نېټه: ١٣٩٣-٨-۲۱
کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي وايي وسله وال مخالفين په ولسوالیو کي له ماتي سره مخ سوي، خو اوس يې په کندهار ښار کي په هدفي وژنو لاس پوري کړی دی.
د نن ورځي په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ د ملي امنيت رئيس جنرال عيسی محمد، امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، د افغان او ايساف ځواکونو یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي وسله وال مخالفين په ولسواليو کي له سختي ماتي سره مخ سوي دي، خو اوس يې په کندهار ښار کي د عامو خلکو په وژلو لاس پوري کړی دی. هغه زياتوي چي وسله وال مخالفين اوس غواړي د کندهار باسواده قشر له منځه يوسي. نوموړي په کندهار کي د ارواښاد پتیال او ارواښاد احمدي پېښو ته په اشارې وويل چي په تعليمي او فرهنګي ډګر کي د داسي کسانو وژل له دې خوار ملت سره لويه جفا ده.
د کندهار سرپرست والي داراز ټينګار وکړ چي د ګاونډیو ولایاتو د سرحدونو امنيت ته دي ځانګړې پاملرنه وسي. نوموړي زابل ولایت د بېلګي په توګه ياد کړ چي د دې ولايت د يو شمېر ولسواليو له خوا ورته امنيتي خطرات موجه دي. ښاغلي ويسا وويل د ګاونډیو ولاياتو له مسوولينو سره به يوه غونډه جوړه کړي چي په همږغۍ سره د امنيت په برخه کي لازم اقدامات ترسره کړي. ښاغلي ويسا دارنګه د امنيتي ځواکونو تر منځ پر همږغۍ ټینګار وکړ او ويې ويل چي همږغي او په ګډه کار کول د امنيت په سمون کي رغنده رول لري.
د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وويل چي د رواني اوونۍ په جريان کي يې د ګڼ شمېر ګزمو پر مهال ۱۳ وسله وال مخالفين وژلي او ۴ نور يې ټپیان کړي دي. هغه زياته کړه چي په دې ترڅ کي يې ۱ له چاودېدونکو توکو ډک موټر، ۱ موټرسايکل، ۲ کلاشينکوفونه، ۷۷ مختلف النوع ماينونه، ۳۰ لاسي بمونه، ۱۳ د توپ مرمۍ، ۶۶ د راکټ مرمۍ، ۸۶۰ د پیکا مرمۍ او ۳ شاژورونه نيولي دي.
رازق زياته کړه چي د دې اوونۍ په اوږدو کي يې ۱ کس د قتل او ۹ کسان د غلا په تور نيولي او داراز يې ۱۵ کيلوګرامه هيروين هم نيولي دي. بل خوا ملي امنيت رياست د رواني اوونۍ په ترڅ کي ۹ وسله وال مخالفين نيولي او له هغوی سره يې يو شمېر وسلې هم نيولي دي. داراز يې په ښار کي ۱۲ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.