یې کړم په کیف ، څه جانانه خبره اورمه

اور کوي منې ؟ چې   مینه ناکې فضا اور کوي

غږ د خواږه زړه د طبعیت له دره اورمه

***

۱۳۹۳/۸/۱۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *