د پوهنې وزارت
د خواشینۍ پیغام
۱۳۹۳ د لړم ۲۰ مه


په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د کندهار ښار د میرویس نیکه د لېسې آمر وحیدالله احمدي نن سهار د نامعلومو وسله والو کسانو له لوري په شهادت ورسېد.
                                        انالله و انا الیه راجعون

مرحوم وحیدالله احمدي په ۱۳۶۳ کال کې د کندهار ولایت په پنځمه حوزه کې نړۍ ته سترګې وغړولې او د میرویس نیکه له لېسې څخه تر فراغت وروسته یې په دیني او اسلامي برخو کې تر څوارلسم ټولګي پورې زده کړې وکړې.
استاد احمدي د هېواد د بچیانو له روزلو سره بې کچې مینه لرله او په دې لاره کې یې خورا ډېرې هڅې کړي دي. نوموړي د ښوونکي، سر ښوونکي او د ښوونځي د آمر په توګه دندې ترسره کړي دي.
استاد احمدي د خپلې وړتیا او استعداد له مخې په ۱۳۹۰ کال کې د آزاد رقابت له لارې د میرویس نیکه د لېسې د آمر په توګه وګمارل شو او تر پرون یې په همدې دنده کار کاوه.
د پوهنې وزارت رهبري استاد احمدي ته د لوی څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت هیله کوي، کورنۍ او پاتې کسانو ته یې د جمیل صبر غوښتونکي دي.
دغه راز پوهنې وزارت له امنیتي ارګانونو په ټینګه غواړي، چې د نوموړي د وژنې عاملین ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. وزارت یو ځل بیا له قومي مشرانو او دیني عالمانو غواړي، چې د ښوونکو او زده کوونکو د ځان او مال په ساتنه کې له دوی سره مرسته وکړي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *