تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د نړیوال بانک له رييس سره په کتنه کې له دغه بانک او نورو مرستندویو وغوښتل چې له افغانستان سره په هغو برخو کې مرسته وکړي چې د دې هیواد د ودې سبب کېږي.

ولسمشر غني د نړیوال بانک له رييس باب ساوم سره نن په ارګ کې د کتنې په مهال وویل، د افغانستان نوی حکومت له نړیوال بانک او نورو تمویلوونکو سره د هغو کلیدي سیکتورونو په پېژندکلو کې د کار غوښتونکی دی چې د افغانستان د ودې او پرمختګ سبب کېږي.

ډېر افغانان وايي چې نړیوالې ټولنې په تېرو دیارلس کلونو کې له افغانستان سره ډېره مرسته کړې خو اکثره مرستې یې په موقتي پروژو یا هغو پروژو چې خلکو ته کار او روزګار نه رامنځته کوي، لګولي دي.

ولسمشر د نړیوال بانک ريیس ته وویل، د افغانستان حکومت غواړي چې له نړیوالو مرستو څخه د اغېزمنې استفادې لپاره د محاسبې او حساب ورکولو یو منظم او منسجم سیستم جوړ کړي.

د نړیوال بانک ريیس ښاغلي ساوم په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ له افغانستان سره د خپلو اوږدمهالو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *