په كندز كې د سپين زر جريدې د ۱۳۵۱ لمريز كال ګڼو د دغه ولايت يوه جالبه ادبي مناقشه خوندي كړې ده. مناقشه په سپين زر جريده كې د يوۀ شاعر د غزل له خپرېدو وروسته پيل شوه. په دې غزل كې لولو چې :
چا چې ايښى ستا په لنډه زنه خال دى
هم هغه راته پېښ كړى دا جنجال دى
يوه ليكوال په پاسني بيت باندې مقاله وليكله او هلته يې وليكل چې د استاد ګل پاچا الفت له دې بيته راغلا شوى دى :
چا چې ايښى دا شين خال ستا په جبين دى
زما زړۀ هم د هغه له لاسه شين دى
شاعر د ادبي سرقت د تور د لرې كولو لپاره استدلال وكړ چې الفت صاحب د تندي د خال او د زړۀ د شين والي ذكر كوي مګر دى د زنې خال او جنجال يادوي.
په دې مباحثه كې د ځينو نورو دريځ دا و چې توارد شوى د ى .
توارد دې ته وايي چې دوه كسه، په ناخبري كې ، كټ مټ د يو بل غوندې شعر ووايي. څرنګه چې د استاد الفت او نوموړي شاعر بيتونه بېخي يو شان نه دي نو توارد يې نه شو بللى .
ايا په دواړو بيتونو كې د موجود توپير په خاطر ويلى شو چې د ادبي سرقت تور سم نه دى ؟ تر ځواب دمخه به اول دا خبره وكړو چې علمي او ادبي سرقت ډولونه لري.
يو وخت ما په تهران راډيو كې د اورېدونكو د ليكونو د خپرولو كار كاوۀ. كله نا كله به اورېدونكي پردى شعر را واستاوه چې د دۀ په نوم يې خپور كړو. شعر به د بل چا و ، يوازې په مقطع كې به د اصلي شاعرپه ځاى د را استوونكي نوم ليكلى و. دغه ډول غلا ته پخوانيو نسخ يا انتحال ويلي دي.
د ۱۳۸۲ كال په دوبي كې له عصمت الله څاروان سره په كابل کې د پښتني تجارتي بانک مخې ته د سړك د غاړې په كتاب پلورنځيو ګرځېدم. د څاروان صاحب هلته يوې انګليسي ، پښتو ډكشنري ته پام شول، ويې ويل : دا خو كټ مټ زما جيبي ډكشنري ده، يوازې زما په ځاى د بل چا نوم ورباندې ليكلى دى .
دا هم د نسخ يا انتحال او يا په بله ژبه د پوره غلا يو مثال بللى شو.
ځينې ليكونكي بل چا موندلې نوې خبره په خپله ليكنه كې په خپل نوم تېروي او يا هغه كتابونه چې نورو لوستي او په خپلو آثارو كې يې اقتباسونه ترې كړې دي ، داسې معرفي كوي چې ګواكې دوى د خپلې ليكنې لپاره لوستي دي . داسې هڅې هم په ادبي سرقت كې شاملې دي.
اكثره غلاوې په چالاكۍ سره تر سره كېږي. شاعر يا ليكوال الفاظ بدل رابدل كړي ، يو نوى رنګ وركړي او په ظاهره نوي څه ووايي. اكثره خلك د دغو ليكوالو يا شاعرانو ليكنې ستايي او ډېر لږ كسان په دې خبر وي چې كيسه څه ده . د افغانستان په څېر هيواد كې چې د خلكو ادبي مطالعه خورا كمه ده، له ادبي سرقته د نوم ګټلو لپاره استفاده چندان مشكله چاره نه ده او چې رشتيا راځي دروغو به كلي وران كړي وي.
د ارواښاد الفت د ذكر شوي بيت د خيال اصلي موضوع له خال ايښودونكي څخه شكايت دى . دغه شكايت هغه بل شاعر هم كړى دى . د دواړو شعرونو پيل او وزن يو شان دى نو ځكه ګومان كېږي چې دا به سرقت وي . دلته د سرقت يوه بله نښه دا ده چې الفت د افغانستان مشهور شاعر دى ، په دیارلس سوه څوپنځوسمو کلونو کې د هغه شعرونه تر اوس هم ډېر لوستل كېدل او دا خبره د چا زړۀ ته نه لويده چې يو څوك دې له شعر سره مينه ولري او د الفت له شعرونو دې نه وي خبر.
موږ د پيروي اصطلاح هم لرو. كله نا كله يو شاعر د بل چا له شعرونو دومره متاثر شي چې په شعوري يا غير شعوري ډول د هغه له پيروي څخه ځان نه شي ايستلى . پيروي هم چندان د هنر كار نه دى خو له هغه سرقته بېخي بېله ده چې د چالاكي او د نورو د غلطولو په بنياد كېږي.
ايا موږ ويلى شو چې نوموړي شاعر د الفت صاحب پيروي كړې ده ؟
ځواب دا دى چې پيروي له محبته سرچينه اخلي . كه يو شاعر د بل د طرز او سبك ډېر لېوال وي او د هغه اثار يې بيا بيا لوستي وي او تر ژور اغېز لاندې ېي وي نو ممكن د ده په ټوله شاعري باندې د هغه د سبك سيورى پروت وي. خو كه داسې وي چې صرف مشخص بيتونه او خيالونه يې ځنې اخيستي او نور په هغه لار نه وي تللى ، بيا به مشكله وي چې پيروي يې وبولو.
موږ د الهام كلمه هم لرو . كله نا كله وايو چې پلاني په خپل شعر كې د پلاني له هغه شعره الهام اخيستى دى . دلته مو منظور سرقت نه وي ، پيروي هم نه وي. ځكه پيرو هغه مارغه ته ورته دى چې د بل چا د هنر په قفس كې ايسار دى ، مګر ملهم اسير نه دى .
ادب پوهانو همېشه د ښو اثارو د لوستلو سپارښتنې كړې دي چې د الهام مهمې سرچينې دي . الهام يو داسې محرك دى چې شاعر ته د نوې خبرې د كولو وړتيا وركوي.
بېرته به راشو د الفت صاحب شعر ته. په غالب ګومان الفت صاحب د نوموړي بيت د ويلو په وخت د قادرخان خټك له دغه بيته الهام اخيستى دى چې وايي :
هم هغه مې دى دا داغ په ځيګر ايښى
چې يې داغ دى په سپين مخ د دلبر ايښى
خو د الفت صاحب اخيستنه مثبته او الهامي بولو ، مګر د كندز د هغه شاعر اخيستنې ته په دغسې نظر نه ګورو ، دا ولې ؟
دا د سرقت، پيروي اوالهام په بحث كې خورا مهمه پوښتنه ده.
ارواښاد الفت په خپل بيت كې د زړۀ د شنۀ خال او د زړۀ د شين والي تر منځ نوى تناسب او ارتباط موندلى دى چې د عبدالقادر خټك په بيت كې نه و. په همدې وجه وايو چې د الفت صاحب بيت په ادب باندې يوه اضافه ده ، مګر د هغه بل شاعر په بيت كې داسې يوه نكته چې په نوې ښكلا دلالت وكړي ، نشته او بلكې د قادر خان خټك تر بيت هم تناسبات پكې كم دي. څرنګه چې دا موضوع قادرخان تر الفت دمخه او هغه بل شاعر تر الفت وروسته بيان كړې ده نو توقع دا ده چې دويم شاعر يې تر لومړي او دريم يې تر دواړو بهتره ادا كړي. الفت صاحب دغه توقع پوره كړې او هغه بل نه ده پوره كړې .
د رحمان بابا دا بيت ډېر مشهور دى :
دا دنيا ده خداى له عشقه پيدا كړې
د جمله وو مخلوقاتو پلار دى دا
تر رحمان بابا دمخه ميرزا خان انصاري ويلي دي :
كل جهان له محبته پيدا شوى
دا رشتينى عشق د كل جهان ابا
رحمان بابا د ميرزا ديوان لوستى او په خپل ديوان كې د هغه يادونه كوي. خو د رحمان بابا بيت نه د غلا مال بولو او نه د پيروي ټاپه ورباندې وهو او وجه يې دا ده چې رحمان بابا تر انصاري اړولې ده.
ميرزا انصاري پخپل بيت كې د ( كل جهان ) عبارت دوه ځله راوړى او په دې ډول يې تاكيد ورباندې كړى دی ، حال دا چې په بيت كې اصلي اهميت د عشق دى ، نه د كل جهان . بل دا چې له ( جهان ) سره د ( كل ) راوړلو ته خاصه اړتيا نشته. موږ چې جهان يادوو ، منظور مو كل جهان وي. د ميرزا په بيت كې د ( محبت ) كلمه راغلې ده چې د عشق د كلمې هومره معنوي قوت نه لري. ��غه راز په دويمه مصرع كې د ( رشتينى ) ستاينوم د محبت په معنا او مفهوم كې ممكن شك پيدا كړي. موږ چې كله وايو، واقعي شعر ، نو منظور مو دا وي چې ځينې شعرونه واقعي نه وي. د رحمان بابا بيت دغسې خوګانې نه لري. رحمان بابا د ( كل جهان ) په ځاى د ( دا جهان ) عبارت راوړى ، ځكه جهانونه دوه دي. يو دا فاني خاورين جهان او بل هغه بل . رحمان بابا د ( جمله وو) كلمه د مخلوقاتو لپاره راوړې ، ځكه مخلوقات ګڼ دي. د رحمان بابا د شعر په پاى كې د ( دا ) اشاري ضمير راغلى دى چې د بيت په اصلي كلمه يعنې عشق باندې تاكيد وشي. دغه راز د بيت په پاى كې د سر د كلمې تكرار چې په بديع كې يې د رد الصدر الى العجز صنعت بولو،د كلام موسيقي پياوړې كړې ده.
څرنګه چې د رحمان بابا او الفت صاحب بيتونه د ميرزا او قادرخان خټك په بيتونو باندې څرګند امتيازونه لري نو دلته دا قضاوت اسانه دى چې رحمان بابا او الفت صاحب كه د ذكرشويو بيتونو مضامين له بل چا هم را اخيستي ، خو بهتره كړي يې دي او دا هنر دى . كله كله بيا دا قضاوت دومره اسانه نه وي. مثلا د عزل د پلار حمزه شينواري يو مشهور بيت په ظاهره د كاظم خان شيدا يوه نامشهور بيت ته په پام سره ويل شوى دى . حمزه فرمايي :
ياره چې اسمان ته دې باڼه ګوري
سترګې دې زما په مخ كې څه ګوري
او شيدا فرمايلي دي :
ستا چشمان به څه نګاه كا په خاكسارو
چې له كبره دې باڼه ګوري اسمان ته
د حمزه شينوا ري بيت د وزن ، انسجام او موسيقي له دركه د شيدا تر بيت بهتره دى او تر ډېره حده همدا وجه ده چې د حمزه بيت د ډېرو كسانو حافظو ته لاره كړې ده او د شيدا بيت يوازې د دۀ په ديوان كې اوسي. خود شيدا په بيت كې د اسمان او خاكسارو تر منځ يو جالب تناسب شته . دغه راز د اسمان ته كتلو علت ( كبر ) يې بيان كړى دى . البته، دا هم ويلى شو چې كاظم خان شيدا په خپل بيت كې يوه معمولي معنا ځاى كړې ده حال دا چې حمزه شينوا رى خپله معشوقه په كبر كولو نه تورنوي ، بلكې حيران پاتې دى چې ستا خو ان باڼه لا اسما نګوري دي نو سترګې به دې زما په مخ كې په څه پسې ګرځي ؟ د حمزه صاحب په بيت كې بيان شوى حيرت د مينې د لاپېچلې تجربې څرګندونه كوي.
د يادولو ده چې په ادبي روايتونو كې باڼه د سترګو محافظان ياد شوي دي . شيدا او حمزه دواړو دغه روايت ته پام دى . يعنې كله چې د يو چا محافظان اسمان ته ګوري پخپله د دۀ به څومره لوړ مقام وي ؟ د بڼو كږول د نجونو يو ډول سينګار دى. په لنډيو كې اورو :
عالمه سترګو ته يې ګورئ
كاږه باڼه يې په زرګر جوړ كړي دينه
په اوسني كابل كې د بڼو د كږولو وسيلې ته ( مژه قات ) وايي.
كه بېرته راشو د حمزه صاحب او كاظم خان شيدا بيتونو ته، بايد ووايو چې د حمزه د بيت له مجموعي امتيازونو سره سره اصلي مضمون د كاظم خان شيدا دى . د الفت صاحب او قادرخان د بيتونو مضمون او يا د ميرزاخان او رحمان بابا د بيتونو مضمون داسې مضامين نه دي چې له بل چا سره هيڅ تعلق نه لري بلكې نيم خاص مضامين يې بللى شو ، يعنې داسې دي چې په يو څه بله بڼه به نورو شاعرانو هم ، كه په پښتو كې نه وي نو په فارسي يا د سيمې په بله ژبه كې را اخيستي وي ، خو شيدا چې د هندي سبك شاعري كوي او د مضمون نوى والى ورته ډېر اهميت لري، مضمون يې له اره خپل دى ، نيم خپل نه دى .
