د کرکټ نړيوالې شورا (ICC) د دوشنبې پر ورځ (د 2015 ز. کال د نومبر مياشتې په لسمه نېټه) اعلان وکړ چې که چېرې د 2015 کال کرکټ نړيوال جام پايلوبه مساوي، يا لغو او يا هم د نورو ستونزو له وجې سرته ونه رسېږي، نو پايلوبې ته رسېدلې دواړه لوبډلې به اتلې ګڼل کېږي او نړيوال جام به دواړو لوبډلو ته په شريکه توګه ورکول کېږي. دا به د کرکټ په تاريخ کې د خپل وار لومړی ځل وي.
د کرکټ نړيواله شورا د 1991 ز. کال نړيوال جام په نيمه پايلوبه کې هم له يادې ستونزې سره مخ شوې وه، کله چې د اسټراليا او سويلي افريقا ترمنځ تاريخي نيمه پايلوبه مساوي شوه، نو اسټراليا د ډلبندۍ پړاوونو (Group Stage) کې د ښه رېکارډ په لرلو سره پايلوبې ته ووتله. دا ځل همدې ستونزې ته په کتلو، د کرکټ شورا پر وخت اقدام وکړ.
له بلې خوا د دويمې او درېمې درجې هېوادونو لپاره يو خواشينوونکی خبر دا و چې د 2019 کال نړيوال جام سياليو ته چې په انګلستان او ويلس کې به ترسره کېږي، يوازې 10 لوبډلې ټاکل کېږي. دې خبر نړيوال جام ته د دويمې او درېمې درجې هېوادونو د پرمختګ مخه له نورو ستونزو سره مخ کړه.
په دې مانا چې د کرکټ نړيوالې شورا د 2017 ز. کال د سپتمبر مياشتې 30 نېټې د درجه بندۍ (Ranking) سره سم د لومړي مقام څخه تر اتم مقام پورې اته لوبډلې به په اتومات ډول په جام کې د لوبېدلو حق ولري، خو پاتې دوه لوبډلې به، چې په نهم او لسم ځای کې دي، نور پړاوونه ترسره کوي.
دغه دوه لوبډلې به په نړيوال جام کې د د نهم او لسم ځای خپلولو لپاره د دويمې او درېمې درجې هېوادونو د غوره لوبډلو سره سيالۍ ترسره کوي، چې دوه ګټونکې لوبډلې به په ترتيب سره د نړيوال جام لپاره نهمه او لسمه لوبډله وي.
د يادونې وړ ده چې د 2015 ز. کال نړيوال جام لوبو لپاره په ټوليزه توګه 10 ميليونه ډالره په پام کې نيول شوي چې د 2011 ز. کال جام په پرتله 25 سلنه زياتوالی ښيي. له يادو ډالرو به 35000 ډالره هرې هغې لوبډلې ته ورکول کېږي، چې په لومړيو پړاوونو (Group Stage) کې له اتلولۍ سره خدای په اماني وکړي او اتلې لوبډلې ته به 3750000 ډالره ورکول کېږي.