قومندان صاحب سبزعلی خان ما له نږدی څخه نه وو لیدلی خو د ده نژدې ملګری سید آغا خان، چې په لوګر ولایت کې د محلي پولیسویو بل تکړه قومندان دی، د شهید سبز علي خان د کارنامو په باره کې ډیرې کیسې وکړې او د هغه تر څنګ یې خپلې اندیښنې هم څرګندې کړې. هغه زیاته کړه چې پر ښاغلی سبز علی درې ځلې خودکشې حملې وسوې خو دی روغ رمټ پاته سو.

وایی، آخري ځل چې د لوګر مرکز کې پرې انتحاري حمله وسوه دی په کې ټپي سو، په سر کې یې د ښیښو او وسپنې ټوټې بندې وې او وینې ترې بهیدلې خو دی همداسی را کښته سو او د خپل ټوپک پر ماشه یې لاس ایښی وو څوک یط ځان ته نژدې نه پریښودل تر دې چې هغه د ښیښو ټوټې وایستې پر خپل سر یې لاس را کش کړ وینې یې ترې پاکط کړې او پر زخمونو یې ټیشو پیپر کښیښود وایی چې ملګرو ورته ویل قومندان صیب راځه چې ځو ډاکټر ته خو پر هیواد او دین مین شخص ورته وویل چې زه ښه یم راځی چې پسی ورسو او مالومه یې کړو چې دا کار چا کړی.

د خپلمنځی اختلافات او متعصبو امنیتی وروڼو په باره کې اندیښنې.


کلنګار، چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې یو کلی دی چېرته چې زمونږ دري ژبی وروڼه ژوند کوي د یاد کلی محلی پولیسو قومندان چې په حقیقت کې یو متعصب انسان دی همدوی درې ځلی د سید آغا خان د ترور کوښښ کړی او سیدآغا خان د هغه د ګروپ کسان لاس په لاس له چسپکی ماینونو سره نیولی دا کار له هغی وروسته وسو کله چې د لوګر ولایت قومندان صیب د امنیی او نورو امنیتی مسؤلینو له محلی پولیسو سره جلسه لرله, دی جلسی کې د کلنګار محلی پولیسو قومندان مستقیما پښتنو ته ګوته نیسی او وایی چې دا ټول کارونه د اوغانانو دی دا پښتانه چې تر هغو له مینځه لاړ نسی امنیت به و نه ګوری دی مجلس کې سید ‎آغا خان هم حضور درلود دا خبری د سیدآغا غوصه را پاروی پاڅیږی او مایکرفون تری اخلی ورته وایی که جنګ دی له پښتنو سره وی خو دا ده زه یم همدلته به یی معلومه کړو که بیا ژوندی را څخه پاته سوی ولاړ سه زما کلی ته او نور ووژنه خو که خبره د ټروریزم او د وطن د دښمن وی زه در سره یم او هغه چې هر څوک وی په ګډه به یی سره ختموو, او ورته یی وویل چې نور د بیګناه خلکو بی عزتی او ځورول د ده تر زغمه وتلی خبره ده یاد ګروپ به د لوګر, پکتیا, او خوست هغه خلک چې اوږدی ږیری او پګړی به یی درلودی وهل رټل او آن تر دی چې سپینی ژیری به یی ورته خریلی خو همدی سید آغا او سبزعلی خان یی مخنیوی وکړ او تر نن ورځی خلک د دوی د موجودیت له برکته پر لاره په امنیت او عزت کې تیریدلی سی وایی چې قومندان صیب ګونګی سو او داسی ځواب یی ورکړ چې نه تاسو زمونژ وروڼه یاست زما مطلب طالبان وو ټول پښتانه نه دی. همدی یاد کلنګاری قومندان له سبزعلی خان سره هم ورته ستونزی لرلی.

د لوړپوړو چارواکوهمکاري نه کول.

یاد کس له دی اندیښمن وو چې افغان چارواکی په خاصه توګه وکیل صاحبان د دوی پر ضد تبلغات کوی او دوی نه تشویقوی هغه زیاده کړه چې د طلوع ټلویزیون په پرده می اکبر ستانکزی د لوګر وکیل ولیده چې وایی: لوګر کې امنیت نسته صرف دا تور سړک د ورځی له طرفه لږ څه امنیت لری خو د شپی له طرفه هغه هم د طالبانو لاس کې وی.
یاد قومندان وایی چې زه له دریو کسو ملګرو سره د شپی له خوا پر دی لاره تیریږم او هیڅ کومی امنیتی ستونزی سره نه مخامخ کیږم په داسی حال کې چې تر ټولو زما دښمنان زیاد دی خو ښاغلی وکیل له نا امنی څخه سر ټکوی چې دا کار د امنیتی ځواکونو روحیه تر ډیره بریده ضعیفه کوی او خپلې وظیفې هومره توجه نکوي.

حکومت باید د داسي کسانو او د داخلی اختلافاتو مخه ونیسي او که چېری دا کار ونسي لیري به نه وي چې ډیر داسي کسان له لاسه ورکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *