تاند- پر جلال اباد ښار نن سهار له نامعلوم لوري توغندي وویشتل شول او لږ ترلږه یو ملکي یې وواژه او درې نور یې ژوبل کړل.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویندوی حضرت حسین مشرقیوال وویل چې پر جلال اباد ښار سهار اته نیمې بجې د هاوان یوه ګولۍ ولګېده.

د مشرقیوال په وینا په دې پېښه کې یو ملکي ځای پر ځای وژل شوی او درې نور وروسته په څو راکټي بریدونو کې ژوبل شوي دي.

طالبانو تراوسه پوري د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو مشرقیوال وايي چې دا ډول بریدونه د دولت وسله وال مخالفان کوي.

د دولت وسله وال مخالفان کله ناکله پر پلازمېنه کابل هم دې ته ورته بریدونه کوي خو اکثره وخت د دوی راکټونه په خالي سیمو لګېږي.

که څه هم د طالبانو رسمي ویندویان د هغو حملو مسوولیت نه اخلي چې ملکیان پکې ووژل شي، خو ځیني طالبان په ښکاره پر ښارونو د دې ډول بریدونو دفاع کوي او وايي چې ملکیان دې د کفر له ساحې هجرت وکړي چې ونه وژل شي.

پرون په جلال اباد کې په یوه چاودنه کې د پولیسو د اکاډیمۍ درې روزونکي ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *