د افغان ملي غورځنګ یوه پلاوي شمالي ولایتونو بغلان، سمنګان، بلخ او کندوز ته د یوه سفر په ترڅ کې خپلې ولایتي څانګې پرانېستې.

 په دې سفر کې له کابل څخه ـ ډاکتر خوشال روهي، ډاکټر فیض محمد ځلاند، ډاکتر کمال سادات، ولي کاکړ، سلیم رحمتزي، استاد نجیب الله او یو شمېر نورو دوستانو ملګرتیا کوله.

DSC01173

یاد پلاوی لومړی سهار په ۳ بجو او ۳۰ دقیقو له کابل څخه د بغلان پر لور وخوځېدل او دغه ولایت ته له رسېدو سره سم د ښاروالۍ په تالار کې د سلګونو تنو ځوانانو، مخورو، روڼ اندو په ګډون په جوړه شوې غونډه یې ګډون وکړ. په غوڼده کې له ګډونوالو سره د غورځنګ تګلاره شریکه شوه، ددې تر څنګ د غورځنګ په تېر، اوس او راتلونکې هر اړخیزې خبرې وشوې.

 د غونډې په پای کې په بغلان ولایت کې د غورځنګ موقتي ولایتې شورا رامنځته شوه.

DSC01156

له بغلان څخه شاوخوا دوه بجې یې د کندوز پر لور حرکت وکړ، هلته یې د پسرلي ادبې ټولنې په تالار کې یوه ښکلي لویه غونډه وکړه، په دې غونډه کې ډاکټر روهي، کمال سادات او ځلاند د غونډې ګډونوالو ته پر اوسنیو او راتلونکو پلانونو، ارمانونو او فعالیتونو رڼا واچوله، د غورځنګ تګلاره یې ور سره شریکه کړه او همدارنګه یوه موقتي شورا رامنځته شوه.

DSC01185

 د سفر په دویمه ورځ سهار شپږ بجې یې د سمنګانو پر خوا حرکت وکړ، په سمنګانو کې یې د پښتنو او ازبک قومونو له روڼ اندو، مشرانو او ځوانانو سره ناسته وکړه او له هغوی سره یې د غورځنګ تګلاره شریکه کړه، همدارنګه په سمنګانو کې هم یوه ولایتي څانګه رامنځته شوه. وروسته شاوخوا یوه بجه د بلخ ته په سفر ولاړل، د بلخ له ځوانانو، مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه او د غورځنګ تګلاره ورته واورول شوه، په دې ولایت کې هم یوه وړه هسته تشکیل شوه. په پای کې ماښام په شپږو بجو بېرته د کابل پر لور یې حرکت وکړ.

DSC01215

افغان ملي غورځنګ په پام کې لري چې د ولایتونو سفرونو په لړ کې د هېواد ټولو  ولایتونو ته سفر وکړي، څو په دې توګه د غورځنګ فعالیتونه پراخ او په هېواد کې د یوازېني ملي سراسري حرکت په توګه را څرګند شي.

په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ د غورځنګ یو پلاوی ختیځو ولایتونو او بیا سویل او سویل ختیځو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *