راپور: عبدالحق سمون –
د انګلستان کرکټ بورډ د کرکټ پرمختګ لپاره په يوه تازه ګام کې د ښځو کرکټ ټسټ (پنځه ورځنۍ) لوبې پر ټلوېزون خپروي. د انګلستان او اسټراليا تاريخي سيالۍ چې د Ashes په نامه يادېږي، د ښځينه وو يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو ترڅنګ ټسټ سيالۍ د لومړي ځل لپاره په ژوندۍ بڼه پر ټلوېزون خپرېږي.
د ښځينه وو د Ashes لوبو دا لړۍ به درې يو ورځينۍ، يوه ټسټ او درې شل اووريزې لوبې ولري چې د Sky Sports پر ټلوېزون او BBC راډيو (انګلستان څانګې) به يې ژوندی حال خپرېږي.
دا لوبې به د 2015 کال د جولای پر 21 پيل او د اګست پر 31 به پای ته رسېږي.
د انګلستان کرکټ بورډ د ښځو کرکټ څانګې مشرې “کليري کونر” په دې اړه وويل: “18 ښځينه کرکټ لوبغاړو سره مسلکي تړونونه کول او ترڅنګ يې د لګښتونو سمبالونه چې Kia موټرو کمپني يې پر غاړه لري، د ښځو کرکټ په وده کې يوه په زړه پورې لاسته راوړنه ده او دا ښيي چې انګلستان د ښځينه کرکټ ودې لپاره څومره ژمن دی”
د يادونې وړ ده چې اوس مهال د Ashes لوبو د ښځينه وو سياليو اتله د انګلستان لوبډله ده.