سترګې یې رډې، رډې ختلې وې. د ستکول یې پر میز وغورځاوه. مخامخ راته کیناسته. د لاسونو ګوتې یې سره ورکړې. شاته یې ډډه ووهله. تندی یې تریو کړ:
– پوهیدم میینه شوې
ورته کتل مې. کتاب مې څنګ ته کړ. اوبه مې ورکړې. راسره په سترګو شوه. کیلاس یې رانه واخیست:
– زه نه غواړم لور مې زما غوندې وسوځیږي
زه د کړکۍ بر خوا روانه شوم. لاسونه مې تخرګونو کې ورکړي وو. د باندې مې کتل. نه پوهیدم دې ته څه ووایم. مخ مې ورواړاوه. بدله شوې وه. بې وسه ایسیده. باڼه یې لانده و. راپورته شوه. په کړکۍ کې یې ګلدان ته وکتل. ګل نوې غوټۍ کړې وه. له څانګې یې راپرې کړ. بیا یې شونډې ورپېدې، ویې ویل:
– له ل��ر سره مې داسې ظلم کیږي
زه غلې، دې ته غوږ وم. لاس کې یې ازغی لاړ. ګل یې ایسته وغورځاوه. لاس مې ونیوه. زما له لاسه یې خپل لاس کش کړ. غوسه وه. په تندي یې ګونځه ولویده:
– نارینه د ازغو غوندې ټپي کول کوي
– خو ګل هم ساتي
– خو بیا هم ګل رژیږي
څو شیبې دواړه غلي وو. له کړکۍ مو بهر کتل. په سړک د موټرو ګڼه ګوڼه وه. اسمان وریځ و. دې راته وویل:
– له لور سره مې زور نه کوم، ښه به دا وي له دې ځایه کډه وکړم
بیا مې ورسره سترګې څلور کړې. ساه مې واخیسته. دې دستکول ته لاس کړ، ووته، پسې غږ مې کړ:
– ممکن لور دې له زړه میینه شوې وي
ترخه موسکا یې وکړه، سریې وښوراوه، لکه راپورې خاندې چې:
– زړه خو کلکه غوښه ده، دا یې احمقانه احساسات دي. نه غواړم لور مې نارینه ته محتاجه شي.
په بیړه ووته. له کړکۍ مې پسې وکتل. د سړک پر سر نجلۍ ورمنډه کړه، لاس یې ور اوږد کړ. دې پورې وهله، موبایل وشرنګیده. د پلار پیغام مې و. د واده کالیزه یې نژدې وه. مور ته مې د ډالۍ اخیستو لپاره مشوره غوښتې وه.
کابل