کلیوال ادبي ملګري ټولنې د ۱۳۹۲ لمریز کال د چنګاښ د میاشې په ۱۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د اسلامي تمدن په پلازمېنه کې د قافیې پيژندنې په اړه علمي ناسته او ازاده مشاعره وکړه.

په دې غونډه کې چې د غزني سربېره د پکتیکا څخه هم ځینو ادبپالو او فرهنګیانو ګډون کړی و، د غزني په اطلاعاتو او کلتور په ریاست کې د ماسپښین په درې بجې د قاري صیب ذکریا نصرتي له لورې د قرآن کریم په سپېڅلې آیاتونو پيل شوه.

د قرآن کریم له تلاوت وروسته د کلیوال ادبي ملګري د ټولنې مشر احمد فرید تکل د پرانیستونکي وینا لپاره دریز ته وبلل شو.

هغه وویل، غزني د ادب او کلتور ځانګو پاتې شوې ده، دا ویاړ موږ ته له نیکونو را پاتې ده او موږ باید تر وسه هلې ځلې وکړو تر څو دا لړۍ روانه وساتو.

تکل زیاته کړه، کلیوال ادبي ملګري ټولنه تل هڅه کوي چې په غزني کې د ادب او کلتور په ډګر کې نه ستړي کېدونکي منډې وکړي او د دې لرغوني ولایت ادبپالو او فرهنګیانو په یوه ټغر را ټول کړي.

د نوموړي په ټکو ((په دې وروستیو کې مو په غزني کې د علمي ناستو او څیړنیزو غونډو لړۍ را پیل کړي. چې په دې ناسته کې به په شعر کې د قافیې په تاثیراتو خبرې وکړو. چې په لومړی هغې غونډه کې د غزني ولایت د ژورنالیستانو د ټولنې رئیس ښاغلي اسدالله جلالزي د ژورنالیزم په اړه لیکچر ورکو.))

تکل زیاته کړه، د غزني ولایت ځوان او تکړه استاد چې تازه د کابل پوهنتون په ادبیاتو پوهنځې کې د استاد په توګه ګمارل شوی دی، تاسو ګډون والو ته به د قافیې پیژندني په اړه هغه څه چې دی له ځان سره لري شریک کړي. زه د کلیوال ادبي ملګري د ټولنې له لورې او ستاسو ټولو حاضرینو په استازیتوب ښاغلي استاد سمیع الله وحدت ته د دې مقدسي او درندې دندې مبارکي وایم او له ستر څښتن څخه ورته د لا بریاوو غوښتونکی یم.

د ښاغلي احمد فرید تکل له خبرو وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځې استاد ښاغلی سمیع وحدت د قافیې پيژندنې په اړه ګډون والو ته لیکچر ورکو.

هغه وویل، په پښتو منظوم ادب کې له هماغه پیل نه قافیه د فن په حیث کارول شوې ده ان تر دې چې دوه نیم زره کاله پخوا د لوی داریوش( ۴۸۶ـ۵۲۵ ق م ) په امر د بیستون پر غره کوم ډبر لیک کېندل شوی دي په څلورم ستون او ۶۳\۶۴ بند کې یې د یوې اخلاقي حماسې په ترڅ کې یو دری مسریز شعر راغلی، چې په میخي لیک لیکل شوی، اروښاد پوهاند حبیبي پښتو ګڼلی چې اوسنۍ بڼه یې داسي ده.

                                      نې اړیــــــکه وم

                                      نې دروه جـنه وم

                                       نې زور کړه وم

که پورتني درې مسرو ته ځیر شو، د (وم) کلمه ردیف او د ( اړیکه، دروه جنه او زور کړه) کلمې د قافیې په توګه راغلې دي.

ښاغلي وحدت زیاته کړه، د عربو په لغت کې وروسته، شا، څټ او ورپسې تلونکي ته وایي او په اصطلاح کې هغه پوهنه ده چې د بیتونو د دورونو د پای د کلمو له همغږيو څخه بحث کوي.

د نوموړي په خبره، د قافیې کلیمې هغه کلمې دي چې د دورونو په پای کې لازمه هم اهنګي ولري د قافیې کلمې یې، بولي، لکه: سپکې، ځمکې، ورکې.

هغه همدارنګه د قافیې په دور، مصرع او غیر مصرع بیت، ردیف، روي، د روي په تورو، د قافیې په حرکتونو او د قافیې په عیبونو خبرې وکړې.

د ښاغلي وحدت له لیکچر وروسته د غونډې مېلمه په غزني کې د کلید راډیو مسوول ښاغلي نثار ازاد زوی خبرې وکړې.

هغه وویل، د داسې علمي غونډو جوړول په غزني کې بیخې نوښت دی او د کلیوال ادبي ملګري د ټولنې دا کار سخت زیات د ملاتړ وړی دی، ترڅو لا نور هم وغزېږي.

ښاغلي ازاد زوی د شخصیتونو په جوړولو کې د داسې غونډو تاثرات ډېر ژور وبلل او د دې لړۍ د دوام غوښتونکی شو.

د ښاغلي ازاد زوی له خبرو وروسته، ازاده مشاعره پیل شوه، چې په کې له پکتیکا څخه راغلی شاعر او لیکوال کلا خان حیران، بلهار جلالزي، شفیق قاري زاده، اصف حیسیني، رحمت مرجانخېل، حکمت الله آرین، قدرت الله ځیرک، رحیم سالک، بهزاد خپل، سیف الله مفتون، ابراهیم امیري، مطیع الله مراد او ګڼو نورو خپل شعرونه په ګډون والو واورول.

له مشاعرې څخه وروسته د پای وینا د غزني د ژورنالیستانو د ټولنې رئیس ښاغلي اسدالله جلالزي وکړه.

هغه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځې له استاد ښاغلي سمیع الله وحدت څخه یوه نړۍ مننه وکړه چې ان له کابل څخه یې دې غونډې ته ځان را رسولی.

نوموړي وویل، ډېر داسې ځوانان شته چې شاعري او لیکوالي کوي، خو د لیکلو له اصول سره یې یو څه نابلده دي. د ده په ټکو که داسې غونډې لا دوام وکړي، نو د هغو لیکوالانو او شاعرانو ستونزې چې دوی یې په دې برخه کې لري تر ډېره حل شي.

وروسته د ښاغلي اسدالله جلالزي له لورې ښاغلي سمیع وحدت ته په دې موخه لونګۍ ور وتړل شوه چې په ډېر کم عمر کې د دې سپېڅلې دندې څښتن شوی دی.

غونډه مازدیګر ناوخته د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

جمیل وقار

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *