په خوست ولايت کې د ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شورا د ټاکنو لپاره درې شپېته تنه نوماند شوي وو، چې د هغې له جملې څخه پنځلس تنه ولايتي شورا ته بريالي شول .د ولايتي شورا نويو برياليو وکيلانوته په مېلمستون ودانۍ کې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي لخوا سوګند ورکړل شو.

پدې مراسمو کې دولايتي ادارې مشرتابه،د ولايتي شورا پخوانى ريس سېدکريم خان خاکسار او غړو، خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت، د بېلابېلو قومونو مشرانو،ديني عالمانو، د مدني ټولنو فعالينو او ولايتي شورا ته نويو برياليو وکيلانو ګډون د رلود.

د ولايتي شورا پخواني ريس سېدکريم خان خاکسارد تېرې شورا په کړنو او فعاليتونولنډې خبرې وکړې .ده وويل په تېره کاري دوره کې يې دغصب شويو ځمکو په خلاصون، د قومي شخړو د هواري او بيارغونې په ډګر کې يې د ولايتي ادارې سره اوږه په اوږده همکاري کړېده، چې په لړ کې يې دخوست د خلکو لپاره په هره برخه کې زياتې لاسته راوړنې درلودې .

د نوموړي په خبره که چېرې ولايتي شورا په خپل منځ کې متحد واوسي او له هر ډول ټکرونوځانونه لېرې وساتي، نو په دې صورت کې کولى شي، چې د ولايتي ادارې د ټولو ملکي او نظامي ارګانونو سره په مشترکه توګه غوره چارې سرته ورسوي، غوښتنه يې وکړه، چې د ولايتي شورا نوي وکيلان د ټينګې همغږۍ په اساس د ولس ستونزو ته ځان ورسوي او د خپلې ولايتي ادارې سره همکار پاتې شي .

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د خپلې وينا پرمهال وويل چې پدې ولايت کې د ولايتي شورا دريمه کاري دوره، پداسې حال کې پيليږي ، چې ددغه شوراپخوانيو غړو دخوست د ولايتي ادارې سره دښې حکومتدارۍ د منځته راتګ،د ډاډمن امنيت د ټينګښت ،د ټولنيزعدالت د تامين،د قانون د حاکميت،د دولتي حاکميت د پراختيا،د ناامنۍ په له منځه وړلو،د دولتي غصب شويو ځمکو په خلاصون، د قومي شخړو په هواري ، د اداري فساد په مخنيوي،د انکشافي بودجې په رالېږدولو،د پروژو په تطبيق او منظورۍ کې دپام وړ هلې ځلې کړ دي ، چې خوشبختانه نن ورځ ددغه ګډکار په نتيجه کې د خوست ولايت په امنيتي،اقتصادي،اداري،فرهنګي او علمي برخو کې زيات پرمختګونه شوي دي .

نوموړي وويل دسوګند کولو څخه هدف دادى، چې تاسو هر يو بايد لدې وروسته ملي او ولسي ګټې ترشخصي ګټو لوړې وبولۍ،دقومپالنې او تنظيم پالنې څخه ځانونه لېرې وساتئ اوهېڅوک بايد دا فکر ونه کړي، چې د يوه قوم او يا د کومې ولسوالۍ مربوط يم، بلکې ټول خوست ته د خپل کور فکر وکړي او ټول قومونه خپله کورنۍ وبولي .

نعيمي د خپلو خبرو پرمهال له نويو استازو وغوښتل چې د پخوانيو استازو له ګټورو تجربو څخه ګټه پورته کړي، د دوى په شان لومړئ په خپل منځ او بيا د ولايتي ادارې د ټولو ارګانونو سره ټينګه همغږي پيدا کړي . د پخوانيو وکيلانو په شان په مشترکه توګه د انکشافي بودجې په رالېږدولو،د پروژو په منظورولو ، پلي کولو ، د قومونو ترمنځ د شخړو په هواري ،د دولتي غصب شويو ځمکو دخلاصون اونورو برخو کې چې ګټه يې ولس او نظام ته رسيږي،عملي او اغېزمن ګامونه واخلي، ترڅو پدې سره دخوست اوسنى حالت چې له نېکه مرغه د ډاډ وړ دى، نور هم بهتر شي .

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي وويل چې عزت د ولس په خدمت کې دى ، بايد دولتي مامورين او د ولايتي شورا غړي شپه ورځ د خلکو خدمت وکړي ، د دوى زړونه لاسته راوړي، ترڅو دلته د باور روحيه پياوړي شي.

