تاند- چین د افغانستان او طالبانو ترمنځ د سولې د درېدلیو خبرو د بیا پیلولو لپاره د یوې غونډې د جوړولو وړاندیز کړی.
رویټرز خبري اژانس وايي، داسي اسناد یې لیدلي چې پر اساس یې ښودل کېږي چې چین د سولې او پخلاینې د یوې داسي غونډې وړاندیز کړی چې د افغان چارواکو په وینا به د افغانستان، پاکستان، چین او طالبانو استازي سره یوځای کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چین پلان، چې د افغانستان پر راتلونکې د استانبول د بهیر په وروستۍ غونډه کې پرې خبرې شوې وې، په داسي وخت کې مطرح کېږي چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له ۱۳ کلونو وروسته له افغانستانه وتلو ته تیاري نیسي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې په دې باب چې چین به په دې کار کې بریالی شي او که نه ډېر څه نه شي ویل کېدای، خو داسي ښکاري چې چین د افغانستان د مسلې په حل کولو کې د یوه منځګړي په توګه لېوالتیا زیاته کړې ده.
د رویټرز پر اساس د چین وړاندیز تراوسه پوري رسماً نه دی اعلان شوی ځکه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني نور وخت غواړي څو معلومه کړي چې طالبان او پاکستان سولې ته لېوالیتا لري او کنه.
د ولسمشر غني یوه سلاکار داوود سلطانزوی وویل:«دا خورا مهم لومړنی ګام دی. کله چې ټول کارونه بشپړ شول، هاله به اعلان وشي.»
چین وايي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو تشه نه ډکوي خو اقتصادي حضور یې له مخکې څخه د لوګر د عینک د مسو د کان د قرارداد په کولو ترلاسه کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، که افغانستان موافقه وکړي چینایان غواړي چې طالبان چین ته وروبولي.
تر دې مخکې قطر داسي رول ولوباوه خو نتیجه یې ورنه کړه.