انجینر حسیب الله کلیمزی د میدان وردګو ولایتي شورا څخه د رایو په اکثریت مشرانو جرګې ته وټاکل شو.

د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا د پنځلس غړو څخه یې دوه تنو هر یو انجینر حسیب الله کلیمزي او حاجي اختر محمد طاهري د دغه شورا څخه مشرانو جرګې ته د تګ په موخه ځآنونه نومولي وو،چې ښاغلي کلیمزي د پنخلسو څخه د نهو رایو په ترلاسه کولو سره وکولای شول،چې د دغه شورا څخه د مشرانو جرګې د غړي په توګه وټاکل شي.

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د ولایتي شورا له ټولو غړو څخه مننه وکړه،چې مشرانو جرګې ته د دغه شورا څخه د یوه غړي د نومولو په موخه یې ټاکنې ترسره کړې .

نوموړی همدا راز انجینر حسیب الله کلیمزي ته مشرانو جرګې ته د بریالیتوب له امله مبارکي ورکړه او له ښاغلي طاهري څخه یې هم مننه وکړه،چې د دیموکراسۍ په فضا کې د ازادو ټاکنو ترسره کیدو له امله ښاغلي کلیمزی ته مبارکي ورکړه.

انجینر حسیب الله کلیمزي د خپلو خبرو پر مهال د ولایتي شورا له غړو څخه مننه وکړه،چې نوموړی له دغه ولایت څخه مشرانو جرګې ته درایو په اکثریت سره وټاکه.

هغه ژمنه وکړه،چې په پوره امانتدارۍ سره به د خلکو رایو ته احترام ولري او هڅه به وکړي،چې له هغه ځای د دغه ولایت ولسونو ته د خدمت مصدر وګرځي .

په جوړو شویو مراسمو کې د دغه ولایت د والي او بېلابېلو ادارو سربیره،د ټاکنو خپلواک کمیسون مسؤلینو،قومی مشرانو او ګڼ شمېر نورو برخه درلوده.

ټاکل شوې د راتلوونکې شنبې په ورځ د دغه شورا د مشرتابه،مرستیال او منشي د ټاکلو په موخه هم ټاکنې ترسره شي .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *