ولسمشر غني ۱۸ ساعته کار کوي، د ارګ مامورين وايي، که په صداقت او نیت وطن جوړېږي، همدا یو سړی د ټول ملک لپاره کافي دی. له دغه باانرژي سپین ږيري سره ډېری مامورین یې تنګ دي، هغوی چې سهار له رسمیاتو مخکې ارګ ته ننوځي، د شپې د خوب له وخته دوه ساعته هم تېر وي، چې کورونو ته ستنېږي.

خو له اوږده او ستړي کوونکي کار وروسته دمه هله خوند کوي، چې د مسولیت لپاره ټول صلاحیتونه درسره وي او څه چې وايې، د عملي کولو لپاره یې د اعتماد ترڅنګ ټول اختیار ولرې.

د ملي وحدت حکومت کلیشې د یو جال په څېر د غني لاسونه او پښې ټينګ کړي دي، هغه د یو بدلون لپاره فکر کوي، خو په مخ کې یې خنډون�� دومره زیات دي، چې تر ځان حامد کرزی بختور ورښکاره شي. هغه پوهېږي، چې لومړیتوبونه څه دي، مګر له هر لومړیتوب سره تماس یوه ویده بلا راویښه کړي. یوه ورځ قاضي القضات د ستړي مامور په حیث دده دربار ته ورغی، په خورا لېوالتیا یې وویل (( زما دکار دوره پای ته رسېدلې ده، مخکې له دې چې تاسو په ستره محکمه کې زما په اړه پرېکړه وکړئ، زه غواړم تاسو ته دا لاره پخپل رغبت خوشي کړم او استعفا وکړم)) ولسمشر د بوډا قاضي له دې نیک نیته خوشاله شو، هغه یې وویاړه او اجازه یې ورکړه، خو ډېر زر مالومه شوه، چې د بوډا قاضي ناتمام کارونه دده ترحضور په مراتبو په حکومت درانه شول، له دغو چارو یوه یې هم د کابل بانک دوسیه وه، چې قاضي القضات خپله یې په ځنډ کې مسول و.

داسې په سلګونو بېلګې شته، لا د حکومت د مشر په توګه اساسي کارونه ندي پیل شوي، ولسمشر کټ مټ لکه د کمپاین پروخت په کمپایني چارو بوخت دی، دا په حقیقت کې د هغه یو مجبوریت دی. د ملي ‌وحدت د طرحې تعمیل ته زړه ښه کول څه اسانه چاره نده، مقابل لوری له هرې مادې متفاوت تعبیرونه او تحلیلونه راباسي، په داسې څوکیو لاس ږدي، چې ولسمشر یې په له لاسه ورکولو سره نیم حکومت له لاسه ورکوي.

اجرايوي ريیس د کار په نوم کومه اساسي برنامه نده پیل کړې، هغه لا فکر کوي، چې ولسمشر له ده سره له شوي تړون ځان غړوي، نو له دې کبله له ډله ډله خلکو سره ګوري او له هغوی په استفادې خپلې غوښتنې په تونده لهجه د ولسمشر ترغوږه رسوي. د پنجشیر له خلکو سره د اجرايوي مشر د لیدنې انګېزه ولسمشر ته د ګواښ‌ بڼه لرله، خلکو د عبدالله عبدالله خبره په سختو ټکو تکرار کړه، چې د ملي‌ وحدت حکومت د واک د ویش پرېکړه به په مطلق ډول عملي‌ کېږي. د اجرایه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم همداسې ستغه لهجه کارېدلې وه، دا خبرپاڼه د خلکو د اګاهۍ لپاره نه بلکې د غني‌ لپاره د خلکو له ادرسه خپره شوه.

ولسمشر د اصلاحاتو لپاره باید په مهمو ارګانونو کنټرول راولي، دا کار د خپلې خوښې له مقرریو سره عملي کیدای شي، اما اجرایه ريیس ددغه ډول اقداماتو په مخ کې ډېر جدي‌ دريځ نیولی دی.

د ملي‌امنیت د مشاور ټاکنه، د چارو دادارې انحلال او دفتر ريیس ټاکنه د عبدالله عبدالله له خوا انتقاد شوي اقدامات دي، نوموړی ادعا کوي، چې ولسمشر دده له مشورې پرته او د امنیت سلاکار په ټاکنه کې حتی د پروتوکول خلاف اقدام شوی دی. دغې چارې د ملي وحدت حکومت پرېکړې تعميل ته نور هم زیان ورساوه.

د اختلاف عمده ټکي د کابینې پرسر دي، ولسمشر د پخوانیو وزیرانو په بیا ټاکنه چلیپا کش کړې ده، خو د عبدالله عبدالله له خوا اوه هغه کسان معرفي‌ کيږي، چې هم د پخوانۍ دورې غړي او هم غني ته د خپل ټيم د کليدي کسانو په توګه د منلو وړ ندي.

وزارت خانې د سرپرستانو له خوا اداره کېږي، سرپرستان له حداقل صلاحیتونو استفاده کوي، د ډونرونو او مرستندویو ادارو اړيکي له دولت سره په ټپه درول شوې دي. هغه اجراات چې باید د وزارتونو له خوا وشي د سرپرستو وزیرانو له صلاحیتونو لوړ دي.

له دې کبله چې مالي کال په قوس کې پای ته رسېږي، د کال له پای ته رسېدو مخکې د بودجې وجه، کلني پلانونه او د تطبيق طرزالعملونه له ځينو مهمو مقرریو سره باید پیل شي، خو دا هېڅ اقدام په کامل ډول د یو سرپرست وزیر،معین اوسرپرست ريیس په توان کې ندی.

په نږدې ورځو کې کابینه لومړیتوب دی او که په دې برخه کې ولسمشر کوټلی ګام وانخلي د حکومت حیثیت ته او هم چارو ته داسې جدي زیان رسېدای شي، چې په یو بل کال کې به یې تلافي نکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *