اغلې سټون او ښاغلی فیشر
تاند- په افغانستان کې د یوه وژل شوي بریتانیايي عسکر خور له هغه عسکر سره واده کوي چې د دې د ورور د ژغورلو هڅه یې کړې وه.
د بریتانیا د ایکسپریس کو ویبپاڼې د راپور له مخې ۲۰ کلن ګریګ سټون (Gregg Stone) د ۲۰۱۳ میلادي کال د جون په درېمه د طالبانو له لوري د یوه برمته شوي افغان پولیس د خلاصون د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.
سره له دې چې د بریتانیا د پوځ د درېم کنډک سرتېري لېم فیشر (Liam Fisher) د خپل ملګري (سټون) د ژغورلو زیاته هڅه وکړه هغه په غاړه درې مرمۍ لګېدلی و او ځای پر ځای مړ شو.
اوس د سټون خور، دوه ویشت کلنه روز ان تیاري نیسي چې له ۲۲ کلن فیشر سره واده وکړي.
اغلې سټون وايي:«که یې ورور ژوندی وای ممکن په دې حیرانه شوی وای چې زه له یوه عسکر سره واده کوم خو واده ته خوشاله یم.»