نو كه چېرته د نيم خپل مضمون نظريه ومنو، بيا خو د كندز هغه شاعر هم نيم خپل مضمون را اخيستى و او دا چې تر الفت صاحب او قادرخان يې بهتره كړى نه دى ، وس يې همدومره و. ايا دا استدلال سم دى ؟ او كه سم وي نو ويلى شو چې د كندز په هغه شاعر باندې د ادبي سرقت تور بې ځايه دى ؟
دغه استدلال به سم وي خو د كندز د هغه شاعر د بيت په برخه كې ورنه استفاده نه شو كولى ، ځكه يو شاعر كه ډېر ښه بيتونه ولري او په دغو كې يو نيم بيت د بل چا غوندې وي ، دا ويلى شو چې دغه يو نيم بيت د تصادف له مخې، په بې پامۍ كې ، يا په دې نيت چې لا بهتره شي ، را اخيستل شوى دى ، خو كه د شاعر په كتاب كې ښه بيتونه ډېر كم وي او د دغو كمو درك بل چېرته ولګوو، نو بيا حق لرو چې د سرقت شك ورباندې وكړو. د حمزه شينواري په غزلونو كې ځينې نور بيتونه هم موندلى شو چې د نورو شاعرانو غوندې دي . مثلا د هغوى يو بل مشهور بيت چې فرمايي :
ګوره سترګې يې چې ډكې ډكې كېږي
نوم د تګ په خوله وانه خلې باران راغى
د سعدي د يو مشهور بيت ژباړه ښكاري. سعدي فرمايي :
مى وری و گریه می آید مرا
لحظه ای بنشین که باران بگذرد
خو د استاد حمزه شينواري د شعرونو په باره كې له بل چا د را اخيستلو خبره ځكه نه كوو چې د دوى غزلونه له داسې بيتونو مالامال دي چې يوازې د دوى د خپل تخيل پيداوار يې بللى شو.
د يادولو ده چې په شعر كې ځينې خيالونه او مضمونونه مشترك ګڼل كېږي. هيڅ شاعر دا غلا نه ګڼي چې د معشوقې ونه له سروې سره، باڼه يې له غشي سره او سترګې يې له نرګسو سره تشبيه كړي، ځكه دا په مشتركو مضامينو كې حساب دي. د مشتركو مضامينو را اخيستل غلا نه ده خو كه نوى اړخ پكې پيدا نه شي ، هنر يې هم نه شو بللاى . د اوسني وخت له شاعره توقع كېږي چې كه په يوه مشترك مضمون كې نوى اړخ نه شي موندلى نو له تكراره دې يې لاس واخلي.
زموږ د بلاغت په پخوانو كتابونو كې د ادبي غلا په مختلفو بڼو بحثونه شوي دي خو له ځانه غلا ته چې اروپايان يې سلف پلېجريزم بولي، پام نه دى شوى .
ځينې شاعران او ليكوال خپلې ځينې خبرې په بېلو بېلو ليكنو كې تكراروي او دا عيب دى . د سلف پلېجريزم self-plagiarism د بحث مطرح كېدل به زموږ په اوسني ادب كې د دې كمزورۍ له كمېدو سره مرسته وكړي .
موږ د بلاغت په كتابونو كې د ادبي سرقتونو موضوع لرله خو د ذهني ملكيتونو (mental property ) بحث چې په افغانستان كې ظاهرا په لومړي ځل استاد نجيب منلي د مركو او ويناوو له لارې مطرح كړ، نوى دى . لكه څنګه چې وګړي د خپلې مادي شتمني د خونديتوب لپاره حقونه لري او قانون د دغو حقونو ملاتړ كوي ، دغسې اوس په نړۍ كې د بشر د ذهني ملكيتونو د ساتنې لپاره هم قوانين جوړ شوي او جوړېږي. د ادبي سرقتونو موضوع د ذهني ملكيتونو د بحث يوه برخه ده. څرنګه چې پرمختللې نړۍ د ذهني ملكيتونو په موضوع باندې ډېر كار كړى دى نو كه څوك غواړي په پښتو ادب كې د سرقتونو په موضوع مفصل تحقيق وكړي، بهتره ده د ذهني ملكيتونو له بحثونو سره هم ځان اشنا كړي ، څو په دې ډول د شرقي بلاغت يوې پخوانۍ موضوع ته له نوي ليدلوري وګوري او نوي اړخونه پكې ومومي. كله چې ما د سپين زر جريدې هغه بحث لوست، له تورن شاعر سره مې د همدردۍ احساس كاوۀ ، ځكه چې د غلا او سرقت كلمې ډېرې توندې دي. د ذهني ملكيتونو له مبحثونو سره بلدتيا به نوي اصطلاحات راوښيي او له ادبي سرقت سره اړوند بحثونه به مو لا دقيق او عادلانه كړي.