که چېرې وکيلان يا دولتي مامورين يوازې په ځان ښودنه او د زياتو باډيګاردانو په ګرځولو وخت تېر کړي، په راتلونکي کې دوى خپل باور د لاسه ورکوي، نو په همدې اساس بايد هر دولتي مامور او د شورا غړى د هغې کارونو ډډه وکړي، چې د قانون خلاف وي او يا د ولس سره د فاصلې درامنځته کېدلو سبب کيږي ، دده په خبره تل بايد هڅه وکړو، چې داسې کړنې ترسره کړو، چې په هغې کې سوله، ثبات،ورورګلوي او پرمختګ وي .

دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي پدې نيوکه وکړه، چې ولې د ولايتي شورا او ولسي جرګې د ټاکنو پايلې او برخليک چې په ولايتونو او ولسواليو کې معلوم وي، د وروستۍ پرېکړې لپاره پلازمېنې کابل ته وړل کيږي .دده په خبره دا ډول کړنو ولس په ولسواکۍ او ټولټاکنو بې باوره کړى دى، بايد د ولايتي شورا او ولسي جرګې د ټاکنو برخليک په ولايتونو کې روښانه شي . که چېرې پدې طرزلعمل کې بدلون رانشي، نو دغه کړنې به ولسواکي د بې اعتمادۍ او بدنامۍ سره مخامخ کړي .

ورپسې د ولايتي شورا پخواني منشي مرادخان منګل وويل چې ولايتي شورا په تېر دور کې په بشپړه توګه يې د ولسونو د غوښتنو استازيتوب کړى، د ولايتي ادارې د ټولو ملکي او نظامي ارګانونو سره يې په ګډه کار کړى، ترڅو دخوست د خلکو لپاره اساسي کار وکړي .همداراز د ولايتي ادارې لخوا يې په ټاکل شويو پلاوو کې څو ځلې پلازمېنې کابل ته سفرونه کړي دي، خو ددغو ټولو سفرونو هدف يې د امنيت خونديتوب، د ولس سوکالي او پرمختګ وو .

ورپسې د ولايتي شورا د نويو وکيلانو په استازيتوب مديراميرالله زړه سوند خبرې وکړې .ده وويل ولايتي شورا ته دټولو نوماندانو د ودرېدلو هدف يوازې او يوازې دخوست خلکو ته صادقانه خدمت کول دي، پدې لاره کې به هر ډول قرباني ورکوي.دولس ستونزې او غوښتنې به دلومړيتوب په پام کې نيولو سره دخوست ولايت له مشرتابه سره د حل په موخه شريکوي، ترڅو پدې سرحدي ولايت کې ټولې هغه نيمګړتياوې چې د ولس د پرمختګ په لاره کې خنډ شوي دي،د مشترک کار په اساس هوارې شي.

نوموړي د ټولو وکيلانو په استازيتوب دخوست ولايتي ادارې مشرتابه او خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دوى به هروخت د خپلې اسلامي او ملي مسووليت له مخې د ولس ستونزو ته رسېده ګي کوي او د هغو کړنو په مخنيوي کې به د ولايتي ادارې سره همکاري کوي، چې د پرمختګ مخه ډب کوي .

د غونډې په وروستۍ برخه کې دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي له لوري دخوست ولايتي شورا ته بريالي شويو پنځلسو وکيلانو ته چې درې يې مېرمنې او دوولس يې نرينه دي، خپلې دندې ته د ژمنتيااو صادقانه خدمت سوګند ورکړل شو.

د يادولو وړ ده، چې په تېره کاري دوره کې دخوست ولايتي شورا نهه تنه غړي درلودل، چې شپږ تنه يې نرينه او درې يې مېرمنې وې، خو دويمې درجې ته د ولايت په ارتقا سره د ولايتي شورا څوکۍ پنځلسو ته ورسېدې، چې دوولس يې نرينه او پاتې يې ښځينه دي .

وروسته هغه ستاينليکونه چې دسيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولايتي شورا د انسجام د لوى رياست څخه د خوست ولايتي شورا پخوانيو غړو ته د غوره کارونو د سرته رسولو له امله رالېږل شوي وو، دخوست سرپرست والي په لاسونو ورکړل شول .

ولايت مقام مطبوعاتي دفتر – ١٩ -٨ -١٣٩٣ دوشنبه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *